کور / تازه خبرونه / طالبانو د ځوانانو د خوشې کولو لپاره شرطونه وړاندې کړل

طالبانو د ځوانانو د خوشې کولو لپاره شرطونه وړاندې کړل

اسعداباد (پژواک خبري اژانس د خبر له مخې په باجوړ کې د پاکستاني طالبانو د تحريک ځايي قوماندان د تښتول شويو تنکي ځوانانو د پرېښودو په بدل کې د خپلو بنديانو د خوشې کولو او له حکومت سره د قومي مشرانو د پرېکون غوښتنه وکړه.
د تېر کوچني اختر په دويمه ورځ د باجوړ ايجنسۍ لسګونه ماشومان او تنکي ځوانان نږدې شنو غرونو ته د سيل لپاره تللي وو، چې يو شمېر يې د وسلوالو طالبانو له خوا وتښتول شول.
که څه هم په لومړي سر کې پاکستاني چارواکو او رسنيو ادعا کړې وه، چې دغه کسان د افغاني طالبانو له خوا تښتول شوي، خو وروسته د پاکستاني طالبانو تحريک د دغو کسانو د تښتونې مسووليت پر غاړه واخيست.
د باجوړ ايجنسۍ د طالبانو ډلې دغه تښتول شوي تنکي ځوانان د افغانستان او پاکستان پر ګډه پوله د باجوړ ايجنسۍ په غرنيزو سيمو کې ساتلي دي.
د کونړ يو شمېر خبريالان نن (د وږي ١٥مه) يادې سيمې ته ولاړل او د تښتول شويو تنکيو ځوانانو او د دوى له تښتوونکو طالبانو سره يې وليدل.
پاکستاني طالبانو د نوموړې سيمې په بېلابېلو غرنيزو ساحو او کليو کې په ډله ييزه توګه دغه تښتول شوي تنکي ځوانان ساتلي دي.
د پاکستان د تحريک طالبان د باجوړ ايجنسۍ عمومي قوماندان مولوي دادالله په داسې حال کې، چې په يوه کور کې له تښتول شويو کسانو سره اوسېده، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې که د دوى غوښتنې ونه منل شوې، دوى به په راتلونکي کې هم د تښتونې دې لړۍ ته ادامه ورکړي.
هغه زياته کړه، چې د دغو هلکانو پلرونه، خپلوان او د کورنۍ نور غړي د پاکستان د پوځ افسران دي او هم يې د دولت په ملاتړ قومي لښکرې جوړې کړې دي.
مولوي دادالله وويل، څو چې د تښتول شويو هلکانو د کورنۍ غړي له حکومت سره خپلې اړيکې پرې نه کړي او له ملاتړ څخه يې لاس وانه خلي، نو دغه هلکان به خوشې نه کړي.
خو نوموړي زياته کړه، چې د دوى په اړه پرېکړه به د باجوړ ايجنسۍ د طالبان د تحريک علمي شورا کوي.
هغه وايي: ((څو چې مو غوښتنې نه وې منل شوې، موږ به دغو تښتوونو ته ادامه ورکوو، د دوى نور زلميان، قومي مشران او دولتي مامورين به هم وتښتوو.))
له تښتول شويو هلکانو يې څلور تنه د يوې غرنيزې سيمې د کلي په يوه کور کې ساتل شوي دي.
د فضل ربي په نوم يوه ٢٠ کلن ځوان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تښتوونکي طالبان له دوى سره ډېر ښه چلند کوي.
هغه زياته کړه: ((درې وخته ډوډۍ هم راکوي، خو تر اوسه يې نه وهلي يو، نه ډبولي، کله ناکله بهر مو هم راوباسي او ګرځوي مو.))
نوموړي له خپل دولت څخه وغوښتل، چې د باجوړ د طالبانو د بنديان له خوشې کولو سربېره دې د هغوى نورې غوښتنې هم ومني.
فضل ربي له خپلو قومي مشرانو او کورنيو غوښتنه وکړه، چې د حکومت له ملاتړ څخه دې لاس واخلي؛ ځکه چې د دوى ژوند په خطر کې دى