کور / شعر / داقبال دیو شعر سرنوشت

داقبال دیو شعر سرنوشت


چې لا نه و جلا سوی هندوستان
داقبال په ذهن کی پو خ سوپاکستان
په میراث یې قوم ته پر یښود نصیحت
دافغان په باب یې وکړ داو صیت:
دابو خاورو یو جسم دی ایشیا
د افغان ملت یې زړه دی په ریشتیا
ابادی یې ابادی د ایشیا
خرابې یې خرابې د ایشیا
ترکوڅه نیر اشنا هیر کړه لږمهال
پر اوبو لیک سو سره وصیت پوخ د اقبال
لیونی د اقتدار هیڅ نه وینی
ورانوﻱ دافغان کور خوشې کوی
په پلمه د خپل هیواد دابادی
ملا تړلې یې دافغان د خرابی
خیر به یونسې وطن ستا اونه ته
هیروی که ته وصیت دپلار نیکه

شیدو – ګلبهار – نوښار – خيبرپښتونخوا
۵ د میزان ۱۳۷۳