کور / طنز / مه کوه په چا چې وبه شي په تا!

مه کوه په چا چې وبه شي په تا!

طنز

پولیسو د یو سړک په غاړه یو مین وموند؛ کومندان یې ناتو ته مخابره وکړه.
هلو سر ، راسئ مین شنډ کړئ.
(د ناتوچې همدا ورځ دوه سپاهیان مړه سوې وه غوښتل یې دا وار افغاني سپاهیان چپه نعل کړي )
په مخابره کې يې ویل : تاسو یې خپله شنډ کړئ !
دپولیسوکومندان په اریانتیا وپوښتل:
سر،زموږ سپاهیان په دې شیانو بوی لا نه وړي!
دناتو کومندان ویل :
سمه ده زه یې درته وایم چې څرنګه شنډ کیږي:
لومړی د هغه سر لوڅ کړئ بیا هم که ژوندي پاته واست بیا مخابره را وکړه.
کومندان چې غوښت ګلمیر د تورو نخودو پسې واستوي خپله پټ سو او ګلمیر ته يې ویل :
ګلمیره! ددې مین سر په برچه لوڅ که!
ژبون وهلي ګلمیر په غټو سترګو رډ رډ مین ته وکتله.
کومندان بیا نارې کړه:
ګلمیره ! امر دی په برچه د مین سر پاک که!
ګلمیر په برچه د مین سر او اړخونه پاک کړه
کومندان بیا د سیمې ناتو کومندان ته مخابره وکړه
سر!موږ د مین سر لوڅ کړ.اوس څه وکړو؟
دهاخوا ورته وویل سول :تاسو څوک خبرې کوئ؟
کومندا ن ورته وویل :
سر!زه د سیمي د محلي پولیسوکومندان یم چې مخکې مې درسره خبرې وکړې.
دناتو کومندان: ته له کوم ځایه خبرې کوې؟
کومندان :سر!د غره له لمني.
دناتو کومندان: په اریاني وپوښتل:
تاسو را ژوندي یاست!
کومندان ورته وویل :
هو،سر الحمدالله
هغه له ځانه سره وویل : شیت
ګلمیر : صیب دلته درې لینه ښکاري.
د پولیسوکومندان : هلو سر!، دلته درې لینه ښکارې.
دناتو کومندان:کوم رنګونه دي؟
د پولیسوکومندان :ګلمیره: کوم رنګونه دي؟
ګلمیر: یو سور لین . یو تور لین او یو زرغون لین
د پولیسوکومندان : تور،سور اوشین
د ناتو کومندان په دوو زړو ورته وویل :
اوس یوله هغو پرې کړه تور یا، یا ،سور یې پرې کړه !
د پولیسوکومندان : پوه نسوم کوم یو تور که سور؟
هغه په ډاډ ورته وویل : زرغون يې پرې کړه!
د پولیسوکومندان : ګلمیره ! یو یې پرې کړه!
د ناتو کومندان مخابرې غوږۍ له غوږه لیري ونیوله او سترګې يې پټي او غوږونه نه يي نیغ کړه
ګلمیر: هغه مې پرې کړ صیب
د پولیسوکومندان : په مخابره کې وویل :
سر!هغه مو پرې کړ.
د ناتو کومندان :کوم یو؟
د پولیسوکومندان : ګلمېره ! کوم یو؟
ګلمیر: تور صیب
د پولیسوکومندان : : سر تور
د ناتو کومندان په اریاني وپوښتل:
تاسو لا ژوندي یاست؟!
د پولیسوکومندان : ګلمیره ! ته لا ژوندی يې؟
– هو، صیب!
د پولیسوکومندان : بلی سر
د ناتو آسمان لویدلی کومندان :نور هغه ته لاس مه وروړئ؛زموږ دمین شنډونکی ټېم درځې .
د مین شنډونکي د ټېم له رسیدو سره سم دپولیسو کومندان مین خواته ورغلل او مین پر هغوی پټاو سو.
د اووم خط ګلمیر پټ پټ په بریتو کې خندل.
کنايي:
چپه نعل ول (ختا اسیتل)،اووم خط(زیرک او هوښیار سړی)،آسمان لویدلي( هغه چې په خپل زور او واک ویاړی)،دتورو نخودو پسې استول ( په بهانه څوک ختا ایستل)