کور / تازه خبرونه / افغان سفارت: په پاکستان کې کډوال په هېڅ ډول ورانکاريو کې لاس نه لري

افغان سفارت: په پاکستان کې کډوال په هېڅ ډول ورانکاريو کې لاس نه لري

اسلام اباد (پژواک ٢١ وږى ٩٠): په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وايي چې په دې هېواد کې افغان کډوال تر يوه نړيوال قانون لاندې مېشت دي او په هېڅ ډول ورانکاريو کې لاس نه لري.
د افغانستان سفارت دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمان ملک دوه ورځې مخکې په کوېټه ښار کې ويلي و، چې د دې ولايت په ناامنيو او ترهګريزو پېښو کې افغان کډوال لاس لري.
رحمن ملک ويلي و، چې زرګونه افغانان دلته بې قانونه مېشت دي او هغوى ته يې د يوې مياشتې لپاره وخت ورکړى وو، چې ځانونه ثبت او راجستر کړي.
خو په اسلام اباد کې د افغانستان د لوى سفارت کولتوري او مطبوعاتي مسوول زردشت شمس وايي، چې افغانان په پاکستان کې د يوه نړيوال قانون له مخې مېشت دي.
هغه د وږي په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د پاکستانيو چارواکو له خوا له دا ډول بيانونو سره د دواړو هېوادونو پر اړيکو ناوړه اغېزه کوي.
شمس زياته کړه: ((د افغان کډوالو د بېرته ستنولو موضوع د بيانونو له لارې نه، بلکې د افغانستان، پاکستان او ملګرو ملتونو ترمنځ د درې اړخيزه تفاهم له لارې کېداى شي.))
د نوموړي په وينا، د رحمن ملک له څرګندونو وروسته د پاکستان پوليس په ډاډه زړه بې ګناه افغانان نيسي، له هغوى پيسې اخلي او افغان کډوالو ته يې نورې ستونزې هم پيدا کړې دي.
زردشت شمس زياتوي، چې په پاکستان کې د افغانستان لوى سفير محمد عمر داوودزى به ډېر ژر له پاکستانيو چارواکو سره په دې اړه خبرې وکړي.
د يادونې وړ ده، چې اوس هم د پاکستان په بېلا بېلو سيمو کې شاوخوا دوه ميليونه افغان کډوال مېشت دي.