هالنډد تابعيت ورکولو قانون سختوي
د هالنډحکومت په پام کي لري چي له نورو هيوادونو ورغليو اوسيدونکو ته د تابعيت ورکولو په قانون کي بدلون راولي ، تر دې مخکي هر بهرنئپه هالنډ کي د څلورنيمو څخه تر پنځو کلونو وروسته د هالنډي تابعيت اخستلو مستحق ګڼل کېدئ . پنځه کاله مخکي دې قانون ته د هالنډي ژبي جبري زده کړه ورزياته کړل سوه .
سر له نوی کال څخه د هالنډي تابعيت غوښتونکي مکلف دي چي لږ تر لږه يې درې کاله بېله دکار او ټولنيزو چارو د مياشتني کومک ( سوسيال ) څخه ژوند کړئ وي او دولت ته يې ماليه ورکړې وي ، دوهم غټ تغير به د خپلي لومړني تابعيت څخه تېرېدل وي ، تر دې مخکي يوه هالنډمېشتي بهرني کولائ سول چي هم د خپل پلرني هيواد تابعيت وساتي او هم هالنډئ تابعيت ترلاسه کړي .
د ۶۵ کلونو څخه د ډېر عمر لرونکي او هغوی چي د کار کولو يا درس ويلو لپاره عذر ولري په دې قانون کي نه راځي .
د هالنډ حکومت وايي چي دغه ګام يې په هيواد کي د بهرنيو اوسيدونکو د ورګډېدو په موخه پورته کړيدئ.
ديادولو وړ ده چي د هالنډي پاسپورټ د اعتبار موده چي تر اوسه پوري پنځه کاله وه هم لسو کلونو ته اوږديږي.