کور / هراړخیز / دقسطنطنیی (استانبول) دنیولو په زړه پوری داستان ۲۵مه برخه

دقسطنطنیی (استانبول) دنیولو په زړه پوری داستان ۲۵مه برخه

ددې تاريخي ناول تېره برخه له دې ځایه ولولئ


دلمر  د پریوتو  لږ څه دمخه ، قاسم  چاته د څه ویلو  پرته د رومیل د کوره  ووت . او دکلي څخه  لږ څه لرې  د کجورو د ونو تر شا و درید. هغه کولې  شو دد ې  ونې  د تنې  څخه  د اړتیا په وخت کې  ډیمونان تر  څارنې لاندې ونیسي . د  ونې  سره دهغه  د دریدو  انداز  بلکل  عام اوساده شانته و .


هلته په کور کې  رومیل د بریټا څخه وپوښتل  : « اوهو ! …. مورګن  چیرې ولاړ .  هغه  خو تر اوسه پورې همدلته  ولاړ و ….»


« هغه  د اړتیاوړ  سامان د اخستلو له پاره وتلې دې . ژر  به بیرته  راستون  شي .»


بریټا په دې پوهیده چې قاسم د څه له پاره  ددې ځآیه ولاړ . بریټا د مقدس  پلار  ډیمونان دراتلو تر مخه  په ځان  اوبه تیرې کړې  ، پاک کالی  یی واغوستل  او ځان  یی  پوره ښایسته کړ ، تر څنګ  یی  د ښې لاس  په ګوته  یی دمارسی ګوته  ور ننویسته . هغه تیاره  شوه  اوبیرته  کمرې ته راغله . نو رومیل ترې په خندا  کې وپوښتل :


« واه  قسمته ! ….نن د مقدس  پلار د راتلو  په خاطر مونږ ته هم  ستا  دښایست   او ښکلا دکتلوچانس تر لاسه شو …»


بریټا ورته  په خندا  شوه  .  خو رومیل دهغې په ګوته  باندې  ددې نوې  ګوتې  په کتلو ورڅخه وپوښتل  :       « اوهو ! …دا څه دي ؟ دا دومره ښکلې  ګوته دې  د کومه کړې  ؟ ….. ایا اخستې  دې ده ؟  …»


بریټا سمدلاسه  ګوته  د بل  لاس په ګوته پاکه کړه  او ویی ویل : « هو !  په ډیر مناسب قیمت  مې را نیولې ده . ما یی  چې کله  ښایست وکوت نو ر ا ومې نیوله .»


نن د رومیل  زوې  سلطان مراد هم  د باغونو شهزاده  معلومیده . بریټا د ډیمونان  له پاره ډیرښه خوراکونه جوړ کړي و . په هغوې کې د   اوزې  د وریتوکړو  ورنونو څخه  نیولې  د  مرغابیو  تر  وریتو غوښو پورې  هر څه موجود و.


دلمر د پریوتو څخه  لږه شیبه وروسته   د ایاصوفیا دسپنیوپردو لرونکې  مخصوصه ګاډۍ  درومیل دکور مخې ته و دریده  ، لا تر اوسه پورې  تیاره دومره  نه  وه راخپره شوې  ، قاسم د ونې  د ډډ  تر شا دمیلمنو جایزه  اخسته . تر هر څه لمړۍ  دوه ځوانې  راهبانې   دګاډۍ څخه  راکیوتې  اودهغوې تر شا چې کوم  شخص د ګاډۍ څخه  خپله پښه  لاندې  کیښوده  نو دهغه په کتلو سره  دقاسم  ټول  حسونه  سره را ټول  شول. دقاسم  هر رګ د قهر اوغصې  څخه  رپیده . دهغه تر مخه دهغه پخوانې دښمن  ابوجعفر ولاړ  و ،که هغه  غوښتلې نو هغه  کولې شو چې مخته راشي او خپل دښمن ابوجعفر هملته له منځه یوسي . خو دصبر څخه یی کار واخست .


ابوجعفر بطریق  په ډیر  ښه لباس   ملبس  و . دا د ایاصوفیا  مخصوص  لباس و . دابوجعفر سره راغلې دواړه  ځوانې راهبانې هم  د ایا صوفیا په  مخصوص  لباس  کې  را نغښتې  وې . دهغوې په سرونو باندې د سور رنګ  سکارف  ( دستمال )  تړلې و. اودهغوې د حرکاتو څخه  څرګندیده چې هغوې د ابوجعفر سره   کارونکې  اودهغه  دخاصو  راهبانو څخه  دي . دوې ټول دننه ولاړ ل . د چرچ  خاصه  بګۍ د رومیل دکور تر مخه ولاړه وه .  د بګۍ  کوچوان  څو قدمه مخته ولاړ اوخپله بګۍ  یی په یوه ازاد  ځاې کې  و دروله  ، اود بګۍ  د اخري برخې څخه یی  شنه واښه  را  وویستل  او  دبګۍ  آسونو ته یی واچول ، دا بګۍ  دوه  تکړه اوغښتلو آسونو  پورې تړلې وه .  دوې ټول دننه ولاړل  اوددهغوې ددننه تللو څخه  پوره وخت تیر شوې و، په دې  وخت کې قاسم  هم د  هغې ونې د ډډ  څخه په ډیر  احتیاط  سره  راووت  ،  قاسم په ډیره  بې پراهۍ سره  مخته راغې او درومیل ددروازې  شاته را ورسید. اوبیا  په ډیره  بیړه  ډیوډۍ ته ورننوت .  لا تر اوسه د ډیوډۍ  مشال  نه و  روښانه شوې .  قاسم  د یوه کونج  څخه د دننه ځاې  څارنه وکړه  ، ټول خلک  په خونه کې په خپلو خپلو ځایو ناست و . قاسم  په پوره احتیاط سره ولاړ او  تر څنګ  خونې ته  و رننوت .دلته  هم  لا تر اوسه پورې  مشال  نه  و روښانه شوې . خو دمیلمنو خونه د درې  څلورو  چراغونو په واسطه روښانه شوې وه . ددې ځایه دمیلمنو دخبرو اوازونه  په  پاکه توګه  تر غوږو  راتلل .


قاسم د یوې دروازې  د سوري څخه هغوې  کتلې شول . په دې خونه کې ډیمونان ، دهغه  راهبانې ، رومیل او بریټا ټول ناست و .  د سولټن په لاسو  کې  د ګلونو  یوه ګیډۍ وه چې لږ  وروسته یی دمقدس  پلار تر مخه وړاندې کړې  وه اودهغه  نه  یی ډیره مینه  تر لاسه کړې وه . قاسم  هغه وخت  ډیر  ډاډمن  شو چې ویی کتل چې بریټا بلکل  اندیښمنه  نه ده . او په ځانګړې  توګه  هغه وخت کې ، چې  ډیمونان ترې  وپوښتل:


«  اوهو !  زمونږ د  ګرانې  لور  بریټا  هغه  شتمن   او رئیس  ورور  چیرې دې  چې دمقدس  جنګ  له پاره مونږ ته  نذرانه  راکول غواړي  او دچا له پاره  چې مونږ  دغه  بلنه  منلې  ده …»


رومیل  په بیړه ځواب ورکړ  « مقدسه پلاره ! مورګن  د بریټا کوچنې ورور دې ….. مونږ  فکر کاوه  چې  ستاسې په راتلو کې به پوره  ځنډ  راځی ، په دې خاطر هغه د  څه  سامان داخستو له پاره  بازار  ته تللې دې . خو تاسې ډیرژر  را ورسیدئ  په دې خاطر مونږ  ستاسې  تر مخ  دمورګن  په نه موجودیت  باندې  خجالت  باسو .


