حزب اسلامي دبُن دوهم کنفرانس ته لېوالتيا رد کړه
حزب اسلامي ديوې اعلاميې په خپرولو سره هغه ادعاوي ردکړيدي چي ګواکي دوی د بن په دوهم کنفرانس کي د ګډون غوښتنه کړېده او کابل ته يې پلاوئ او طرحه لېږلې ده او دا هر څه يې ددوی په وينا له غرضه ډک تبليغات بللي دي .دوی وايي چي حزب اسلامي نه تېره اونۍ کابل ته کوم هيئت لېږلى، نه ئې د بن په کنفرانس کي د گډون مطالبه کړې او نه ئې د کابل چارواکو ته د مصالحې کومه نوې او تفص۲يلي طرحه وړاندي کړې.
دوی د نه ګډون علت دا ښوولئ دی چي د بن دوهم کنفرانس هم لکه لومړئ هغه د پرديو په ابتکار جوړيږي چي نه يې اجنډا مالومه ده او نه يې برخه وال مشخص سويدي ، په داسي حال کي چي د يوې ترخې تجربې او تاريخي فاجعې په توگه تر دې وړاندي او د لومړي بن کنفرانس په نامه تېرشوى چي په هغه کي ددوی په وينا د افغانستان اشغال ته د مشروعيت ورکولو هڅه وسوه.
د حزب اسلامي په دې اعلاميه کي راغلي دي چي د تهران او غرب ترمنځ وروستي توافقات، (لکه د اتمي تاسيساتو د تفتيش هيئت ته اجازه ورکول، د دوو امريکايي بنديانو خوشي کول، د سوريې په اړه د احمدي نژاد دا وينا چي بايد له مخالفينو سره د تشدد پرځاى خبري وشي، د ليبيا په اړه هغه څه ويل چي امريکا ترې غوښتل، ايران ته ددې اجازه ورکول چي په پوله او د افغانستان دننه په حساسو ځايونو کي نوې امنيتي پوستې جوړي کړي…) ښيي چي تهران به يو ځل بيا د بن په راتلونکې غونډي کي همغه څه کوي چي په مخکني کي ئې وکړل.
دوی وايي چي په معامله ګريو باور نلري ، له خپل اصولي دريځ او اسلامي تګلاري نه پرشاکېدونکي دي او وايي چي دافغانستان بحران د خارجيانو په وتلو او افغانانو ته خپل برخليک ټاکلو په حق ورکولو سره حل کېدلای سي.