کور / کره کتنه / دبهرنيوچارو وزیر ته سرخلاصی ليک!!

دبهرنيوچارو وزیر ته سرخلاصی ليک!!


که څه هم د نړۍ د هېوادونو بهرنیو چارو د وزارتونو چارواکي  د خپلو  اتباعو، محصلانو، تجارانو او نور کسبګرو لره، چې د خپل اصلي ټاټوبي څخه بهر په کوم بل هېواد کې په تحصيل، تجارت او نورو بوختياوو بوخت وي، خپل ټول ډيپلوماتيک فعالیتونه پدې خاطر په کار اچوي، چې په نورو هېوادونو کې يې مېشت اتباع خوندي او د کومې ستونزې سره مخ نه شي، مګر متاسفانه، چې زموږ د بهرنيوچارو وزارت مشرتابه نه خو د خپلو بهرمېشتو اتباعو لپاره کومه خاصه کړنلاره او تګلاره لري، او نه هم په نورو هېوادونو کې مېشت افغانانو باندې چې ناحقه  ظلم پرې کېږي څه وايي، دا چې زموږ د بهرنیو چارو وزارت په هغه څه چې زموږ د ګاونډیو لخواء دهغوی په هېواد کې پر مېشتو افغانانو او په داخل د افغانستان کې پرخاورې تجاوز کېږي او په مقابل کې يې زموږ د بهرنيو چارو وزات مسوولین پټه خوله ناست دي، په واقعي ډول یې د افغانانو په ذهنونو کې ډېرې پوښتنې راولاړې کړې دي، که له یوې خواء په ایران کې مېشت افغانان، بندیان کېږي، شکنجه کېږي، په کلنو کلنو د ایران په محبسونو کې بې پوښتنې پراته وي، او بې له دې چې کم جرم یې کړی وي، په دار ځړول کېږي، یا د همدغه ګاونډي ایران لخواء زموږ په نیمروز او نورو ولایتونو رسماً تجاوز کېږي، او یا د ګاونډي پاکستان لخواء د افغانستان د خاورې په ځينو برخو راکيټي او د نورو سلاحو بريدونو کېږي، او په پایله کې یې زموږ ماشومان، تور سرې، ځوانان او سپین ږیري شهیدان کېږي او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مسولین پټه خوله ولاړ وي، د همدوی دا چپه چوپتیا، د افغانانو په ذهنونو کې ډېرې پوښتنې پیدا کړي دي، که په لومړی کې یې ایران ته د هغه کړنو په مقابل کې چې بېګناه افغانان به یې په دار ځړول توند ځواب ورکړی وه، نو نن به پاکستان زموږ پر خاورې بریدونه نه کول.
زموږ په ځان مين د بهرنیو چارو وزیرډاکترزلمی رسول، چې یوازې ترې محمدزیان چهارچاپېره راتاو دي ، او پر نورو ټولو کړنو يې سترګې پټې کړي، د بهرنيو چارو وزارت چوکۍ یې اشغال کړې، او خپل فیشن ته خوشحاله دی، مګر دا چې د بهرنیو چارو وزارت دننه او په نورو هېوادونو کې د افغان سفارتونو څه حال دی، په کومه اندازه پکې تجارت او د ګوندي فعاليتونه کېږي، زموږ پرځان مين او فيشني وزیر ترې څه خبر دی، په درانه خوب وېده د بهرنيو چارو وزیر چې یوازې یې وکولای شو، وزارت  (خپل دفتر) یې په څلور پنځه ډلو تقسیم کړ، چې یو ډله يې په بلې او بله یې په بلې پسې تخریب او لاسوهنه وکړي، نور یې تر وس څه نه دي پوره، نه خو یې د افغانستان د ملي ګټو او تمامي عرضیت لپاره کوم آواز پورته کړ، نه یې وکولای شو، چې په نورو هېوادونو کې مېشت افغانانو د ژوند ښه کولو لپاره ډيپلوماتيکي اړيکې په کار واچوي، نه یې وکولای شو، چې د ګاونډيو لخواء د افغانستان پر خاورې د تيرې او تجاوز او شومو پلانونو طرحه کولو په صورت کې په ملل متحدکې آواز پورته کړي ، نه یې  کوم داسې عمل وغنده، او نه يې هم وکولای شو، چې د نورو هېوادونو سره په ځانګړي ډول د ګاونډيانو سره ډيپلوماټيکې او داسې اړيکې وساتي چې د ټولو افغانانو په خیر وي.
دا چې، نه وزیرصاحب او نه ترې چاپيره شوي محمدزيان د افغانستان قانون، مقرراتو او پاليسیو ته غاړه اېښودونکي دي، او نه يې د ملي ګټو، تمامي عرضيت او ځمکنۍ بشپړتيا لپاره په بین المللي ټولنه کې غږ پورته کړی، او نه يې هم ، تر اوسه په خپلې کاري دوره کې کومې لاسته راوړنې لرلي، یوازې يې په هغه کاري راپورونو بسنه کړي، چې هم د وزارت له ځينو چارواکو او هم په نورو هېوادونو کې مېشت افغان سفارتونو لخواء ورکول کېږي او بس!!.  نو ځکه  زه د يو افغان په صفت د خپل ولسمشر څخه په کلکه غوښتنه کوم، چې هم دې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اوسنی وزیر او هم دی نور لوړپوړي چارواکي چې پخپله وظیفه کې له صادقت او ايماندارۍ کار نه اخلي، او یوازې لکه د وزیرصیب په شان یې چوکۍ اشغال کړي وي، خپلو دروېشيو، ميک آپونو، موټرونو او باډېګاردانو ته خوشحاله وي، د دندې  ګوښه او پرځای یې داسې په هېواد مین، اهل کار او انسان دوسته اشخاص په کار وګماري، چې ترڅو وکولای شي، خپله ټوله نيرو د افغانانو د ژوند ښه کولو لپاره که په داخل د هېواد کې دي او که په نورو هېوادونو کې مېشت وي، په کار واچوي، تر څو مو هېواد ښېرازه او هېوادوال مو هوساء ژوند څښتنان شي.
د ولسمشر لخواء د همداسې يو اقدام په هیله.