کور / تازه خبرونه / کندهار: خبريالانو دخبرونو په نه پخلي چارواکي تورن کړل

کندهار: خبريالانو دخبرونو په نه پخلي چارواکي تورن کړل

په كندهاركې دسويلي اسيادژونالستانوخپلواكې اداري سفماخپله لمړي ناسته وكړه اوپه سيمه كي يې دژونالستانوپه وړاندي دپرتوستونزوپه اړه خبري وكړي .دسفماپه غونډه كې خبريالانودخپلوژوناليستيكې  چاروپه وړاندي اوپه ځانګړي توګه دراپوردترلاسه كولوپه  برخه كې دچارواكودناسم چلندپه اړه خپلي انديېښني بيان كړي .
غوڼدي پريكړه وكړه چې په سيمه كې به دخبريالانوپه وړاندي دپرتوخنډونودلري كولوپه موخه يوپلاوي دكندهارله والي سره  ليدنه وکړي .سفماله تيرودومياشتوراهيستي په كندهاركې خپله څانګه پرانيستي چې دايي لمړني عمومي  كاري ناسته وه . دسفما دننۍ غونډي پر مهال دزابل ولايت دچارواکو ناسم چلند ته ځانګړې ګوته ونيول شوه . دسفا مشر تابه دننۍ غونډي په ترڅ کې له ټولو خبريالانو وغوښتل چې په سيمه کې دي دناامنيو دپېښو پر مهال دخپل امنيت پام وساتي . غونډه دکندهار په لمر هوټل کې جوړه شوې وه او څلور دېرشو خبريالانو ونډه پکښي درلوده . دسپما دننۍ غونډي ګډونوالو حکومتي چارواکي په دې تورن کړل چې دخبري رسنيو مرسته نه کوي او پر وخت يې خبروته ځواب نه وايي .