ناټو وايي د کندهار په پنجوايي کي يې طالب قومندان نيولی دی
ناټو وايي تېره شپه يې د افغان ملي اردو سره په ګډو عملياتو کي د کندهار په پنجوايي کي يو ځايي طالب قومندان د څو نورو انډيوالانو سره ژوندي نيولي دي ، ناټو ددغو کسانو نومونه پټ ساتلي دي خو وايي چي د عملياتو پر مهال يې د نيول سوو کسانو اړوند يوه اندازه چاوديدونکي له منځه وړي دي . طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي .