ننګرهار:دناټو دکاروان يو ټانک پر ماين برابر سوی دی
دتوره بوړه محاذ په نامه يوه ډله چي ځانونه طالبان بولي وايي چي نن مازدیګر ۴ بجی دننګرهارولایت دسپین غر ولسوالئ مربوط د شډل بازار سره نزدی دسپین راغې په ساحه کې ددوی لخوا دامریکایی ګزمې د ټانګونو څخه یو ټانګ ددوی لخوا پر ښخ سوي ماين وربرابر سوئ دی .
ددغه ډلي وياند چي ځان قاري سجاد معرفي کوي لراوبر ته د شپږو بهرني پوځيانو د وژل کيدو ادعا کړېده ، دا خبردولت يا بهرنيو پوځيانو ندئ تائيد کړئ .