کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دادچا اختردی چي ښاغلي مېلواوملت هديروته ځي

دادچا اختردی چي ښاغلي مېلواوملت هديروته ځي

اختره مه راځه دلته ستاپر مخ ټولې دروازې دمرگونواوويرونوقاصدتړلې دي


دځوان اوتنکی شاعر هلمندشيرزادپه ښکلي شعرئې پيلوم


نن د وخت کیسه همدا ده


د ولس پــــــــه سر سودا ده


واکداران کوي عیشونــــه


د ملت خـــــونــــــــه تــــالا ده


غـــــریب وینو کې لمبېږي


بیا پرئ جـــــوړه کربلا ده


بس مشران دي نه مړيـــږي


په دوي شــــــوې څه بـــــلا ده


نه احساس د وطــــــــن وینم


ځان ځاني ښه په ریښتيا ده 


په غمونواوخواريوکي زورېدلو،کړيدلواوذوکلېدلو هيوادوالو،خويندو اوميندو!


موږ اوتاسو ټول يوځاي دپردوپلاس اولمسون دجگړې دلگېدلی لعنتي اورپه لمبوکې سوځو .


په خپل کوراووطن کښي مويوداسلام اوبل ددموکراسی اوټولنيزعدالت دټينگېدوترشعارلاندي زوروی،وژنی اوکورموپه کنډوالوبدلوي .اوهغه وطنوال چي په بهرکي اوسي يوه لحظه هم له خپل هيواد، هيوادوالو اوخپلوانوپه هکله  له فکرونواوسوچونونه په ارام کي نه يو.په افغانستان کي دهرې ټکې په لوېدوسره په بهرکي ميشت افغان فکرکوي چي داټکه خداي مکړه زماپر کورنه وي لوېدلې . سره لدې چي هغه دښاغلي غفورليوال صاحب خبره اوس موږ (( د وژنو، ورانیو او بدو پېښو پرله پسې خبرونو، تکرار او ډېرېدل موږ افغانانو په دوو معافیتونو واړولو چې اوس را باندې اغیز نه کوي؛ یو داچې د قتلونودخبرونوپه اوریدو مو عواطف ټکان نه ویني اونه خپه کېږو، اوبله دا چې دغه جنایت په موږ کې عمومیت پیدا کړی دی ،جګړه ماراو جنایتکاران ډاډه شوي، …)) خوددې ټول معافيت سره بياهم پدې زورېږوچي ولې زموږ ولس له ددواړو خواوونه په يوه اوبل نامه  کله دځانمرگی بريدونواوکله بيا دهوايي غونډاروپه پايلوکي د خداي ورکړې ژوندڅخه محروميږې؟


دانږدې لس کاله کېږي چي دپاکستان اويو شمير نورو گاونډيانوداستخباراتي شبکواوبنسټپالوسياسي ډلوپه لمسون له يوې خوا اودبهرنيوپوځي ځواکونودخپل سرېواوخودغرضوړندوپوځی عملياتو له بلې خواهره ورځ دافغان پر کور دوير اوناورين توره کمبله غوړولې وی .


يوازي دروژې په مبارکه مياشت کي داسلام پلوو اودموکراسي پلوو لخواتر ((۱۰۰۰ )) زياتو کورونوته دماشوم ،زلمي ،مور،خور،پلار،کاکا،نيکه اويا اناجنازه وړل سوېده اوياپه وينو لړلئ ئي کورته وروړی چي اوس ئي ددرملو پيسې نه لري .


دنړۍ پرمخ بل داسې هيواد او ولس نشته چې پداسې بې رحمانه ډول دي  دبهرنيانواوخپلو تاريخي دښمنانو دگټو قربانی وي، همدا افغان غيرتي ملت دی چې دغه ظلم او تېري ته يې اوږه ورکړې اوملا يې نه ماتېږي، هره ورځ د زړه ټوټه د روښانه راتلونکی په اميد دلاسه ورکوي،دهغه جنازه پر اوږودهديرې په لور روان وي .


افسوس چې دادرو دېرش کلنه توره اوږده شپه تراوسه لاسهار نشوه!!!


خدای پوهېږي چې دا دومره اوږده، زړه بوږنونکې اودردونکې شپه به کله د انسانيت اوحقانيت د لمر دوړانگوپه راڅرگندېدوسره سهارشي. نه پوهېږم چي کله به ددې بدمرغيو،خواريو اونااميديو تور ټغر دافغان ولس له غولي ټول شي؟ 


بلې غيرتي وطنداره اوغمځپلي  مورې!


