که دسپتمبر پیښه نه وای رامنځته شوی ، دنړۍ حالت به څنګه وای ؟
د (24timer ) پنامه د یوی ډنمارکۍ ورځپاڼی ژورنالیست د یو شمیر کارپوهانو سره پدی هکله مرکه کړی او له مخی یی لاندی لیکنه د ورځپاڼی په ۹ / ۹ / ۲۰۱۱ ګڼه کی نشر کړیده . په مرکه دغو کسانو ونډه اخیستی وه :
۱ – ښاغلی راسموس دهلبرګ Rasmus Dahlberg تاریخپوه او په ځانګړی ډول د تاریخ په (counterfactual) څانګه کی دچارو ماهر دی . البته دا هغه څانګه ده چی دیوی تاریخی پیښی د احتمالی نه راپیښیدوسره د هم هغه مخکنی پړاوڅیړنه کوی .
۲ – مډس فوګلیډ Mads Fuglede چی د امریکا پیژندنی د چارو ماهر دی او پدی اړه یی زیات کتابونه لیکلی دی .
۳ – هانز یورګن Hans Jørgen Bonnichsen چی د سپتمبرد ۱۱ ( ۲۰۰۱ ) پر مهال د پولیسی څارګری اداری اوپراتیفی مشر پاته شوی او تر تقاعد وروسته د یوه کارپوه په ډول په رسنیو کی ډیر څرګندیږی .
دا هم دنوموړو کسانو د اندونو پښتو بڼه ده چی دخپلو لیکنو د مینه والو لوستونکو سره یی شریکوم :
سوال – ایا د سپتمبر له پیښی نه پرته به دعراق او افغانستان اوسنی جنګونه منځته راغلی وای ؟
نه ، لدی پیښی نه پرته به هیڅکله هم نوموړی جنګونه د نړیوال تاریخ یوه برخه ګرځیدلی نه وای . دا هغه نظر دی چی هانز او مډس یی په اړه یوه خوله دی . مډس پر دی خبره ټینګار کوی چی امریکا ته به بیله دی نه سخته وای چی پنځه زره ۵۰۰۰ میلیارډه ډالر په داسی یوه جنګ کی ولګوی . خو ددغی خبری سره بیا راسموس همږغۍ ندی . دی وایی چی لدی پیښی نه پرته به دامریکا پښه تر افغانستانه نه وای رسیدلی ، مګر د عراق خبره بیا باید لدی نه جدا وڅیړل شی . دی زیاتوی : « د سپتمبر پیښی د امریکا د نوی محافظه کارانه ( نیو کنسرواتیف ) پروژی کار اسانه کړ چی غوښتل یی د تیل درلودونکی بی ټیکاوه عراق کنترول پلاس کی واخلی . دا هغه پروژه وه چی د نوموړی پیښی وړاندی لا امریکایی چارواکو تر لاس لاندی نیولی وه . له همدی کبله زه باور نلرم چی د سپتمبر پرته به عراق ارام پاته شوی وای ، خو پدی کی هیڅ شک نشته چی نوموړی پیښی ددی پروژی و چټک عملی کولو ته لاره پرانیستل » . دی دا هم وایی چی د پیښی پرته به د ډنمارک ونډه د عراق په جنګ په بل شکل وای ځکه چی حکومت به خامخا پدی اړوند د قوی او قانع کوونکواسنادو غوښته کړی چی عراق د ډله ایزی وژنی وسلی لری ، مګر ګډون یی پدی جنګ کی حتمی وو . دا پدی خاطر چی دهغه صدراعظم آندرز فوګ راسموسن ( د ناتو اوسنۍ مشر . ژباړ ) تل دا شوق درلود څو دخپل خارجی سیاست مزی اوږده وغځوی .
سوال – ایا د نوموړی پیښی پرته به د نړۍ په هوایی ډګرونو کی اوسنۍ امنیتی چاری په همدی شکل منځته راغلی وای ؟
ددی سوال په ځواب کی دښاغلی راسموس ځواب منفی دی او وایی چی اوسنی امنیتی تدابیرو ته به په هوایی ډګرونو کی دومره اړتیا نه وای راغلی . هغه وخت به دا ډار موجود نه وای چی دسفر پروخت به دی و الوتکی ته تر پورته کیدلو وړاندی د شامپو بوتل مصادره شی ، ته به و دی ته اړ ایستل شی چی د کنترول څخه دتیریدلو پر وخت د ملا کمربند خلاص او بوټونه له پښو نه وباسی او داکار تاته یو عادی عمل وبریښی ځکه چی غواړی د امنیت سره دی مرسته وشی . هانز هم دده د خبری په تائید زیاتوی چی موږ به هغه وخت کټ مټ د هم هغو امنیتی چارو سره ارام سفر کولای لکه پخوا چی مو ورسره سروکار درلود ، موږ به همدارنګه د یوچا دهیر شوی لاسی بکس په لیدو سره دومره د خطر او ډار احساس نه وای کړی لکه داګړۍ چی ورسره مخامخ یو .
