کور / تازه خبرونه / طالبان:دتليفوني شبکو په خلاف به جګړې ته دوام ورکړو

طالبان:دتليفوني شبکو په خلاف به جګړې ته دوام ورکړو

 وسله وال طالبان وايي چې دتليفونو نو په خلاف به خپل جنګ ته دوام ورکړي په کندهار کې دطالبانو يوه سيمه ييز قوماندان لراوبر ويبپاڼي ته وويل چې پرون دکندهار ښار په اومه ناحيه کې دروښان تليفوني شبکې دانتن وسايلو ته ددوى ملګرو اور اچولى او په هم دې ډول يې دهغوى ټول سامانونه سوځلي دي . ده وويل چې تر هغو به دانتنو نو له ويشتلو څخه لاس وانخلي چې ترڅو دتليفوني شبکو له لوري په ټول هيواد کې دشپې لخوا خپل فعاليتونه ځنډولي نه وي  .