کور / تازه خبرونه / په كندهاركې دسفماغونډه وسول

په كندهاركې دسفماغونډه وسول


په كندهاركې دسويلي اسيادژونالستانوخپلواكې اداري سفماخپله لمړي ناسته وكړه اوپه سيمه كي يې دژونالستانوپه وړاندي دپرتوستونزوپه اړه خبري وكړي .


په كندهاركې ددغې ادارې استازي فضل الرحمن وايې چې دلوي كندهاردژونالستانودمسلكې پوهي دلوړولو په لړكې دهلمنددسمون په نامه دسيمه يزي راديويوتن كاركونكې پاكستان هيوادته ليږي دي اودغه رازبه يوبل تن هم په ورته پروګرام كې يوه بل بهرني هيوادته ويليږي .


دسفماپه غونډه كې خبريالانودخپلوژوناليستيكې چاروپه وړاندي اوپه ځانګړي توګه دراپوردترلاسه كولوپه  برخه كې دچارواكودناسم چلندپه اړه خپلي انديېښني بيان كړي .



غوڼدي پريكړه وكړه چې په سيمه كې به دخبريالانوپه وړاندي دپرتوخنډونودلري كولوپه موخه يوپلاوي دكندهارله ټولواداري چارواكوسره  ليدنه كوي .


دسفماپه ناسته كې په كندهاركې درامنځ ته سويوپېښواوپكې دژوناليستانودزيانونوپه يادونه سره له ژوناليستانوڅخه غوښتنه وسول چې دراپورجوړولوپرمهال دي  دخپل ځان دساتني لپاره زياته پاملرنه وكړي .


سفماله تيرودومياشتوراهيستي په كندهاركې خپله څانګه پرانيستي چې دايي لمړني عمومي  كاري ناسته وه .