« نه  زویه  ! … تاسې ته د خجالت د ویستلو اړتیا  نه شته …. هیڅ  خبره نه ده … مونږ به  دهغه انتظار وکاږو .»


کله چې  ډیمونان دا خبرې کولې نو  بریټا قصدا  د مارسي  ګوته په خپلو ګوتو کې خوځوله ، په ښکاره توګه  هغه داهر څه   دارادې پرته ترسره  کول ، دډیمونان  سترګې سمدلاسه د مارسی  په ګوته و نښتې ،خو اول یی څه  خاص  محسوس  نه کړل ، بریټا د ډیمونان تر مخه  په  پوره ادب او درنښت سره ناسته وه . قاسم  په زړه کې  بریټا ته  دعاوې کولې ، خو لږه  شیبه  همغه څه وشول چې  ګمان  یی کیده .  د ګوتې  دبیا بیا خوځولو په اساس دډیمونان  فکر د  یادونو  پخوانیو دریچو ته ولاړ . او یو ناڅاپه یی په ذهن کې  څه  را وګرزیدل .  هغه ته د مارتها  ګوته  را په زړه شوه …..


   اوهو! … دا خو هماغه  ګوته  ده چې  البانوي کنیزې  مارتها  به هر وخت  په ګوته کوله …. داسې  انګیرل کیده چې هغه ته دپخوانیو وختو قصې  راپه یاد شوې دې . دهغه دماغ  سخت  ټکان وخوړ  . اوپه حیرانتیا سره یی  د ګوتې په لور  کتل پیل کړل . هغه په دې فکر کې  ونښت چې د مارتها ګوته  د  بریټا لاسو ته څه ډول  راورسیده . دهغه  شاطر  ذهن  یو ناڅاپه  سیخ شو او د بریټا دغه بلنه یی  د یوې بلې زاویی  څخه  هم و څارله . خوبیا یی هم صبر و نه شو  اوبلاخره یی د بریټا څخه  وپوښتل :


« ګرانې  لوري ! …. زه وینم چې   د خپل لاس دګوتې سره په پرلپسې توګه  لوبې کوې ،داسې بریښې  چې دا ګوته درته ډیره  ګرانه  اومحبوبه ده ..»


د ډیمونان د پوښتنې  انداز دهغه دشیطاني ذهن  غمازي کوله . بریټا په خپلو هڅو کې بریالۍ شوې وه . ډیمونان دمارسي ګوته پیژندلې وه . بریټا د  ډیمونان خبرو ته  بلکل عام اومعمولي ځواب  ووایه .


« مقدسه پلاره ! ….. ددې ګوتو د اخستو  یوازې  څو ورځې کیږي ، زما په ګوته کې لږ څه  تنګه ده .  په دې خاطر  یی  کله کله   هسې  بې  له  فکره  دسهي کولو  هڅې  کوم . …..زه دخپل دغه حرکت په اړه  بښنه غواړم »


اوس نو بریټا د ګوتې  خوزول  پریښول ، او د ډیمونان سره  د راغلیو  راهبانو په لور یی توجه وکړه . خو دډیمونان  ذهن  په پوره  توګه  د مارسي د ګوتې  سره  را نښتې و .  بریټا ورته  ددې ګوتې د اخستو خبره کړې وه  په دې اساس د ابوجعفر  ټول غیر ضروري  شکونه  لرې  شول . خو اوس هغه په  دې فکر کې  شو چې دا ګوته  دلته قسطنطنیی ته  څه ډول  را ورسیده . اوبیا څنګه  بریټا ته تر لاسه  شوه . هغه ټول هر څه  له یاده وویستل او  ذهن یی   د اوو کالو پخوانیو  یادونو لور ې ته ولاړ . بریټا د نوو ځوانو  راهبانو سره په  خبرو کې بوخته وه .  په همدې وخت کې ترې  ډیمونان  یو ځل  بیا وپوښتل :


« لورې  !  که زه  له  تا څخه  څه وغواړم …. نو ایا ته به یی مونږ ته  عنایت  کړې ؟ »


رومیل  دډیمونان دخبرې  څخه  نا ارامه  شو   او دبریټا ګوتې ته یی په غور  سره وکتل .   خوبریټا په ډیره ښه توګه ډیمونان ته ځواب  ورکړ .


« ولې  نه ! مقدسه پلاره  ! ددې مقدس  جنګ  له پاره  زه خپل ځان  قربانولو ته هم تیاره  یم …. تاسې حکم وکړئ »


« ماته د مقدس  جنګ  له پاره  نه ، بلکه د خپل ځآن  له پاره  یو څه په کار دي  »


رومیل  اوس  د پخوا  څخه نور  هم زیات  حیران  پاته  شو .  هغه په دې فکر کې  شو چې  اسماني پلار ته خو په  نړۍ کې دهیڅ  شې اړتیا  نه پیښیږي ،   بیا دا  بشپ  دبریټا څخه  څه غواړي . په همدې وخت  کې بریټا یو ځل بیا خپله خبره تکرار کړه .


« مقدسه پلاره !…..تاسې  زمونږ له پاره اسماني پلار  یاست .  دخپلو دنیاوي  بچیانو څخه  څه غواړئ ؟ زه ددې  غوښتنې  له پاره  په پوره نا ارامۍ سره انتظار کوم »


ډیمونان سخت  را نښتې و .  بریټا هم همداسې  خبره کړې وه چې هغه  پرې حیران  کړي .دا سهي وه چې د یوه راهب  له پاره  چې  ددنیوي   مسایلو سره هیڅ  ډول  اړیکي نه لری  نوبیا هغه دبریټا څخه  څه غواړی .  خو ډیمونان دبریټا څخه  دګوتې دغوښتلو  په  اړه  اخوا دیخوا کیده .  ځکه دا  د ښځینه ګوتې  له پاره  جوړه شوې  یوه کوچنۍ  ګوته وه. او دفکر  وړ خبره وه چې   د یوه نارینه  راهب  له پاره به  دداسې ګوتې  سره  څه دلچسپې وي .. حال داچې  نارینه  راهب  یوې خوا ته ،  د چرچ  راهبانې ښځې هم  زیورات  نه اغوندي . اوبیا  هغه ته د مارسي ددې ګوتې د غوښتنې  هیڅ   جواز نه و  چې هغه ددفاعې  خزانې  له پاره   کومکونه راغونډوی . خو هغه  پخپله بریټا ته ویلي و چې هغه دخپل  ځان  له  پاره  ترې  یوڅه  غواړي …. دبله اړخه  دا ګوته دومره  ارزښتناکه هم نه وه  چې ددفاعې  خزانې  له پاره یی  ترې  وغواړي . هغه  په همدې  فکر کې و چې  دګوتې خبره  څه ډول  رامنځته کړي ….د لږځنډ وروسته یی  اوږده  ساه واخسته  اوبیا یی په خندا کې وویل :


«  په اصل کې  ستا داګوته زما له پاره  د ډیرې  دلچسپۍ  سبب  ده . لمړۍ خو راته دا ووایه چې دا دې دکومه ځایه اخستې ده ؟ »


رومیل  په پرلپسې توګه په حیرانتیاو کې ډوب  پاته و . هغه دخپلې ښځې  بریټا په لور  په  پلټونکو سترګو کتل ، بریټا وویریده ….. هغې به څه ویلې واې چې ګوته یی دکومه ځایه اخستې ده . خو خپله اندیښنه یی پټه کړه اوسمدلاسه یی وویل : « دا  ګوته  ما تیر کرسمس  د غیر ملکې  سوداګرو  څخه   په یوه دکان کې اخستې وه .  مقدسه پلاره !  په دې کې  به څه راز  وي ؟ »


« ددې ګوتې  ځانګړتیا داده چې  دا  یسوع مسیح   دیوې  ریښتونې  خدمتګارې  ګوته وه ….. اوهغه  دیسوع  مسیح په  دین  باندې  قربان  شوې ده ….یعنې شهیده  شوې ده … دهغې نوم مارتها و . اوهغې یوه لور هم درلوده ….»


