کور / شعر / د مورري رخصت راکوه ځم درڅخه پر ليکه

د مورري رخصت راکوه ځم درڅخه پر ليکه

ما په سینه پوري مرګی تړلئ                 زما په تندي کی شهادت لیکلئ
په قواله مي دی جنت ګټلئ                   ما مي تقدیر د خپل خالق منلئ
پیوند د میني می شلوم درڅخه               موري رخصت راکوه ځم درڅخه
پوره شعر  http://jahanionline.com/detail.php?id=213


د وطن مور


بچیه پام کوه   غافل نشی بیا


ظالم یزید په شان جاهل نشی بیا


د ښکلو حورو او غلمان په تمه


د بیګناه خلکو قاتل نشی بیا


 


جنت ګټلی په وژلو نشي


د خپل ولس په ځورولو نشي


تا جنت  نه، بلکه دوزخ ګټلی


چې غلامی د آی اس آی  منلی


 


بچیه  سم شه نور ګناه  مکوه


په خپلو خلکو ناروا مکوه


نور د پردیو به  لمسون  بچیه


 بس دی  وطن سره جفا مکوه


وطنخوا