سوال – د سپتمبر د پیښی نه پرته به په نړۍ کی د امریکا رول کومه بڼه درلودلای ؟
امریکا به ددغی پیښی پرته نننۍ حالت نه درلودلای . راسموس پدی عقیده دی چی که دا پیښه نه وای شوی ، د امریکا حالت او دنوری نړۍ په وړاندی به یی رول په بله بڼه وای او زیاتوی : « د سپتمبر پیښی دمدنی نړۍ په وړاندی د امریکا د مشرتابه د رول انځور داسی بدل کړ چی د امریکا پرته اروپا او ان چین چی پخوا د امریکا په وړاندی ولاړ وو ، اوس تریوه حده خواخوږی دی . د سپتمبر نه پرته به نړۍ کی د حالاتو پرمختګ داسی وای چی د دوو زبرځواکوانو تر منځ به د دوه قطبی کیدو پرخوا روان وای چی په یوه سرکی به امریکا او په بل کی به یی چین ځای درلودلی وای » . مډس پدی فکر دی چی د امریکا رول به په ځانګړی ډول په منځنی ختیځ کی د نوری نړی په پرتله ډیر توپیر درلودای او زیاتوی : « پدی کی هیڅ شک نشته چی د امریکا رول به هغه وخت د منځنی ختیځ په هیوادونو کی د اوسمهال په پرتله ډیر غښتلی وای ، داځکه چی پر عراق او افغانستان باندی حملو په سیمه کی د امریکا پر کړو وړو باندی ډیر منفی اغیز واچاوه » . دی دا منی چی دغو دوو جنګونو په نوره نړۍ کی هم د امریکا پر محبوبیت بد اغیز کړی مګر اوس د ښاغلی اوباما د اولسمشر کیدو وروسته تر ډیره بریده دا نیمګړتیا جبران شویده ، خو دده په نظر به دا سخته وی چی د سپتمبر د پیښو څخه به مخکی حالت ته بیرته راوګرځی .
سوال – ایا لدغو پیښو پرته به په ډنمارک کی رامنځته شوی دوی تروریستی پیښی ترسره شوی وای ؟
دا څرګنده ده چی د سپتمبر د پیښو وروسته منځته راغلی حالت دداسی واقعیو د پاره یو سمبول وګرځید او بیله دی نه به هیڅکله هم ډنمارک ددی ډول ډارونکو کړنو سره نه وای مخامخ شوی . هانز پدی هکله وایی : « زه ددی خبری فکر هم نشم کولای چی د سپتمبر پرته به د ډنمارک سره داشان پیښه شوی وای ، زه دا دسپتمبر د پیښو یوه نیغه پایله بولم » . ددی ټولو سره سره ، دی پدی اند دی چی په ډنمارک کی د تروریستی حملو په اړوند د موضوع اصلی ریښی ندی څیړلی شوی او دا هغه څه دی چی باید تر سره شوی وای .
سوال ـ ایا د ترهګرۍ په اړوند کیدلای شی کوم بل نظر ولرو ؟
د سپتمبر د ۱۱ نیټی پیښو د ډاراچونی په هکله زموږ پر نظریاتو باندی د پام وړ اغیز وښانده . راسموس څرګندوی ، تر دی نیټی دمخه موږ دا کار د نورو هیوادو سره تاړه مګر ددغی نیټی پیښو موږ اړ ایستلو چی پدی هکله خپلو نظریاتو ته بنسټیز بدلون ورکړو او زیاتوی : « د سپتمبر د پیښو تر ټولو ستره پایله داده چی موږ اوس ترهګری ته یوازی د یوه جرم په سترګه نه ګورو بلکه لدی نه یی پورته په بله تله ارزوو . داکار هم لدی پیښی نه پرته شونی نه وو . هانز په ټینګار سره وایی چی موږ به بیله دی نه هیڅکله هم په هرګړی کی دومره د خطر احساس نه وای کړی لکه چی اوس یی کوو او ټولنه مو ورسره نا ارامه ده . دی زیاتوی : « رښتیا خبره خو داده چی د ترهګری څخه پیښیدونکی واقعی خطر دومره زیات هم ندی لکه موږ چی دا ډارونکۍ بباو ورڅخه جوړ کړی او شپه او ورځ یی له ډاره ریږدو » .
سوال – که د سپتمبر د ۱۱ پیښی منځته نه وای راغلی نو ایا بارک اوباما به د امریکا د اولسمشرکیدوچانس ترلاسه کړی وای ؟
راسموس پدی اند دی چی د اوباما به بیله دی نه دابریالیتوب په برخه شوی نه وای مګر برخلاف موږ به په بیلابیلو رولونو کی نوری سیاسی څیری لیدلی وای . دی وایی : « د ۲۰۰۴ کال په ټولټاکنو کی بوش د جان کیری په وړاندی د دویم ځل لپاره میدان پدی خاطر و ګټی چی به خپل خارجی سیاست کی بریالی ګڼل کیدی . که چیری داخبره دخارجی سیاست سره د ورځی په اجنداکی د ټولټاکنو موضوع نه وای نو مقابل کاندید بهجان ادواردز ټاکل شوی وای چی یو قوی داخلی سیاست یی پرمخ شاړه . بوش د سپتمبر د پیښی دمخه په ټولپوښتنو کی ډیر خراب موقف نیولی وو او د دویم ځل ګتلو چانس یی ډیر لږ وو » . دی خپله خبره داسی اوږدوی : « پدی توګه دا امکان وو چی جان ادواردز اولسمشر شوی وای . د ادواردز د اولسمشر کیدلو په صورت بیا د اوباما د اولسمشر کیدلو چانس صفر ته نژدی کیدی » . مډس بیا پدی اړه وایی دا پر ځای خبره نه چی د اوباما ټاکنه یا نه ټاکنه د سپتمبر د پیښو سره په تړاو کی وڅیړل شی .
د ژباړی پای