په ږوب کي د اخترپه مناسبت مشاعره

رفيع الله مندوخېل | سپتمبر 5th, 2011


په ږوب کي دخراسان ادبي کاروان له خواداخترپه مناسبت يوه پرتمينه اورنګينه پښتومشاعره وسوه، چي په کي دسيمې په لسګونه شاعرانو، ليکوالانواودادب مينه والوګډون درلود .
مشاعره ماځيګرڅلوربجې پیل سوه اودماښام تراووبجويې دوام درلود.
دږوب په آفيسرزکلب کي جوړه سوې ددغې مشاعرې چي دوسې باران هم ورېده ،مشري دخراسان ادبي کاروان دصدرمحمدطاهرخوږمن هوتک پرغاړه وه . مشرمېلمه بيابشرمل ناصر وو .
له دوي سره پردريځ بارکوال مياخېل، نسيم ګل نسيم مندوخېل، رفيع الله مندوخېل او دګوملې مېلمه شاعرمحمدايوب انجم هم ناست وو .اودسټېج چارې مسرورموسی خېل اوستوري شېراني پرمخ بيولې .
دمشاعرې پيل سردارخان د قرآن دڅوسپيڅلوآياتونوپه تلاوت سره وکړ.
له پيل وروسته دعوامي نېشنل ګونددمشراودبلوچستان قومې جرګې د غړي ارواښادملک شېخ محمديارخان مندوخېل روح ته دعاوسوه .
بياپه وارسره مسرورموسی خېل، عطا‌ؤالرحمن سيال، ګران ولات، ستوري شېراني، سمسورشېراني، اخلاص خاصک، عبدالمالک منتظر، اخترنیازمن، غورځنګ ناصر، روئيدادملنګيار، آغېزساپي ، عبدالرؤف ولېوال، عبدالمجيدعابد ، شاکر، بهارناصر، محمدحسېن هنرمل، عنايت وفا، عبدالرحمن تمثيل، نسيم ګل نسيم مندوخېل، بارکوال مياخېل، بشرمل ناصر، محمدايوب انجم اومحمدطاهرخوږمن هوتک خپل خواږه شعرونه مينه والوته واورول .
د غونډی په ترڅ کي بارکوال مياخېل، بشرمل ناصر، نسيم ګل نسيم مندوخېل اومحمدطاهرخوږمن هوتک د ارواښاد ملک شېخ محمديارخان مندوخېل داولس اوپه تېره بيا دپښتنولپاره پربې شمېره خدمتونوڅولنډې خبرې وکړې اودده مړينه يې دسيمې دخلګولپاره يوه ستره ضايع وبلله . اوپرځوانانويې ږغ وکړ، چي دارواښادپرپله پل کښېږدي، اوده هغه مبارزې ته دوام ورکړي .
ويناوالوزياته کړه چي شاعران،اديبان اوفرهنګيان د ټولنې دکلتور اوفرهنګ ارزښتونه نړيوالوته ورپېژني . شاعرداولس ترجمان اودتمدن اوپرمختګ سمبول دی .
ددې ډول غونډوله برکته اوس دپښتوژبې اوادب په برخه کي ډېرزيات پرمختګونه سوي دي . دساينس اوټيکنالوژي په دې عصرکي تنکي ځوانان بايدنوره هم هڅه وکړي، اودپښتوژبې چوپړته لستوڼي راونغاړي .
په پاي کي مسرورموسی خېل له ټولوراغليواوښاغليوڅخه مننه وکړه .
په وطن کي دسولې اوکرارۍ په هيله دغه مشاعره تياره ماښام پاي ته ورسېده .

rafiullah.mandokhail@gmail.com

Copyright Larawbar 2007-2024