کور / تازه خبرونه / یو نیوزیلینډﺉ او یو امریکایی پوځی ووژل سول

یو نیوزیلینډﺉ او یو امریکایی پوځی ووژل سول

د نیوزیلینډ هیرالډ ورځپاڼه د خپل هېواد د د فاع وزارت په حواله خبر ورکوی چی په کابل کی د برتانیې پر کلتوری مرکز د وروستۍ حملې په ترڅ کی د نیوزیلینډ د هوایی ځواک د خاصو پوځیانو یو کوماندو هم وژل سوی دی ( دا په افغانستان کی درېیم نیوزیلینډﺉ پوځي دی چی خپل سر بایلی ) .
بلخوا ، پنتاګون خبر ورکوی چی پرون طالبانو په هلمند ولایت کی یو امریکایی مرین پوځي ووژﺉ خو نور وضاحت یې ورنکړ چی څنګه .
دا په اګسټ کی ۵۸م امریکایی دی چی وژل کیږی .