په دير کې د ځمکې په سر شخړه: 11 مړه

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | سپتمبر 19th, 2011


دير: د اى پي پي خبري اژانس د خبر له مخې په دير کې د ځمکې په شخړه کې يوولس کسان وژل شوي، اى پي پي د يو شخصي تلويزيون د خبر له مخې وايي چې د دير په بري کوټ سيمه کې د تره ځامنو تر منځ د ډېر وخت راهيسې د ځمکې په سر لانجه وه چې تېره ورځ يې تر منځ نښته رامنځ ته شوه او په ترڅ کې يې يوولس کسان وژل شوي او پنځه ټپيان دي، په ټپيانو کې د دريو حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى چې د پېښور په روغتون کې د درملنې لاندې دي.

Copyright Larawbar 2007-2024