لوګر:دماین چاودني دشاروالۍ کارکوونکي ووژل
نن سهار په لوګر کي د ملی امنیت اداری ته نږدي د ماین یوی چاودني یو کس وواژه او بل یې ټپي کړ.
د لوګر امنیه قوماندان غلام سخی روغ لیونی ازادی راډیو ته وویل، چی دغه دواړه کسان د ښاروالۍ کارکوونکي دي.
نوموړی وایی،دا ماین چی له لیری په ریموټ کنټرول کیدولو په مرکز پل علم کي د یوی ونی لاندی ځای په ځای شوی وو.
دا پداسی حال کی ده، چی تیره ورځ په بغلان اوکندهار ولایتونوکی د ماین چاودنو پنځه زده کوونکی ووژل او شپږ نور یی ټپیان کړل.
د کندهارد ژیړۍ ولسوال نیاز محمد سرحدی ازادی راډیو ته وویل، چی تیره ورځ مازدیګر دوه ماشوم د ماین په چاودنه کی ووژل شوی او څلور نور ټپیان شول
د کورنیو چارو وزارت هم وایی، چی تیره ورځ،دبغلان په بورکه ولسوالۍ کی د ماین چاودنی دری زده کوونکي ووژل او دوه نور یی ټپیان کړل.
ددی پیښو مسولیت چا ندی منلی.