کور / تازه خبرونه / د پښتونخوا ګورنر شمالي وزيرستان ته سفر کوي

د پښتونخوا ګورنر شمالي وزيرستان ته سفر کوي

 

 

د وزيرستان يو تن قبا ئيلى مشرملك نصر الله خان ويلى  دى  چې  د پښتونخوا ايالت ګورنر اويس  احمد غنى به په راتلونكى نژدى وخت كى شمالى وزيرستان ته سفر وكړى  او دسيمي  دسولى  او امنيت په ګډون  به خلكو ته دور پيښو مسئلو او ستونزو  په له منځه وړلو كى اغيز من ګامونه هم اوچت كړي  دپيښور په ګورنر هاوس كى دسرحد ايالت دګورنر اويس احمد غنى  سره له كتنى  وروسته  يوه شخصى ټلويزون سره په خبروكى ملك نصر الله خان وويلى  چې  د پښتونخوا ايالت  ګورنر ئى  دشمالى وزيرستان له ټولو مسئلو او موضوعاتو څخه خبر كړيدى  او هلته كښى  ئى  دتلپاتى سولى او امنيت دټينګښت  په اړوند اوږدى خبرى  اترى  ورسره كړيدى  ملك نصر الله خان زياته كړه  چى  دپښتونخوا ايالت  ګورنر ورسره ژمنه وكړه چي په رتلونكو څو ورځو كى به ميران شاه ته لاړ شي. او دشمالى وزيرستان دعوامو دبيلا بيلو مسئلو دحل اوغوښتنو دپوره كولو پخا طر به ګټور او عملى ګامونه پورته كړي.