اوس ليونی  هم پدې پوهيږي چې ستا په سترگوکښي نوراوښکی وچې شوی دي ،دريابونه خوتري جوړ شول، داچي ددې اوښکو سيلابونه به کله ستا،ستادبچو اوستادکاله مکاردښمن لاهوکړې نه پوهېږم ،يو خداي پرې خبردی ،پدې هکله چې هرڅومره فکر کوم عقل مي عاجزپاتېږي!


په ټول نړۍ کښي ستا دبې وزلوبچو چيغي اونارې دعرش عظيم ترمناروورسېدې ،خوافسوس چې هلته او دلته دټولو غوږونه کاڼه دي اوسترگې يې ړندې ،ستااوستادبچو چيغوځمکې اوآسمانونه په لړزه راوستل، ولې ستااو ستا دخاوري کرغېړن اوتورمخې دښمنان يې له ځايه ونه ښورول . زه نه پوهېږم چې ولې ستا داچيغې اوکوکاري دلوي څښتن په دربارکي دومره بې تاثيره اولاجوابه پاته دی ؟ دکومې داسي نه بخښونکي گناه په توردې دومره زوروي ؟


ممکن دليل يې داوي چي ستاځيني نا فهمه اونااهله بچي سهار اوماښام ددي لړزېدلي اونړېدلي خيمې موږی په خپلو لاسونوباسی،دپردوغلامي کوي اودخپل ملت زورېدني اوهيوادورانۍ ته ئي دخپل دښمن په هڅواوستاينه ملاتړلې ده . پدې هم ښه پوهيږي اوپه خپلو سترگوئي ويني ،په غوږوئي اوری چې زموږ دولس له کړاونواوغمونونه داخداي ناترسه خونداخلي اوپه افتخارئي داستانونه له يوه نه تربله رسوي،يوځان په بخښنه اوبل دجهادپه نامه ځان  خلاصوي .


 له غرضونو اومرضونونه ډک گاونډيان خو به هر څه کوي نوموږ ولې د دوی  ګوډاګیان اونوکران سو؟


پر موږ ولي خپل ولس اوخپل هيوادنه دی گران؟ موږ ولې پدې نه پوهيږوچي ددې ملت اوهيوادپه وړاندي مسوليت لرو؟


موږ ولې پدې نه پوهيږوچي جگړه ورانوونکې او وژونکې ده؟ ترکومه به په يوه اوبل نامه زموږ هيوادوال وينه تويږي ؟دادوينوتږې به کله په وينواوبه کيږي؟


موږولې پدې نه پوهيږواوپدې هکله فکرنه کوو ،هغه څه چي دغه دروغجن دوستان دځان لپاره خوښوی ولي ئې زموږلپاره هم نه خوښوي ؟


پوښتنې ډيري اوجواب ئي لامهال دی .يوخبره رښتيااودسردونکې ده چي ترډيره بريده داموږ يوچي اخترونه موپه غم بدکړی،داموږيوچي پر خپل غولي دپردوپه لمسون دويرلمڅۍ غوړواوبلاخره داموريوچي دخپل وطندارپه وژلووياړو،


داموږ يوچي داڅولسيزي موله کوره خوښيواوارام ژوندکډه کړې،داموږيوچي تردېرش کاله کيږي چي خترنلرو،داموږ يوچي داسي چارواکي موحاکمان دي کوم چې دملت څخه بېگانه اودملت زورېدنې ته ئي زموږ دظالموگاونډيانوپه څيرملاتړلې .


ددې ترڅنگ پدې هم ټول پوهيږوچي دبهرنيانودناخوالواوکرغېړنو موخوتر څنگ زموږ يوزيات شميردولتي واکداران هم پدې خړو اوبوکښي ځانته ماهيان نسي . په افغانستان کي سوله اوثبات ،ددې ملت لپاره ښېرازه ژوندددوي دخوښيو شيبې رالنډوي .پدې خاطردوي په هيځ صورت نه غواړي  پدې ملک کښي ارامي اوسوکالي راسي ،بهترينه بېلگه ئي دادی موږ ټول ئې په خپلو سترگودښاغلی کرزی اوپلويانولخوا دتش په نامه پارلماني شرمېدونکي سريال ننداره کوو.دشخصی گټوپر سرپر پارلمان څودلوڅوډلوويشل شوی اودپردې شاته دتنظيمو رهبران  دبهرنيوپه لمسون اوهڅونه سره ښکرپه ښکرسوی ،پارلمان حکومت نه مني اوحکومت دمشرپه گډون دراپيل سوی سياسي پارلماني سريال ننداره کوي .داپدې معناکه رشتياووايو موږ اوس په افغانستان کي دقانوني مشروعيت څښتن اوملت ته منلې دولتي اداره نلرو.دوي يواوبل داساسي قانون اونوروقوانينوددوي پيادمادونه په استفاد ې سره په واک کښي پاته کېدل غير قانوني بولي ،پرلمان ،کرزی ،دحکومت څووزيران ،قضايي اداره اولوي څارنوال يو اوبل نه سره مني  .دارشتياده دوي يولاهم دهغوقوانينوپر بنياد چي خپله ئي توشيح کړي قانوني چارواکي نه دي ملت ئي په يوسياسي بهران کي ښکيل ساتلی او داسي څرگندوي ته به وايه هيڅ نده پېښه .