ډیمونان  دهمدې خبرې وروسته  خاموشه  شو  او دقاسم  ساه  دهغې په سینې کې ګرمیده . قاسم غوښتل چې ډیمونان  ژر تر ژره  د مارسي په اړه  څه نورې  خبرې هم وکړي . په  بې صبرۍ سره یی اړخه  بدلاوه را بدلاوه . د بله اړخه بریټا  هم نا ارامه وه . ځکه چې  ډیمونان دمارسي په اړه  په خبرو خبرو کې تم شوې و . بلاخره  بریټا  په خپله ترې  وپوښتل   :


« مقدسه  پلاره !…. ماته خو دومره  نه وه معلوم  چې دا ګوته به  دومره  عظیمه او ستره  و خیژي . مقدسه پلاره !  زه  داګوته  تا ته  نذرانه کول غواړم . خو که  تاسې  را ته  په دین مسیح  باندې  دقربان شوې  مارتها په اړه  لږ څه   هم ووایاست . ځکه تاسې  دهغې  د یادولو وروسته خاموشه شوئ .. زه هم دیسوع مسیح  وینځه یم . تاسې ماته دهغې عظیمې  ښځې اودهغې دلور  په اړه  هرو مرو  څه ووایاست .  »


ډیمونان د بریټا دخبرو د اوریدو وروسته  په ژورو سترګو هغې ته کتل . دهغه په  سترګو کې  مکاران  ځلا راپیدا  شوه . معلوم  نه ده چې هغه په کومو  فکرونو کې  ډوب  و  خوبیا یی هم د لږ شیبه خاموشۍ وروسته  یوه اوږده ساه واخسته  اوویی ویل :


« دهغې لور مارسي هم    د خپلې مور په څیر  د عیسوی دین  ریښتونې خادمه  ده …او د ایا صوفیا  مقدسه راهبه ده . ما همغې راهبې ته د تحفې په خاطر دغه  ګوته  له تا غوښتې ده ..»


ډیمونان د شونډو لاندې  په خندا کې دا خبره وکړه .. دهغه دخبرو په واسطه  بریټا او رومیل دواړه  سخت متوجه شول  ، بریټا ترې په حیرانتیا سره وپوښتل :


«څه ؟؟ ..دایاصوفیا مقدسه  راهبه ؟ ….  دهغې څه نوم دې ؟…. مقدسه پلاره !  زه دهغې  عظیمې مورد  لور او  د سترې مارسي زیارت کول  غواړم ….»


« سسټر میري …..دهغې نوم  سسټر میري دې . دتیرو اوو کالو راهیسې   مارسي په ایا صوفیا کې  دراهبې په څیر  دنده  تر سره کوي … خو دلته  هغه    دمارسي په نوم څوک  نه پیژني  ، ټول ورته  سسټر وایی . …. یواځې څو پخوانیو خلکو ته   دهغه  پخوانې نوم معلوم دې . د چرچ نورې  راهبانې ورته  سسټر میري وایی اودا دهغې  مذهبی نوم دې ……


دډیمونان دخبرو دپاې ته در سیدو سره  سم  بریټا ترې په ډیرې  جذباتي  توګه   وپوښتل :«  اوه ! ….بې چاره  سسټر میري !….. زه به دا ګوته  خامخا دهغې په خدمت کې د وړاندې کولو له پاره تاسې  ته  نذر کړم »


خواوس د ډیمونان سره دراغلیو  راهبانو په  سترګو  کې  حیرانتیا او استعجاب  را ځلیده . بریټا د همدې خبرو په وخت کې دخپلې ګوتې  څخه دمارسی  ګوته  را وویسته  اوپه لاس کې یی و  نیوله .  بیا پاڅیده اوپه  ډیر درنښت سره یی هغه  ګوته  ډیمونان  ته  وړاندې کړه . ډیمونان  هم په ډیره احساساتي توګه دمارتها دغه  یادداښتي  ګوته   واخسته .


د لږڅه وخت  لپاره  په خونه کې  پوره پوره چوپتیا حاکمه وه .  بیا ډیمونان   په خبرو پیل وکړ او د مارسي اومارتها  ټوله قصه یی  بریټا او په  خونې کې ناستو  خلکو ته  تکرار  کړه … دا هغه نازکه وخت  و چې قاسم  د  څنګ دکوټې څخه وتلې و . هغه ، هغه وخت  چې  دمارسي نوم  یی دسسټر میرې  په  نامه واورید  نو د کوټې  څخه ووت .  کله چې دهغه  غوږونو   قسطنطنیی ته دمارسی دژوندۍ اوسلامته  رارسیدلو خبر  واورید نو په وجود کې یی د جوش او احساس  په خاطر  لړزه  راغله .


د خپل محبوب  څخه د لرې کیدو   غم او درد  نن  یو ځل بیا  را ځوان شوې و . ځکه ، هغه د مارسی ډیره  زیاته  مینه اومحبت  کاوه .   د هغه په  فکر کې  هم نه وچې مارسي په قسطنطنیی ته  ژوندۍ او سلامته  را رسیدلی وي. هغه داسې انګیرله چې هغه  یی  اوه کاله دمخه  البانیی  ته وړې ده  اوبیا هملت  چیرې  بې درکه شوې ده . خو  کله یی چې واوریدل چې  مارسي دقسطنطنی د ایاصوفیا په  چرچ کې ده  نو د بدن  ویښتان  یی ودریدل …. هغه اوس دخپلې مارسي  سره  کتلې  شول….. مارسي  چې کله دهغه سره ووینی  نو  څه ډول احساس  به کوي . همدې  دردناکه  پوښتنو  هغه سرشاره کړې و . اوس  نو هغه ته  د څنګ په خونه کې د کیناستو اړتیا  نه وه .  هغه  سمدلاسه  راپورته شو اوپه پوره احتیاط سره نه یواځې د کمرې  څخه  بلکه د ټولې  حویلۍ  څخه بیرون  را ووت . اوس  یی  خپل  بل  قدم اخست . اوبل  قدم یی  لږ  څه وروسته   را ډاګیزه کیدونکې و .


دبله اړخه  هلته  په خونه کې هغه نازکه  حالات  را مخته  شوي و  چې دبریټا تر مخ  یی د قاسم  ټولې  پټې  را بربنډې کړې وې . قاسم خو تللې و  خو د مارسی د اصلی  قصې په اوریدلو سره  دبریټا  دپښو  څخه زمکه بیرون  تللې وه .  قاسم  ددومره  اوږده  پلان  د جوړولو په وخت  کې  دا خبره  له یاده ویستلې وه  چې  کله  چې  ډیمونان  بریټا ته  دمارسي اصلي  خبره وکړي نو دقاسم  ټول  رازونه به  را بربنډ  شي . او اوس خوبریټا ټوله قصه  اوریدلې وه . ددومره ستر راز  د  خبریدو وروسته دهغه  بدن  ټول  لړزیده  او سر  یی په ګرزیدو راغلې و. هغه د ډیمونان څخه اوریدلې و چې  څه  ډول مارسی د یوه  مسلمان  عسکر  قاسم بن هشام   په فریب کې راغلې  وه  ، ډیمونان ورته دا هم  ویلي و چې په لمړیو کې هغه مارسی  له ځانه سره  راتښتولې وه  ، خو تر څنګ  یی  ډیرې  نورې خبرې   پټې کړې وې . دنمونې  په توګه  دا  یی ونه ویل چې  هغه په  « اورنه »  کې شل کاله د ابوجعفر  په نامه  اوسیده  ، بلکه برعکس  ډیمونان  خپل  ځان د اورنه  د یو پادري په څیر  و ښود .  او دا  یی وویل  چې  هغه وخت  هغه په   اورنه کې  دباج ورکونکو اوعیسویانو دپادري په څیر  هلته اوسیده .


