کور / اسلامي / روژه په اسلام اوساینس کی (24) داوبوکیمیاوي ځانګړتیاوې

روژه په اسلام اوساینس کی (24) داوبوکیمیاوي ځانګړتیاوې

اوبه یوداسی الهی نعمت دی چي هیڅ انسان ورڅخه سترګې نشی پوټولای، اوبه ځینې ځانګړتیاوې لری چی دفطري شریعت مطابق دی، داکیمیاوې ځانګړتیاوې ئې دساینس سره کوم ټکراوبداړخ هم نلری، داوبوترټولو لویه ځانګړتیا داده چی غوره محلل(Solvent) دی، یعنی هرشی په اوبوکې په اسانۍ سره حل کېدلای شی ؛ یاپه بله ژبه درته وایم چی ټولې کیمیاوې مادې په اوبوکی په اسانۍ سره حل کېدلای شی په ، دمعدني موادودښه حل کېدوله کبله اوبه چی هرځای په هره دښته ، ویاله، رود، سیند اولښتی کی بهیږی، ځمکه خوراښیرازه اوخړوبه کوی، له همدې کبله اوبه دزرعت لپاره یوژوندژواک بلل کیږی اوواوبوته دژوندیوه کړۍ ویل کیږی؛ دزرعت له پلوه هغه اوبه ډېرې ښې وې چی پرډېرواټن باندی بهیږی اومختلف معدنی موادله ځانه سره وړی، که چیری دااوبه پرځمکوبهیږی نوهغه ځمکه دجنت په یوې ټوټې بدلوې، زرغونه کوی ئې اویوه وچه اوشاړه صحرااوبدیاپه یوه سمسوره چمن اوبڼ باندی بدلوی؛ وبل لورته که همدااوبه یوه جهیل، اویاهم سمندرته پریوه ریګستان باندی وبهیږی نوهغه به دبخمل په شان یوه شنه اوزرغونه دره ورڅخه جوړه کړي۔
اوبه په ډېروکیمیاوې تعاملاتوکی دکتلست (Catalyst) دنده ترسره کوی، یعنی په تعامل کی چټکې راولی اوخنډونه له مینځه وړی، بله ځانګړتیائې داده چی په اوبوکی کیمیاوي تعاملات ډېرښه صورت نیسی۔
یونړېواله اووتلی کیمیاپوه مائیکل ډیټس وایی:
اوبه دخپلوځانګړتیاووله کبله دتعامل قبولودقابلیت په درلودلوسره دژونداوځمکې لپاره ترټولوښه مایع اونعمت دی۔
دبایوفزیکس (Biophysics) یوپروفیسرهیرلډمورووټزداسی وایی:
په دې څوکلونوکی داوبونوی خاصیت پېژندل شوی دی اوپردې باندی څېړنې اومطالعې هم پیل شوی دی اوهغه خاصیت ئې دادی چی اوبه د بیولوژیکل توان (Biological Power) یوه کیلې ده، اوکېدای سی چی دژوندپیل هم داوبوڅخه شوی وي، چی هرڅومره څېړنې اومطالعې شوی دی په پایلوکی داراوتلی ده چی اوبه دقدرت دښکلی نظام څومره ښه ښکلی سمون خوری اودمقتضا مطابق دی۔
(کائنات کی تخلیق)
نوربیا۔۔۔
ستاسوددعامحتاج
په اسلامی پاکه مینه ستاسوورور
عبدالغفارجُبیر