د کنړ ولایت د دیني مدرسي ودانۍ پرانیستل شوه

د لراوبر اداره | سپتمبر 17th, 2011


د کنړ ولايت: د کنړ ولایت د خاص کنړ ولسوالي د دیني مدرسي ودانۍ د نوموړي ولايت د پوهنې ریاست د مسوولینو لخوا په داسى حال كې چې د دولتي ادارو یو شمېر مسوولینو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود پرانستل شوه.


نوموړی ودانۍ په پا خه او اساسي ډول د ۲۴۰ زره امریکایی ډالرو په مجموعي لګښت د ولایتی بیارغوني ټیم په مالی مرسته د یو کال په موده کې جوړه شوی، چې ۱۰ درسي ټولګی، ۶ ادری خونې ‎، ۱۰ تشنابه، د اوبو څښکلو څاه، دزده کوونکو لپاره میز او چوکی، د سولر سیستم بریشنا او نور د اړتیا وړ آسانتیاوی لری.


د يادونې وړده چې اوس مهال په نوموړی لیسه کې ۵۰۰۰ تنه زده کوونکي په زده کړه بوخت دي چې د نوموړي ودانۍ په جوړولو سره به د یاده شوی ښوونځي د زده کوونکو ستونزه د درسي ټولګيو دنشت والي له امله حل شى.

Copyright Larawbar 2007-2024