کور / تازه خبرونه / وردګ:دوه زده کوونکي د ماين ښخولو په تور ووژل سول

وردګ:دوه زده کوونکي د ماين ښخولو په تور ووژل سول

د ميدان وردګو چارواکي وايي  دسیداباد ولسوالۍ د حیدرخیلو په سیمه کې بیګاه دشپې ۱۰ بجې دوه تنو چې غوښتل یې دکابل – کندهار په لویه لاره دتخریبي اعمالو دترسره کولو په موخه ماین ځای پرځای کړي دایساف ځواکونو په یو هوایي برید کې لمنځه ولاړل او دنوموړو جسدونه  دملي پولیسو لخوا ولسوالۍ ته انتقال او بیا وروسته دسیمې مشرانو ته وسپارل شول.


دغه دوه  تنه چې یو یې صفت نامې دخانګل معلم زوی دخالد بن ولید دلیسې د ۱۲ ټولګي څخه فارغ شوې  او دنوموړي پلار هم په نوموړي ښوونځي کي معلم دی او بل یې عابد  دامیرګل زوی دنوموړې لیسې ۱۱ ټولګي زده کوونکي دي وژل شوې .


که څه هم چي نوموړي کسان دناټو په بريد کي وژل سوي خو سيمه ايزو چارواکو ويلي چي دوی هلته ماينونه ښخول او زياتوي چي دوی مخکي هم په وسله والو بريدونو کي لاس درلود .