کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / افغانستان هم يوۀ اناهزارې ته اړتيا لري !

افغانستان هم يوۀ اناهزارې ته اړتيا لري !

دافغانستان  تاريخ دزښتو ډېرو لوړو او ژورو څخه ډک دى . ددغه هېواد  هر باب په وينو ليکل شوى ،چې  دخپل ټولنېز ژوندانه په هر پېر کې کله دکورني  او کله هم دبهرني تاوتريخوالي ،کړکېچ او تيري سره مخ شوى ،چې  په ترڅ کې يې ددې لرغوني اوتاريخي خاورې ټولنيزه سياسي، اقتصادي او کلتوري  ډانه له بېخه  نړېدلې او دغه هېواد او ولس ته يې دسراومال درانه زيانونه ور اړولي دي . خوله دغو تاريخي ،زماني او مکاني ناخوالو  ستونزو، ورانيو، ويجاړيو او کړاوونو سره سره بيا هم دغه اتل  او باتور ملت راپورته شوى ، دخپل  وطن  ماتې ګوډې  يې رغولي او خپل ټاټوبى او خاوره يې له سره جوړه،  ښېرازه او ودانه کړې  او بېرته يې طبيعي ژوند پيل کړى دى . څه کم  څلورلسيزې کېږي،چې  په افغان وطن کې کورنۍ جګړه روانه ده .


دغې خونړۍ کور ګډې  جګړې  دافغاني ټولنې ټولنيزه اډانه په چورلټ ډول سره ورانه ، ويجاړه او تباه کړه اودالړۍ تر نن ورځې پورې ښه په ټول عيار ډول سره راروانه اوادامه لري . دافغان ملت روانه اوږده غميزه د ١٣٥٧ لېږديز لمريز کال دغويي مياشتې د ٧ مې نېټې له اوښتون  وروسته پيل او تر نن ورځې  پورې د بېلا، بېلو سياسي او نظامي ايډيالوژيو،اندونواوليدلورو په خپلولو سره ادامه لري ، چې  دغې چارې افغان ملت او هېواد دژوند په هر ډګر کې بېوزله، بې وسه او بې کسه کړى دى . د ٢٠٠١ زېږديز کال  دسپټمبر ١١ مې نېټې  پېښې دنړۍ سياسي تاريخ په اډانه کې ديوۀ نوي باب په توګه  رادې بره شوې ،چې په نړيواله کچه افغان  لانجې ته پام ورواړول شو او دملګرو ملتونو دامنيت شورا ترپرېکړې لاندې  اودلويديځ دپوځي بريد په ترڅ کې  د طالبانوحکومت ړنګ او پرځاى يې دولسمشر حامد کرزي تر مشرۍ لاندې نوى نظام واکمن شو . په هېواد کې دنوې  ادارې  تر راتګ وروسته  داسې انګېرل کېده ،چې افغانستان به  له دې نه وروسته دتلپاتې سولې  اوامنيت  خاوند او دچټکې ودې  او پرمختګ  په موخه  به ګړندى يون پيل  او په لنډه موده کې به د افغاني ټولنې  پرشته ستونزو او ربړو برى ومومي ، خوله بده مرغه ،چې داسې  ونه شول . په هېواد کې  دنوي سياسي نظام له راتګ څخه کابويوه لسيزه اوړې ،خو لاپه دغه خاوره  دپخوا په څېر مرګونه ، ژوبلې  ، وراني، بېوزلۍ ، بېکارۍ ، ناخوالې ستونزې او کړاوونه ښه په زوراو شدت سره دوام لري او دپاى څرک يې  هډونه لېدل کېږي .


 په هېواد کې  له لس کلن بهير وروسته  دواک لېږدؤنې پروسه پيل شوه ، چې په يوه اوونۍ کې دننه  داووسيمو او وﻻيتونو واک  افغان امنيتي ځواکونو ته وروسپارل شو او ټاکل شوې ،چې تر ٢٠١٤ زېږديز کال  پورې دټول  افغانستان واک افغان ملي اردو، پوليسو او دملي امنيت  اداري ته وسپارل شي، داپه داسې حال کې  ده ،چې دروان زېږديز کال دډسمبر  په مياشت کې  دافغانستان  په اړه دبن دويم  کنفرانس  په آلمان کې  جوړيږي او دافغان ولس روانې کشالې په اړه به خبرې اومذاکرات وشي ،چې تر دامهاله  دکنفرانس دپردې تر شا اود اجنډا په هکله هېڅوک دقيق  اوکره معلومات نه لر ي . په افغانستان کې اوږدې  غميزې افغان ولس ته په معنوي اوملي ډګر کې  يو ډېرلوى ګوزار ورکړ ، هغه دا،چې  موږ په ملي صحنه کې دملي څېرواوشخصيتونود( قحط الرجال )له لويې ستونزې  او کړاو سره مخ کړى ،چې اوسمهال  يې خورا ډېره  اړتيا او ضرورت دى . 