تر اوسه پورې  بریټا په دې  فکر کې وه چې هغه ددې خلکو تر مخه د مورګن  راز   را  برسیره کړي اوکه نه . په همدې  وخت کې  د کور  دروازه   چا و ټکوله .  په خونه کې ټول  خلک  سخت  متوجه  شول  ، په دې وخت ډیمونان  په حیرانتیا سره وویل : « ایا ستا  ورور  کور ته د راننوتلو په وخت  دروازه  ټکوي اوبیا راځي ؟ »


ددې پوښتنې په ځواب کې  بریټا او  رومیل دواړه حیران  پاته شول . رومیل  سمدلاسه پورته شو او دکور  ددروازې په لور  ولاړ  تر څو وویني  چې څوک  راغلې دې ؟   خوبریټا تر اوسه  هم  په مخمصې کې  راګیر  وه . هغې دا فکر کاوه چې  په دغه څنګ  کوټه کې  مورګن  پټ  ناست دې  د بله اړخه دهغه  ټول  راز  را برسیره شوې دې ،  له ځانه سره  یی  فکر وکړ   چې هسې نه چې   …. مورګن  د خپلو  رازونو د  رابرسیره کیدو وروسته  وتلې وي ، هغه  ډیره خفه  او غمژنه هم وه ځکه  مورګن  ورته  خور ویلي و.او په همدې خورولۍ کې یی  ورته درواغ  ویلی و اودخپل  مقصد  له پاره یی ترې کار اخستې و . بریټا د ویني غړپ  کړې و . خوپه خوله  یی  د څه ویلو  جرءت  نه کاوه .  لږه  شیبه وروسته رومیل  بیرته راستون  شو ، دهغه په لاسو کې  یوه  زیړه  څرمنیزه  لفافه وه ، دا  د بازنطینی  دربار  ځانکړې  لفافې  وې  چې د پیغاماتو د لیږدلو له پاره به یی ا ستعمالولې. ډیمونان د څرمی  لفافې  په کتلو سره حیران  شو  اوسمدلاسه یی د رومیل څخه  وپوښتل:  « دا څه دي ؟…. د ا خود  شهنشاه  له اړخه پیغام  ښکاري ؟ …..چاراوړ ؟ »


‌ډیمونان ډیر  بې صبر ه شوې  و . رومیل  لفافه  ډیمونان  ته ورکړه  او ویی ویل :


« ستا کوچوان  ته کوم  سپاهي ورکړې وه  .»


ډیمونان ته  په لمړي ځل  دا ډول   اتفاق  ور په برخه  شوې  و چې  د قسطنطنیی پادشاه  هغه ته په  څرمي لفافه کې  لیک ور  استولې و . هغه  په دې کار  ډیر حیران  هم و . ځکه  چې دا ډول  لفافې  به  هغه  ته  ددربار څخه  اوه کاله  مخکې   هغه  وخت  چې هغه په اورنه کې  و  راتلې . سمدلاسه  یی  لفافه پرانسته ،  اودهغې څخه  یی څرمنې  کاغذ  را وویست  او ژر ژر  یی ولوست . دا ریښتیا هم د شهنشاه  پیغام و . که څه هم  مهر  یی لږ څه پخوانې شوې و  خو د لیک په  پاې کې  اصلي  مهر لګیدلې  و . په لیک  کې  راغلی و :


مقدس پلار  ، ډیمونان !


دا  شهنشاهي پیغام دې ،  چې ته همدا اوس   ، په همدې  وخت کې دقسطنطنیی د شهنشاه  قیصر ، قسطنطین ،  په خدمت کې حاضر  شې  ،  په ډیرې  مهمې  او پټې  مسئلې  باندې  د خبرو له پاره  تاسې  دلته را بلل کیږئ.


فقط


شهنشاه  قسطنطین


دډیمونان  ذهن  د حیرانتیا څخه  نور  شکیده ….. ځکه تر ننه پورې  ورته داسې  کوم پیغام  نه وراغلې . لمړۍ  خو دشهنشاه قاصد د ډیمونان سره د کتلو نه مخته  بیرته  نه ستنیده . اوبیا دا لمړۍ ځل و چې شهنشاه  هغه  په دا سې بیړه  خپل ځانته  باله . خو  څرمیزه لفافې  او د شهنشاه مهر دا ډاګیزه کوله  چې لیکنه  ریښتونې ده .  ډیمونان  یوه  لمحه  هم ځنډ مناسب  و نه ګاڼه   او را پاڅید ، هغه د خوراک  له پاره رومیل او بریټا  څخه  بښنه وغوښته  اوبیا یی د شهنشاهی  پیغام عذر وړاندې کړ  او دهغوې  څخه  یی د تللو  اجازه واخسته  اودخپلو ښځینه  راهبانوملګرو سره یو ځاې  د شهنشاه دمحل  په لور  روان شو .


د ا چې  ماښام  څه وخت  شروع  شوې و  او شپه  څه وخت   پيل  شوې وه ، خو کله چې ډیمونان دخپلو راهبانیو سره  د رومیل  دکوره  ووت  نو په کوڅه کې پوره تیاره خپره  شوې وه . کوچوان  دکلیسا د ځانګړې   بګۍ  ددروازې  سره   تیار  ولاړ و . ډیمونان د کوچوان  ددې تیار  دریدو  په  اړه  هغه ته  په زړه کې  افرین  ووایه . او کوچوان  ته یی د څه ویلو  پرته  د بګۍ  شاتنۍ  پرده  پورته کړه   اوپه بګۍ کې سپور شو ، راهبانې  هم دهغه سره یو ځاې  سپرې شوې . ډیمونان  په ګاډۍ کې د کیناستوسره سم کوچوان  ته په لوړ اواز  وویل  :


« د شهنشاهي قصر په لور  ولاړشه  »


بګۍ د قسطنطنیی په سړکونو  ځغلیده . ډیمونان  نن  د پخوا څخه  ډیر  نا ارامه و. نن دهغه  شپږ م  حس  هغه  د نامعلومه پیښو څخه  خبراوه .او اوس دمارسي د ګوتې او د شهنشاه د لیک  وروسته  خو هغه  نور هم  ډیر احساساتی او نا ارامه  شوې  و.


ناڅاپه یی  احساس وکړ چې  دهغه  دغه  دپردې  بګۍ  په کوم  وران سړک  باندې  ځغلي .  ډیر زیات اندیښمن شو  او ویی ویل …دا څه دي ؟ …. کوچوان  مونږ کومې  لورې ته راوړو ؟  دا سړک  خو دشاهي محل لورې ته  نه ورځی . بلکه  د ښار  اسیایی برخې  ، کومې  لورې   ته  چې  ابنایی  فاسفور  س  دې  ، ور  ځې ، ددې لورې  خو قسطنطنیی ته کوم ګواښ  نه دې  متوجه .


