کور / شعر / مُزمِن زخمونه

مُزمِن زخمونه

د سپوږمۍ په مخ داغونه راښکاره شول
که د حسن یې عيبونه راښکاره شول
ماتنديس يې د وفا چې جوړولو
په تراشلو کې خنډونه راښکاره شول
ما يې لېچیِ سروبنګړو ته چې نيولیِ
تردامنځ نور مړوندونه راښکاره شول
چې په غوړګو مې يې خيال تل زنګولو
په هَغه چنار دارونه راښکاره شول
په جومات کې له اِمامه ګرند راوَوت
له مندره قــُــرآنونه را ښکاره شول
د بِلال د اذانونو په ځايو کې
په منار مو صليبونه را ښکاره شول
په اقصیَ کې يهودان اِمامت غواړي
د طور غره د راز حُکمونه راښکاره شول
له کابل او پېښوره وينیِ څاڅي
د بېلتون مُزمِن زخمونه راښکاره شول
د نيمګړیِ مېنیِ يار مې ناکار وَخوت
په آينو يې تصويرونه راښکاره شول
سوداګر چې په کاروان د کعبیِ ګډ شول
په مزل کې منزلونه راښکاره شول
څوک چې کړي لا د اسمان د عدل غوریِ
له ګوګله يې بمونه راښکاره شول
څوک يې بوریِ څوک يې وراریِ کړې څوک کونډیِ
په مالت کريږیِ ويرونه راښکاره شول
قاتِلان شول د شهيدو تنکو هيلو
چې ترشا پردي لاسونه راښکاره شول
تور ټکري په سَرَوي اوس ځوانیِ کونډیِ
په جنډو سره سره شالونه راښکاره شول
ته وا ستوري راکوز شوي دي جلګو ته
په قبرونو مشعلونه راښکاره شول
رنجيتي ګونګټان عُمــق غواړي جنت کې
ګندَتونه ستا نيتونه راښکاره شول
د خلاصون په نوم مو راغلل په وحشي زور
بیا چاپې او زندانونه راښکاره شول
اسمان ټوله شپه ترې وينیِ وړي کاسې ته
په شفق مو پرهرونه راښکاره شول
لږ څه وړاندیِ يې بالکان چې سم شخوَندشخوَندکړ
اوس يې دلته د وېش زړونه راښکاره شول
د همدغو چې تقدير مو غواړي جوړ کړي
د ورانيو تاريخونه راښکاره شول
د هغو چې تل يې کور په کور بدي وه
ما فقير ته وحدتونه راښکاره شول
بس په خپله ور په غاړه ده بقاء يې
د افغان پايښت رازونه راښکاره شول
وسوسه مې زمزمه شوه د ملالیِ
که ټــَپې ته يې وختونه راښکاره شول
په پرديو سرو هم شنوــ تورو او سپينو
ښه په ځای د ويال شکونه راښکاره شول
تازه خان ويال
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
لندن ــــ مېډاوېل ـــــ ۷ / ۹ / ۲۰۱۱