دهېواداوږدې کورګډې غميزې دافغانستان  ملي سټې  او څېرې يا ووژلې  او يايې هم وطن  پرېښودو ته  اړاېستلې ،چې ناوړه  او بدې  پايلې يې اوس په ملي صحنه او سياست کې په اسانۍ سره  لېدلى او محسوسولى شو . اوس يوځل  بيا زموږ  ګران افغانستان  دخپل ژوند له خورا حساس او برخليک  ټاکونکي پړاو څخه  دتېرېدو په درشل کې دى . دهېواد  راتلونکى برخليک  دناڅرګندو سياسي حالاتو سره مخ دى ، او په کورنۍ کچه تش په نوم  دولت ، حکومت ، پارلمان او سياسي ګوندونه دافغانستان  ملي ګټو پرځاى  شخصي  او ګوندي ګټې او منافع لوړې  او غوره ګڼي . نو همدا لامل  دى ،چې  دهېواد  راتلونکي سياسي  بدلونونه  او حالات ناڅرګند لورته روان دي ،چې دغې چارې دګران افغانستان  راتلونکې د تت ،مبهم  او ناڅرګندحالت سره مخ  کړ ې ده .  هو! په هره ټولنه کې ،چې  ټولنيز  او دولتي  فساد ترهسک پورې ورسيږي ، نو په ټولنه کې يو شمېرحساس ، ملي او هېواد پال  شخصيتونه راپاڅيږي  او پرضد يې ملي غورځنګ  پيلوي ، چې اوس مهال  ښکاره بېلګه  په هندکې  دپراخ  اداري فسادپرضدد هغه  هېواد  ديوۀ تن  مدني  مخکښ (اناهزارې ) راپاڅېدل دي . اناهزارې (٧٤) کلن  زوړخو هوډمن  او مصمم بوډا دى ،چې  دهندوستان  دننه يې دواکمن  اداري فساد پرضد هېواد شموله  ملي غورځنګ پيل کړى او دهند حکومت يې له سخت ګواښ  سره مخ کړى دى .


داناهزارې غورځنګ پرعدم تشدت راڅرخي ،اوپه دغه ﻻر کې يوازې په لوږ تړ اعتصاب  بسنه کوي  ،اوله دغه تکتيک څخه دخپل هدف لپاره کاراخلي . نوموړي دنړۍ په دويم  لوى نفوس  لرونکي هېواد کې پراخ ولسي ملاتړ ګټلى او لويې ولسي پرګنې  يې په ځان پسې روانې کړې دي . او په هند کې  داداري فساد پرضد دسختې  جزايي لايحې دتصويب  غوښتنه کوي ،چې  بايد  وروسته  دقانون بڼه غوره کاندي .نو پرهمدې  توسن اوس ،چې ګران افغانستان  دخپل سياسي ، اقتصادي  او پوځي  ژوندانه له خورا  ترينګلو او کړکېچنو شرايطواوحالاتوڅخه تېريږي ، په هېواد کې داناهزارې په  څېريوۀ هېوادشموله پياوړي ، ځواکمن ، مدبر او ملي مشر او لارښود ته تربل  هر وخت زښته ډېره اړتيا ده ، څو په دې ډول سره  دهېواداوسني ټپ درېدلي ابتر حالت ته دملي زوايې ليدلوري څخه تګلورى معلوم او بيا پرمخيون ورکاندي .


دافغانستان  اوسني  شرايط  په کورنۍ او سيمه ييزه کچه دهېواد په ګټه نه دي ، بلکې  دافغانستان په زيان روان دي . اوس دهر هېواد پال افغان  دنده او وجيبه ده ، څو دهېواد دلويو ملي ګټو په اړه فکر وکړي او دروانو ترينګلو او بحراني حالاتو څخه دافغانستان  په راايستوکې خپله  رغنده ونډه  تر سره کاندي . دهر افغان ګټه په يو موټي او واحد افغانستان کې ده او د هر افغان زيان  او تاوان ( دشيطان غوږونه دې ګاڼه وي . ) دافغانستان په وېشاک کې دى .  دابدالي بابا دايوه تاريخي او يادګار ي ټوټه خاوره له هر افغان څخه دملي  يووالي  او ملي وحدت  هيله او غوښتنه کوي . داهيله  اوارمان ديوۀ ملي  او هېواد پال مشر تابه  په شتون کې  تر سره کېداى شي ،چې له بده مرغه  اوسمهال  يې افغان ولس نه لري . ټول  افغانان  بايددګران افغانستان  دژغوراوي په موخه  راپورته شي ، هر افغان بايدله ځان انا هزارې جوړ او له روان حساس  بحران څخه خپل  لرغونى ، تاريخي او وياړلى هېواد افغانستان  راوباسي ، او دنړۍ  په سياسي او جغرافيوي  اډانه کې خپل ملي تشخص او هويت  دپه خوا په څېر په وياړلي ،سر لوړي ، پتمن او بريمن ډول سره  وساتي .