دډیمونان بګۍ   اسونو د هوا  سره خبرې کولې اوپه  همدې لورې  روانه وه. ډیمونان  ډیر وارخطا شوې و.او اوس  هغه  دا محسوسوله  چې  دهغه  شپږم  حس  دکومو  خطراتو په اړه هغه  ته خبر ورکاوه . هغه  په ډیره اندیښنه  د ګاډۍ  کوچوان  ته  ورغږ کړ ..کوچوانه … کوچوانه ….کوچوانه ….!»


خو که کوچوان واې  نو دهغه  غږ  به یی اوریدلې واې . دهغه کوچوان  اوس  په دنیا کې  موجود نه و .  دهغه لاش د نوي کوچوان  تر  پښو لاندې پروت  و .


اوس نو ډیمونان  کوچوان ته  غږ  کول  بند کړل اوخپل  خنجر یی را وویست . اوغوښتل یی ددې خنجر په واسطه د کوچوان کار  و خلاص کړي . هغه  په روانې  ګاډۍ  کې دخپله ځایه پورته شو اود بګۍ  مخکینۍ پرده  یی  څیري کړه . په دې وخت کې  ددواړو  راهبانیو  رنګ  د زیړ  لرګي په څیر  ژیړ شوې و ، ډیمونان د بګۍ  مخکنۍ پرده  و څیرله اوغوښتل  یی د کوچوان پورې  ځان ورسوی . اوغوښتل یی د شا له اړخه پرې حمله وکړي . خو څرنګه چې کوچوان   په دې وخت کې  قاسم و ….اوهغه ددې ټول  پلان  جوړونکې و نوپه دې اساس  ددې کار  څخه  لا تر مخه  خبر و . کله چې  ډیمونان دشا له اړخه په قاسم  باندې وار وکړ  نو قاسم یوې لورې ته ښکته شو او د ډیمونان   ګذار  خطا  ولاړ . خو ډیمونان پخپله دقاسم  په  خواکې راپریوت ، قاسم سمدلاسه  په خپل  ښي  لاس دهغه  څټ  راتاو کړ ، اوس نو بګۍ هم  د ښار  دیوال ته ور نژدې شوې وه . قاسم  سمدلاسه په  خپل  چپ لاس  د بګۍ  داسونو واګې  راښکودې  او لږه  شیبه وروسته بګۍ  تم شوه . قاسم  د ډیمونان څټ  دومره سخت  نیولې و چې   ډیمونان و نه  توانید  په هغه باندې  دخپل خنجر بل ګذار  وکړي . قاسم   خپل مخ په  تور نقاب  کې پوښلې و .  په دې خاطر  ډیمونان قاسم  و نه شو پیژندلې . کله چې بګۍ  و دریده نو قاسم د ډیمونان د خنجر  لاس  و مروړه   ، د ډیمونان خنجر د بګۍ  په منځ کې ولوید….راهبانې  دومره ویریدلې وې  چې ددې ځایه  دوتلو اوتیښتې هیمت  یی هم   له لاسه ورکړې و . اوبیا  داټول هر څه  په ناڅاپی توګه  مخته راغلي و .


قاسم  د ډیمونان  څټ  په همغسې  سختۍ سره نیولې  و ، د بګۍ  څخه یی را ښکته کړ او د دیوال په لور یی ورټیل واهه  ، هلته  ددیوال  د تیږې  سره  د ډیمونان دسر  دلګیدو  نه وروسته ډیمونان  هملته  لاندې  پریوت . اوس نو قاسم خپله توره  راویستلې وه.  معلومه  نه ده چې دقاسم توره به د څومره کالو راهیسې  د ډیمونان  وینو ته  تږې  وه ، دهغه  ډیمونان  ، چې  شل کاله  هلته د عثماني سلطنت د ستر خطیب  په څیر  یی په سلطنت کې دبغاوتونو د راپارولو  له پاره  هڅې کړې وې او مسلمانانو  ته یی فریب  ورکړې  و   اوبیا یی د قاسم  ورندار  سکینه   دهمدې  بغاوتونو په پایلو کې  شهیده کړې وه . دقاسم په ذهن کې  دهغه  ټول  جرمنونه  را ګرزیدل خو دډیمونان د ژولو تر مخه  قاسم  دواړه  راهبانې  د بګۍ  څخه  را ښکته کړې  او د ډیمونان سره یو ځاې د ښار  دیوال ته و درولې . اوس هغه  غوښتل  ابوجعفر ته  د مرګ  سزا ورکړي  خو په هغه یی  دپریکنده  وار کولو نه مخته دخپله مخه  نقاب   پورته کړ .


اوس نو قاسم د ډیمونان  مخته ولاړ و…. دواړه  پخواني اشنایان   داوو کالو وروسته یو دبل  مخې کې ولاړ و . ډیمونان سمدلاسه قاسم و پیژانده  ، بیا  ورته  قاسم  وویل :


« ابوجعفره !  …..ته به په  یقین  سره   ما پیژنې ،ماتاته ویلي و چې ستا مړینه  زه  په خپله  توره  لیکم . اوس  ګوره  ، زه دخپلې ژمنې د پوره کولو له  پاره ستا ښار  اوستا کور  ته راغلې یم ….. اوستا تر مخه  ولاړ یم … داخري  ځل  له پاره  دخپلو ګناهونو څخه  توبه وکړه . ځکه چې ستا  ګناهګانې ډیرې  زیاتې دي ، شوني ده چې ددې توبې په واسطه به  یی څه  در ته وبښل شی .»


د ډیمونان  ټول  جسم  سخت  لړزیده . ځکه نن ورته دخپلې  مړینه په اړه  سل  په سله  ډاډ  ورپه برخه و . هغه دقاسم په مخکې  په  ژړا او فریاد سره وویل :


« قاسم بن هشامه …..دخداې  له پاره ما مه وژنه …. ماته بښنه وکړه … ته چې له ماڅخه  څومره دولت اوشتمني غواړې  زه یی درکولو ته تیار  یم  خو ماته بښنه  وکړه ….»


