کوچنی اختر مو مبارک سه

د لراوبر اداره | اگست 30th, 2011


د لراوبر ويبپاڼي اداره خپلو ټولو درنو لوستونکو ، قلمي همکارانو ، د لراوبر افغان وطن ټولو ليکوالو ، فرهنګيانو ،اديبانو ، شاعرانو ، د پوهي او ادب مينه والو او ټول افغان ولس ته د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت د زړه له کومي مبارکي وړاندي کوي .


دڅه د پاسه درې لسيزو خونړيو جګړو ټولو قربانيانو ته د نيکمرغه راتلونکي په هيله د لراوبر افغان وطن د ټولو شهيدانو سپېڅلو ارواحونو ته د لوی خدای جل جلاله په دربار کي د مغفرت لاسونه پورته کوو ، کونډيانو ، يتيمانو او پاتي دوستانو ته يې چي د اختر ورځي د خپلو زړه ته نژدې کسانو د نستوالي له امله په وير تيروي ، د څښتن تعالی جل جلاله د جميل صبر او زغم غوښتنه کوو .


لوی خدای جل جلاله دي په لراوبر افغان وطن او ټوله نړۍ کي د سولي ، امن او سوکالۍ رڼا تلپاتي کړې .


يو ځل بيا دي ستاسو ټولو اختر مبارک سي .


په درناوي


عبدالله احسان






نور پيغامونه :


2011-08-29  
ملامحمدعمر: طالبان د قدرت انحصار نه غواړي (پيغام)


2011-08-30  
حامدکرزى : ځوانانو زدکړي وکړئ! (پيغام)


2011-08-30  
حکمتيار: د امريکايانو ادعا د خندا وړ ده (پيغام)


 

Copyright Larawbar 2007-2024