کور / شعر / غزل

غزل

هرماښام چی ستړی راشی له خپل کاره یو سړی
تش پالنګ ته دیار ژاړی ترسهاره یوسړی
کله ګوتی خپلی شمیری کله ژآړی بیا وخاندی
هرسهارداسی تیریږی په دی لاره یو سړی
دازغیو یوه ګل پسی یی وینی کړلی ګوتی
وچوغرونوته راغلی له بهاره یو سړی
چی دیار څیری ته ورته څوک وګوری وارخطا شی
خپل ګریوان ته ګوتی وروړی بی اختیاره یو سړی
که کوم ځای کی ورسره شوی مخامخ نو ورته وایه
چی اخردرپسی مړ شولو وه یاره یو سړی
ښوروی دواړه لاسونه تورماښام دبام له سره
غواړی ستوری کړی رابیل له خپل مداره یو سړی
کله ناست وی ښکلی مخ د جانان جوړکړی تصورکی
بیا یی خال ته وینه واخلی له پرهاره یو سړی