خو قاسم دلته د  ذاتي  بدلې  اخستلو له پاره نه و  راغلې . او ه راغلې وې  نو دهغه  د ژړا  اوفریاد په واسطه به یی هغه ته بښنه کړې وې . هغه  خو د یوه ډیر  ستر  مقصد له پاره دلته راغلې و . اوهغه د ډیمونان په وژلو سره  تر سره کیده . قاسم دډیمونان د ژړا اوفریات  لورې ته  هیڅ  توجه  و نه کړه  اوپه یوه ګذار  یی دډیمونان کار پاې ته ورساوه . د ډیمونان سره  لاندې  د ښځینه راهبانو  په پښو کې ولوید. هغوې  یو وارې  چغې اوسوری  جوړې کړې ،اوس نو  قاسم ته  یو ناخوښه کار کول  هم  ور په غاړه  و . هغه باید دغه دواړه  ښځینه راهبانې هم له منځه یوسي  ځکه  چې دهغوې  څخه  دراز  د راڅرګندیدو ویره  وه ….. په همدې  اساس  یی  زړه  سخت کړ اودواړه  ښځینه راهبانې یی   هم یوپه  بل پسې له منځه  یوړې .  بیا یی دهغه ځایه د راستنیدو نه مخته  د  ډیمونان کالي  ولټول   اودمارسی ګوته یی  ترې  بیرته راواخسته ، ددې وروسته قاسم یوډیر عجیبه کار وکړ ، دخپله  جیبه یی  د رومن کتولیک   یو صلیب  راوویست ، دا صلیب  د سرو زرو  څخه  جوړ  شوې و . هغه  یی د ډیمونان  په لا س کې داسې  و رکړ  لکه  د مړینی څخه  مخته  چې  ډیمونان  دقاتل سره  لاس  و ګریوان  شوي وي  خو وروسته یی  هغه د ډیمونان دلاس  څخه  بیرته واخست او د یوې  راهبې په لاس کې  ورکړ …..په حقیقت کې ددې راهبې  لاش   په یوې داسې  زاویی کې   غورزیدلې و  چې په قاتل باندې  یی  حمله  را څرګندیده . اوس  نو قاسم د خپله کاره  فارغه شوې و . خپله توره یی  په تیکې کې کیښوده ، خپل  کالي یی لرې کړل  ځکه هغه  په وینو ککړ شوې و  ، هغه ددې کالیو لاندې نور کالي درلودل   اوس نو  قاسم د بګۍ  څخه  یو آس  را پرانست  اوپرې  سپور شو ، لږه شیبه وروسته  هغه دښار په لور بیرته  ور  روان و . دښار د منځه د تیریدو په وخت کې قاسم   دخپل  په وینو ککړ لباس  څخه  چې په لاسو کې  یی نیولې  و  ، ځان خلاصول غوښتل .  کله چې دښار  ګنده  لښتي   ته ورسید نو په دې لښتې کی  یی خپل  په وینو ککړ  لباس   ور  واچاوه .  دهغه ځایه  د لږ  څه تلو  وروسته یی  دبګۍ  آس  هم  په یوې تیارې  کوڅې  کې  پریښود ، اوس  نو قاسم  سره   د  په وینو ککړې تورې  پرته  بله  څه  کومه  نښه  نښانه  نه وه پاته . قاسم فکر وکړ  چې توره به  هلته په کور کې پاکه کړي .


قاسم  ته نه وه  معلوم  ، چې په بریټا باندې  څه ډول  انقلاب  تیر شوې د ې. ځکه بریټا  دهغه د اصلیت  څخه  خبره  شوې وه . خو قاسم  په پوره بې خبرۍ سره دکور  په لور  روان و . نن  قاسم دخپل  مشکل اوستونزمن پلان  لمړۍ برخه په ډیره ښه توګه  پاې ته رسولې  وه .  قاسم  نن هغه وخت  دکوره  ووت  چې دمارسي  ذکر  یی واورید ، تر هر څه دمخه  یی  د شهنشاه  یو جعلي لیک   کوچوان ته ورکړ  او ورته یی وویل چې دا لیک  فادر  ډیمونان  ته ورسوي . اوبیا دا جعلي  لیک هم په حقیقت کې دشهنشاه  یو پخوانې  لیک  و   چې  اوه کاله مخته شهنشاه  د ډیمونان په نامه لیکلی و .  په هغه  وخت کې  قاسم په اورنه کې  شاهي سراغ  رسانه و. اودالیک یی  لاسو ته ورغلې و ، خو هغه  وخت  ډیمونان د  اورنه  څخه  تښتیدلې و .  قاسم  یوه ورځ  مخته  همدا لیک دخپلو کالیو څخه  را  وویست  اود یوه  تیزې  پترۍ په  واسطه یی دهغې  لیکې خرابې کړې  او په ځاې یی په  لاطینی  ژبه کې  څه  نوې  کرښې  پرې و ښکلې . اوپه دې  توګه  قاسم   دشهنشاه  اوه کاله  پخوانې  خط  په  ډیره ښه توګه  استعمال کړې و .


کله چې  قاسم دا لیک کوچوان  ته ورکړ  ، نو پخپله د بګۍ  شاته  پټ  شو  اوکوچوان  یی تر څارنې لاندې ونیو . کوچوان  نیغ ورغې اود رومیل دکور  دروازه یی  ور وټکوله ….. اوبیا  کله چې  کوچوان د لیک د ورکولو نه وروسته  بیرته راستون شو نو قاسم پرې  حمله وکړه  او ګردن  یی ورمات کړ .


دا ټول  هرڅه  سهي و  ، خو قاسم دبریټا  د زړه  نه بې خبره  و . بریټا په دې وخت کې هم په خپله بستره باندې  پرته وه  او  ددردمن  زړه  ددرد د هیرولو هڅې  یی کولې . د سترګو یی اوښکې  راتلې  ، دهغې تر څنګ ولاړ رومیل  ډیر  اندیښمن  و  ځکه چې هغه دحالاتو د حقیقت  نه  بې خبره و. په دې اساس  یی  دبریټا څخه په ډیر  قهر وپوښتل :


« بریټا ، نور  نو   بس دې .  تا مقدس  پلار  ته دخورا ک  له پاره  بلنه ورکړې وه   څه وشول که هغه دمجبورۍ  له مخې  زمونږ  دعوت  و نه خوړ ….  دمورګن  په اړه هم غم  مه کوه . هغه  خو هسې هم  اواره  انسان دې .  د سهار نه تر ماښامه پورې  دښار  کوڅه   کوڅه  لټوي ….  پریږده  چې راشي … نن  به یی زه پوښتنه وکړ م .»


د رومیل اخري خبره  د بریټا په زړه باندې لکه د نشتر   په څیر  ولګیده . هغه  په دې  پوهیده چې مورګن  به له دې وروسته  بیرته دلته   رانشي . هغه خو یو مسلمان  جاسوس   قاسم  دې . هغه غوښتل  چې د فادر ډیمونان څخه  اصل قصه واوري  ،هغې ته بلکل  دا ډاګیزه شوې  وه  چې هغه مورګن   نه بلکه  مسلمان  جاسوس دې ، هغې  دا  فکر  هم کاوه  چې  که چیرې  قاسم  یی کورته  راشي نو څه ډول  عکس العمل  به ورته ښیئ ،  دهغه  زړه  دا ویل چې هغه  باید  ووژل شی  ، ځکه چې مورګن  ورته په درواغو خور ویلي و .او فریب  یی ورکړې  و .


اوبیا  درومیل خبره سهي  وختله . لږه شیبه وروسته  بریټا دخپل کور په دروازه باندې همغه  مخصوص   ټکار  احساس کړ   چې  قاسم  به  د راتلو په وخت کې  کاوه . یو ناڅاپه یی   راټوپ کړ اوکیناسته . زړه یی په زوره  زوره  درزیده …… بیا یی  دا فکر  وکړ  چې  ایا هغه  دغه مسلمان  جاسوس  وژلې شي … خو هغه دا هر څه د رومیل  څخه  پټول  غوښتل . هغه  په  همدې   کشمکش کې وه چې  رومیل  قاسم لاس نیولې  خونی ته راننویست …..دبریټا سترګې په قاسم و نښتې   سمدلاسه په خپله  بستره باندې  را پاڅیده  او کیناسته . سولټن په همدې  بستره دخپلې مور سره یو ځاې  په خوابه  خوب  ویده و …..شپه ډیره تیره شوې وه . اوس نوبریټا  قاسم ته  همداسې په  زیر  سره  کتل . قاسم  د بریټا د پرلپسې  تیزو کتلو څخه   وویرید او هغه یی ځانته  یو ګواښ  وګاڼه .


