کور / تازه خبرونه / په کراچۍ کې ځانمرگي بريد، ٨ کسان ووژل شول.

په کراچۍ کې ځانمرگي بريد، ٨ کسان ووژل شول.

کراچۍ: د جيو خبري کانال د خبر له مخې د کراچۍ ډيفنس د درخشان تانې ته نژدې د ايس ايس پي سي آي ډي چوهدري اسلم د کور تر څنګ ځانمرګي بريد شوى چې په ترڅ کې يې اته کسان وژل شوي او گڼ ټپيان دي، د ډي آى جي په وينا په مړو کې شپږ پوليس، يوه ښځه او يو ماشوم شامل دى، بريد په دوه دېرشم سرک د ايس ايس پي سي آي ډي پر کور شوى، چوهدري اسلم ويلي دي چې هغه ويده وو چې له بارودو ډک موټر يې د کور سره وجنگول شو، په پېښه کې د نوموړي کور ويجاړ شوى او نږدې له لسو څخه زيات کورونو ته تاوان رسېدلى، شيشې يې ماتې شوي، په سيمه کې شپږ فټه ژوره کنده رامنځ ته شوې، څلور موټرې ويجاړې شوي، چوهدري اسلم رسنيو ته دا هم ويلي دي چې ورته د طالبانو لخوا گواښونه تر لاسه شوي وو، خو دا راته معلومه نه ده چې زما پر ماشومانو چا بريد وکړ.