روح د ښاد وي د غازي سلطان امان
په رېښتیا وه قهرمان د خپل زمان
خپلواکي کړه ده په برخه په ختيځ کې د افغان
روح د ښاد وي د غازي سلطان امان
چی یې تورې ته لاس وکړ او غزا یې کړه اعلان
په لرزه شول له دهلي نه تر لندنه انګریزان
استقلال مو په نصيب شو ، هم بېرغ ملي نشان
د آمو نه تر اټکه د پنجده نه تر واخان
روح د ښاد وي د غازي سلطان امان
ده غوښتل چې افغان سیال شي د جهان
علم او پوهه پرمختګ یې وه آرمان
خبر نه وه د انګرېز په رنګرېزۍ لکه شېطان
وه روځلي یې وه، ده ته په لستوڼي کې ماران
روح د ښاد وي د غازي سلطان امان
لا مذهبه خود فروشو ،تش په نوم د دين ايمان
تل د غېر په اشارو تنويروي عامه اذهان
کفارې کړي، وخت ناوخته هم فتواوې کړي اعلان
لکه نن چې دي خرڅ شوي ، وه خرڅ شوي هغه آن
روح د ښاد وي د غازي سلطان امان
د نفاق او د شقاق دي په رېښتیا دوئ اتلان
د پردو د لاس نانزکې دي دوئ واړه نوکران
وايي یؤ څه کوي بل څه نه مکتب لري ديوان
د نوکر دوئ نوکران دي د غلام دوئ غلامان
رهم نلري په هېچا دا د تيګو دلالان
روح د ښاد وي د غازي سلطان امان
که لاسونه سره ورکړئ په نامه د يؤ افغان
خداې به وپېژنۍ هلته که مو وه پېژانده ځان
که مو لرې کړ له نفسه هم مو وشړه شېطان
هله ورک به زمونږ له مېنځه شي د دوئ نوم او نشان
روح د ښاد وي د غازي سلطان امان
علم او پوهه کړۍ تر لاسه ځان نه جوړ کړۍ عالمان
دنېوي که اخروي ، وي که دځمکې که آسمان
هلته غوره به وي لاره هم به یوسې ته مېدان
هغه وخت بیا پوره شي د حامد د زړه ارمان
محمد الوتاند د ۲۰۱۱ع کال د اګست د میاشې ۱۹مه ستاکتن کلیفورنیا