« بریټا خورې ! …. خیریت  خودې ؟ ….. داسې  بریښې  چې دمقدس پلار  دعوت  ډیر ژر  پاې ته ورسید. ما به  څه  کړې و . زه  خو ددې ځایه د لږې شیبې له پاره ولاړم   خو کله چې بیرون ووتلم  نوهغه وخت   حیران  پاته شوم  چې د رومن کتولیک  پادریان  مې وکتل  چې په ښار کې  ازاد ګرزیږي او دخپل مذهب  په لور خلکو ته بلنه ورکوي ، ددې حالاتو په کتلو سره  زه  ډیر  غمژن  شوم  او دهغوې  څخه د یو څو سره مې بحث  پیل کړ . همدا علت  دې چې  پر ما  نا وخته شو . دلته په راتلو سره  را ته څرګنده  شوه  چې پر ما نا وخته شوې دې ، ځکه دلته راڅخه  دعوت هم تیرشوې  و .»


دقاسم دخبرو په اوریدو سره خو رومیل  خندل  خو دبریټا په مخ کې  کوم  بدلون  رانه غې . او راغلې به څنګه و . ځکه  هغه  خو اوس د ټول  حقیقت  څخه  خبره شوې وه . بریټا په ډیر غور  سره دقاسم په  لور کتل . …. قاسم  شرمنده  شانته  شو او خپلو  اړخونو ته یی  کتل . …..بلاخره یی وویل  : « بریټا خورې !…. داسې  بریښې  چې ته له ماڅخه ډیره  زیاته  ناراضه  شوې یی .  زه  له تاڅخه  د زړه  له کومي  بښنه  غواړم  او ژمنه کوم چې په راتلونکې  کې  به تا  له ځانه  نه  خفه کوم .»


خو بریټا د ټس  نه مس  نه شوه . یعنې په حال کې یی کوم  بدلون   رانغې . اوس نو قاسم  ته هم  اندیښنه  زیاته شوه  او فکر یی  وکړ چې  هرو مرو کومه خبره  شته . را وګرزید او رومیل  ته  یی وکتل .  خورومیل  په  خپل  همغسې  سادګۍسره ولاړ و او خوله یی دخندا نه وازه  وه …..قاسم یو دوه  قدمه  ور وړاندې  شو او دبریټا تر څنګ   و درید. اوس نو هغه د بریټا په سترګو کې  ور لیدل ، دلته خاموشي نه وه ،  بریټا یواځې په خپلو شونډو  خاموشه وه. خو سترګې یی ؟…… سترګې یی  د درد ، تکلیف  ، غم او اذیت  له لاسه ډیرې  سختې شوې وې . قاسم د لمړي  ځل  له پاره دا احساس کړه چې د بریټا  دغه  قهر اوغضب  دکوم  علت  پرته  نه دې. هرو مرو کومه داسې  خبره  شوې ده  چې بریټا  پرې  دومره  په غضب  شوې ده . اوس نو رومیل  هم تر  یوه حده  پورې  بدل شوې و . قاسم یو قدم  نور هم ورمخته شو ….او خپل  یولاس  یی ور  اوږود کړاو  د بریټا په اوږه  یی کیښود  تر څو  هغه  راضی کړی . خو بریټا داسې  یو حرکت  وکړ چې  قاسم اورومیل یی دواړه حیران  کړل . بریټا دغم اوغصې  ډک  انداز  کې لاس  را  اوږود کړ او قاسم  یی دګریوانه و نیوه  او په سختۍ سره   یی راښکود او په چغو چغو کې  یی ورته وویل :


«  درواغجنه ، مکاره ، دوکه  بازه …..تا د یوې  خور  اعتماد  ته  دوکه ورکړې ده ….اوبیا ریښتونې  خور ته …. زه به هیڅکله هم تا  ونه بښم …. زما دسترګو اخوا شه …»


بریټا ډیره په غصه وه ، سلګۍ یی وهلې ..قاسم  بیا بیا درومیل په لور  کتل  ترڅو هغه  ورته اصل خبره  وکړي .. خو رومیل ته هم  دخبرې  حقیقت  نه و  څرګند . نوقاسم ته به  یی څه ویلې واې . هغه پخپله دخپلې ښځې  ددې حرکت  څخه  حیران  شوې و خوبیا هم ډیر ژر  رامخته شو اوبریټا یی   تر کنترول  لاندې راوړه .اوتسلي  یی ورکړه  :


« بریټا! ….بریټا! ….. ځان  سنبال کړه …. په تا څه وشول ….څه خبره شوې ده ؟  چې ته په مورګن  باندې دومره په غضب  شوې  یی. ؟  ماته  یی  هم ووایه  …بریټا! …..بریټا! ….»


خو بریټا داسې  ښکاریده  لکه هیڅ  چې نه اوري .  هغه د رومیل  په ورمخکی کیدو باندې  دقاسم ګریبان پریښود . خو سختې سلګۍ  یی وهلې  اوژړل یی .  بیرته  ولاړه او په بستره باندې کیناسته . رومیل  یی هم تر څنګ  کیناست . په همدې وخت کې  قاسم وویل :


« داسې  بریښې  چې دبریټا خور   طبیعت  ډیر خراب  دې .  پریږده  چې پر ما د خپل زړه بړاس  را وکاږي . هغه  ماته په قهر ده .  پریږده  چې خپله  غصه وکاږی …»


رومیل  هسې په یوه  بې نومه شانته  توګه  دقاسم لورې  ته وکتل . قاسم ته هم ډیره  عجیبه شانته ښکاره شوه . دبریټا سلګې  نورې  و دریدې . قاسم نور  هلته خبل ځان  غیر ضروري  احساساوه ، دهغه ځایه راووت اوخپلې  خونې ته ولاړ .تر هر څه لمړۍ  یی خپله توره د  تیکې څخه را وویستله  او دټولو  د سترګو پټه یی  ښه پریمنځله . اوس نو هغه بلکل  صافه اوپاکه وه . هغه دابوجعفر او دهغه دملګرو دوژلو اخري نښه  هم له منځه یوړه .  بیا یی توره  راواخسته  په دیوال  یی وځړوله  اوبیا  په  پوره ارام سره  ویده  شو . بیرته  کورته د راستنیدو وروسته دبریټا د کړچار په کتلو سره  قاسم  ډیر اندیښمن شوې و….یا الهي دا څه  پيښ  شول ..  په همدې  فکر کې وه چې په بريټا باندې څه  وشول؟   خو هیڅ  ځواب  یی په ذهن کې  نه راګرزیده .  په همدې  فکرونو کې ډوب  تر یو  وخته  پورې  اوخت را  اوخت  ، او کله چې  ورته خوب  راغې  نو دخوب  په ښایسته وادیو کې یی سترګې  پټې کړې .


بریټا ډیر  زیات  ژړلی و. په دې اساس  یی د زړه  ټول  قهر اوغضب  د ژړا  سره له منځه تللې و . هغې  تر ډیره پورې  ژړل  ،  رومیل  تر ډیره  پورې  دهغې  سر په خپل  زنګون  ایښې و  او ورڅخه  یی پوښتل چې اخر تر څه وخته پورې به   ژاړي    اوتر څه وخته پورې  به  په مورګن  باندې  په غصه وي . خوبریټا رومیل ته هیڅ  هم  نه ویل نه  غوښتل .  یواځې همدومره یی وویل  اوخاموشه  شوه :


«رومیله ! …..بس ماپریږده  چې  پریوځم ….. زما سر ډیر زیات دردمن دې …»


رومیل  بریټا په  بستره  باندې  پریښوده …. اوپه پوره مینه  یی دهغه په سر  زور کاوه . …لږه شیبه وروسته  بریټا په خواږه خوب ویده شوې وه .


