کور / تازه خبرونه / کندهار: دنوروز مېلې پېل شوې

کندهار: دنوروز مېلې پېل شوې

دافغانستان تر بلخ ولايت راوروسته کندهار لومړنى ولايت دى چې دنوروز پراخي مېلې پکښي کېږي ، دلته نوروز داختر دورځي په څېر لمانځل کېږي او تر ډېره بريده دنوروز په لمانځنه کې دکندهار ګڼ اوسېدونکي ونډه لري . دنوي کال لومړنۍ جنډۍ دافغانستان په مزار شريف کې او تر هغه سمدستي وروسته دکندهار په شا اغا سيمه کې پورته کېږي . دشا اغاسيني ته لا نن دکندهارښار ګڼ اوسېدونکي ورغلي او هلته دمېلې پېل شوى دى . دنوي کال له پېل سره په کندهار ښار کو شاوخوا کې مېلې پېل کېږي او دشيرسرخ دمېلو لړۍ به تر څلوېښتو ورځو پوري دوام مومي .