کور / تازه خبرونه / دنوی کال نوی ورځ په کابل کې ولمانځل شوه.

دنوی کال نوی ورځ په کابل کې ولمانځل شوه.

Afghans raise the holy mace at Sakhy Shrine during a ceremony ...


Afghans raise the holy mace in Sakhy Shrine during a holy ceremony ...


Afghans raise the holy mace in Sakhy Shrine during a holy ceremony ...


Afghan policemen, left, stand on the wall of the Sakhy shrine ...


نن په کابل کې دیو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د۱۳۸۷ لمریز کال دنوی ورځې لمانځنه دخلکو دپراخې ګڼې او ګوڼې په شتون کې وشوه، دا مراسم چې په رسمي بڼه دکابل دکارتې سخې په سیمه کې ترسره شول ، د ځینو چارواکو په وړاندې دسخي جنډه پورته کړل شوه، د سخي جنډی دپورته کولو په مهال دکابل ښار په لسګونو زره ښاریان را ټول شوي وو دزیاتې ګڼې ګوڼې له امله دغره څنډې هم په خلکو ډکې وې، د جنډې د پورته کولو سره سم خلک په جنډې ور مات شول او د دود له مخې به یې جنډه ښکلوله. دولسمشر کرزي دوهم مرستیال کریم خلیلي هم دهغو خلکو له ډلې وو چې جنډه یې ښکل کړه، هغه د جنډې دپورته کولو وړاندې را ټول شویو خلکو ته په خبرو کې وویل چې نوی کابل به که خدای کول دامن سولې او د افغانانو دسوکالۍ کال وي. ګڼو خلکو لر او بر ویبپاڼې ته وویل چې دوی نوي کال ته زیات امیدونه لري ترڅو دسوکالۍ کال وي. دسخي زیارت څنګ ته په لسګونو زره خلکو دنوی کال دنوی ورځې دلمانځلو په هدف دمېلې له خوښیو خوند اخیست، دوی یو بل ته مبارکۍ ورکولې او ځای ځای اتڼونو کې یې لاسونه غورځول. په کابل کې دهر کال نوی ورځ دکارتې سخې په سیمه کې دسخې په زیارت کې په ولولو، زوږ او خوښۍ لمانځل کیږي.


Afghan children play on a swing during celebrations of the Afghan ...


A helicopter flies around the Sakhy Shrine, as Afghans, seen ...


An Afghan man stands on a swing as others gather to celebrate ...


Afghans gather to celebrate the Afghan New Year in Kabul March ...