خو  رومیل  ته خوب   نه راته . هغه به بیا  اړخ بدلاوه . دهغه  په ذهن کې دبریټا الفاظ  را ګرزیدل ….درواغجن ، مکاره ، فریبي  ، دوکه بازه …تا یوې  خور  ته دوکه ورکړې  دې …. هغه  په دې فکر کې وه چې اخر مورګن  بریټا سره  په څه کې دوکه کړې ده ؟ تر یوه وخته پورې  همداسې و او بیا دخرګوش  په خوب  ویده شو .


خو نیمه شپه وه چې  درومیل سترګې  خلاصې  شوې ….خپل اړخ  یی بدلاوه نو  حیران  شو  چې خپل ښځه  په  بستره ونه کتله ،  بریټا  به چیرې وي ؟ …. هغه  په فکر کې شو .  اوبیا  معلومه  نه   شوه چې دهغه په زړه کې به  څه اندیښنې  راټوکیدلې وې  چې  راپورته شو ، کیناست او بیا  په ډیره  پټه توګه   دخپلې کمرې  څخه راووت ،هغه غوښتل  بریټا پیدا کړې  دهغه په زړه کې دا راګرزیدل  چې  هرو مرو کومه خبره شته . هغه تر ټولو دمخه د مورګن  کمرې ته ورغې …. او کله یی چې وکتل  چې  بریټا په ریښتیا هم د مورګن په  کوټه کې ده   نو  په زړه کې یی  ډول  ډول  اندیښنو  سوړه  وکړه  ، په  ډیر احتیاط  سره  یی  قدم اخست  ترڅو  د قدم څخه  یی کوم اواز را پیدا نه شي ، لږه  شیبه وروسته هغه  د قاسم د کوټې  نه بیرون دکړکۍ سره ولاړ و . ددې ځایه هغه د کمرې  دننې  حالات   کتلاې شول  ځکه په کمره  کې  مشال  روښانه و .  رومیل وکتل چې بریټا دقاسم دبسترې سره نژدې ولاړه ده  اوقاسم  تر اوسه په بستره پروت دې  ، د رومیل  زړه ددې  منظرې په کتلوسره په درزهار  شو  اوساه  یی په سینه کې  سوزیدله  …ځکه هغه دمشال په رڼا کې  دکوټې دننه حالات  په  ښه توګه کتلاې  شول …هغه  وکتل  …… چې بریټا…… په قاسم باندې  ور پریوځې  …. اوبیا د قاسم دسیني په لور ورښکته کیږي …..


د رومیل  شونډې  او حلق  وچ  شوي و ….. ځکه معلومه نه ده چې بریټا د قاسم په سینې  باندې  دورښکته کیدو څخه  څه  مقصد لري ….. بیا  بریټا په ناڅاپي توګه   راپورته شوه …..ښې  لاس یی په هوا کې پورته کړ، رومیل  ته د بریټا په لاسو کې  یو ځلانده  خنجر تر سترګو  شو . خو  هغه هیڅ  هم  نه شو کولاې ….. ځکه چې بریټا په خپل  خنجر باندې  ….ګذار کړې و …. بریټا دخپل  ورور  په سینه   باندې  دخنجر  ګذار کړې  و ، په دې وخت کې رومیل  خپلې سترګې  بندې  کړې، ځکه  چې دا دهغه په  زغم کې نه وه چې  دمورګن  په څیر  یو روزل  شوې  عسکر  دې   دیوې  ښځې په لاسو په داسې  خوب کې  ووژل شي … خو هغې هیڅ  هم نه شو کولاې . هغه  خو  د نور  څه   د کتلو له پاره  راغلې و ….. خو دلته  قصه  بدله  تر سترګو شوه ، بریټا خو مورګن  وژلې و …..  خو دا  څه  و ؟ ؟ …..رومیل  یو بل  منظر  هم  وکوت ….. قاسم  بچ پاته  شو …. هغه وخت چې  بریټا د یوې خور په څیر د قاسم  تندې  ښکل کړ  …نو همغه  وخت د قاسم سترګې  خلاصې شوې وې  خو ځان یی بې خبره واچاوه . اوکله  چې بریټا د یوې  عیسوي  مذهبې په څیر د یوه مسلمان  جاسوس د وژلو له پاره خپل خنجر  په  هوا کې پورته کړ نو قاسم  په پوره توګه خپلې سترګې  پرانستې او د بریټا د خنجر لاس  یی  کلک و نیوه . بریټا په دې خاطر  په قاسم ور ښکته شوې وه چې هغې په   نړۍ کې همدا  یو ورور  درلود  اوغوښتل  یی دې ورور ته  په اخري وخت کې هم  خپله مینه ورکړي . خو بریټا د قاسم د تندي د ښکلولو نه مخته  تم  شوې وه . هغه   ته  دا  فکر پیدا شوې و  چې هسې  نه چې دغه چالاکه  قاسم را بیدار  نه شي ،هغې  خپله اراده  بدله کړه  او  په زړه یی تیږه  کیښوده او  د مسیح ددین  د پیروې  په څیر یی  دخپل دښمن کار  پاې ته رسوه . خو قاسم  لا دمخه  بیداره  شوې  و ، په  دې خاطر  یی په خپل وخت  دهغې  ګذار  تم کړ   او په خندا راپورته شو  .


« خورې  څه خبره  ده ؟ ….. له ما څخه  څه ګناه  شوې ده ؟ ….. چې  ته  دهغې ګنا په  بدل کې زما  ژوند ختمول غواړی …»


« ته …ته …  درواغجن اوفریبکاره یی .  تا د یوې خور باور  اواعتماد ته دوکه ورکړې ده . تا ماته دخپلې مینې  ددرواغو قصه کړې  وه او زه  دې  دمسیح ددین پر خلاف  استعمال کړې یم .  زه ستا د ژوند په  ختمولو سره   خپله دنده  تر سره کول  غواړم .  زه به هیڅکله هم تا ژوندې پرې  نږدم….»


بریټا  ډیره په غصه وه ، قاسم  حیران  پاته شوې و چې  اخر د بریټا تر مخه دهغه  راز  څنګه   رابر سیره شوې … هغه  په همدې  فکر کې و چې  بریټا یوځل بیا ورته وویلې …


« تا مارسي ته دوکه ورکړې وه . اوهغه د ې د مسیح ددین  پر خلاف  استعمال کړې وه ….. اوبیا دې ماته دوکه راکړه   او دخپلو ناولو مقصدونو له پاره دې  زه هم استعمال کړم . ماته  ستا حقیقت  ټول  را څرګند شوې دې … ته مورګن  نه یی  ….. قاسم  بن  هشام  یی ….»


اوس  نو دقاسم  له پاره ددې نه زیات  پټیدل مناسب  نه و . ځکه دهغې  ټول  رازونه را برسیره شوی و . تر یوه  وخته یی  خپل سر ټیټ کړ   ، بریټا ورته په ډیر غضب  سره کتل …. یو ناڅاپه  په ژړا  شوه  او سلګۍ  یی ووهلې .


« ما خو  له تا داهیله  نه درلوده  ،  ولې دې د همغه لمړۍ  ورځې څخه  راته ونه ویلې  چې ته مسلمان یی .بیا به هم زما ورور  واې . زما  خو مسلمانان  بدې  نه ایسي …..  واې …. یو هغه مسلمان و چې  د جنګ په دوران کې  یی  د فاتح لښکر  په څیر  زما  د کوچني دپیدا کیدو په وخت  کې  زماسره په وخت  مرسته کړې وه ، اویو ستا په څیر  مسلمان  وي  چې زما  د سادګۍ  نه یی ګټه پورته کړې  او دیوې خور  په څیر  یی ماته دوکه راکړې ده .


پرلپسی لري….