دغواونورونانندريوزموږ ملت له ناخوالو،پرېشانيواومرگ ژوبلې سره مخامخ کړی . زموږ ولس له خوښيوسره وداع کړې خودوي دجمعې شپې په ډوبۍ اوبل کوم هيوادکي تېروي .دوي خوښۍ لري اودخوښيوپه محفلوکي دگډون څخه ستړي سوی اوبل لورته زموږ عام وگړي نه خوښی اونه هم اخترونه لر ي ،دانسانانوله ښخولواوغمونونه ستړي سوی .


په اخترونوکښي داښاغلي دمېلواوخوښيوپه لوردرومي اوخوار ملت دهديروپه لور؛ هلته چي دوي وی له هغه ځاي نه دخندااوموسيقۍ اوازونه ترغوږوکېږي ،خو  دعام ولس له کورواوهديرونه يوازي کرږې اوژړاوي اورېدل کيږي .


دلته اخترنشته ،دلته له چانه دانسې اورېداي چي اختردې مبارک سه،دلته پدي ورځ خلک هديرواويادغمشريکی لپاره يودبل کوروته روان وي،دلته د ژړا اوغمونواوازاورېدل کيږي ،خندانسته اونه دچاخوله په خنداخلاصېږي  .


داملت دنړۍ تربل هرملت پرېشان اوزورېدلی دی ،دلته قانوني دولت اوخواخوږي مشران نسته ،ددې وطن سياسي اوټولنيزډگرله نندارچيانوډک دی .دنورولسونودولتي اوسياسي چارواکي دخپل ملت لپاره هڅه کوي، خوموږځان وژنې اوکورورانونې ته  ملاتړلې  .


له بدمرغه زموږ دزيات شمير سياستوالو اودولتي چارواکولپاره ملي گټي اودهغوي ساتنه يوازي دشعاربڼه لري ،دځاني گټوپه وړاندي له هر څه  تېرېږي .


رښتياخوداده ،چي هر ملت دخپل برخلیک د ټاکلوپه اړوندځانگړې مسؤليتونه لري دهمدې علمي اصل پر بنياد بايد داومنوچي زموږ ملت اوپه ځانگړې توگه هغه سياسي اوټولنيز قوتونه ،سازمانونه اوشخصيتونه ملامت دي .دوي دملت په وړاندي  معين مسؤليتونه احساسوي ،ولي ددغوسياسي او اخلاقي مسولتونوڅخه ځانته برأت نسې ورکولاي .


زموږ دولس غوڅ اکثريت نالوستی دی، کېداي شي نالوستی ملت هرډول چي څوک وغواړي ،هغه ډول ئي استعمال کړي .


په همدې خا طر تاريخ شاهددی چي زموږ د هيوادبهرنی دښمنان ،تنظيم واکان اودهغوي پلويان عام ولس له تعليم اوتحصيل نه په يوه اوبل نامه ليري ساتي ، کله چي دجهاد خبره مطرح سي نوله بدمرغه لومړنۍ جهاد دښونځۍ اوښوونې دمرکزونوله ورانېدونه را پيل سي .


حقيقت خودادی چې یوازي ویښاوبيدار ولسونه کولای شي دسالم مشرتوب ټاکلواوروښانه راتلونکي لپاره لار پرانيزي، ځکه خومي وويل چي له دې ناورين څخه دخلاصون لپاره زموږ دټولنې ژمن روښنفکران، سياسي ګوندونه، مدني اوفرهنگي ټولنې،علمي اوسياسي شخصيتونه،ډله ايزه رسنۍ،دولتي سازمانونه اوانستيتيوتونه ملي دنده او مسؤلیت لري چې هيوادته د دغه ورپېښ ناورين څخه دخلاصون لاره ولټوي .مگر متاسفانه اوپه ډير افسوس چي داټول نهادونه اوټولنزبنسټونه تر يوه بريده زموږ دولس دکورنيو اوبهرنيو دښمنانودگټو دساتلو ترسيور اوتاثير لاندي  شپې سباه کوي ،وطن ئي داورپه لموکښي سوځي اودوي په خوښيو کي ډوب دي ،وخت غنيمت بولي . ومن الله التوفيق