کور / تازه خبرونه / د وسله والو په بريد کي ٣ د ملي اردو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

د وسله والو په بريد کي ٣ د ملي اردو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

په ختيځ کي امنيتي چارواکي وايي چي د کابل او جلال آباد پر لويه لاره وسله والو د ملي اردو پر يوه رېنجر موټر بريد کړى چي په پايله کي يې يوه د ملي اردو سرتېرى وژل شوى او دوه نور ژوبل شوي .
په ختيځ کي د ٢٠١ سېلاب قول اردو د اړيکومسئول محمد نعمان هاتفي رسنيو ته د پېښي پخلى کړى او وايي چي ياده پېښه هغه وخت رامنځ ته شوه چي کله ياد سرتېري د کابل څخه جلال آباد پر لويه لاره روان ول .
وسله والو طالبانو د بريد پخلى کړى او وايي چي په دې بريد کي يې د ملي اردو د رېنجر د بشپړ له منځه وړلو تر څنګ يې ٧ د ملي اردو سرتېري وژلي .