کور / تازه خبرونه / کراچي: د پښتنو کره وژنه د ايم کيو ايم ترهګر کوي

کراچي: د پښتنو کره وژنه د ايم کيو ايم ترهګر کوي

دسيند پخواني سينئر وزير نن د خپلي دهندي نه مستعفي شو۔ او وخبري کانفرنس ته يې د وينا په محال زياته کړه چه په کراچي کي د پښتنو، بلوڅو، سينديانو او نور اولس په کره وژنه کي د متحده قومي مومنټ ترهګر لاس لري۔ هغه زياته کړه چي زه دا سوګند کوم چي د ايم کيو ايم مشر په لندن کي ماته په مجلس کي وويل چي موږ له کراچي څخه د پښتانه کاروبار او ژوند ختمولو لپاره هلي ځلي کوو۔ پکار ده چي تاسو زموږ په دغه جګړه کي له موږه سره سي۔

هغه زياته کړه چي ۲۵ تنه کره وژونکي چي اړيکه يې د ايم کيو ايم سره وه موږ د خپل ماموريت په محال ونيول او هغه مو بنديوال کړه۔ خو د نوموړي ترهګر فاشسټ سازمان ګورنر هغه ټول بيله کومي سزا خوشي کړل۔

هغه زياته کړه چي ايم کيو ايم به هرومرو د نورو ناروا کوښښ کوي آن دا چي زما د مرګ پلان به هم په فهم کي لري خو زه نن د خداي ج په سپيڅلي کتاب قسم خورم چي د کراچي ټولي وژني د ايم کيو ايم له خوا تر سره کيږي۔