کور / تازه خبرونه / ښونځى په بمونو والوزول شو !!!

ښونځى په بمونو والوزول شو !!!

دشماليپښتونخوا په دره ادم خېل سيمه کې دنجونو يولومړنى ښوونځى په بمونو والوزول شو. ددغه ښوونځي ودانۍ پخه جوړه وه او ګڼ کتابونه ورکي سوځېدلي دي . چارواکي وايي چې نامالومه وسله والوښوونځى تېره شپه په بمونو الوزولى دى . خو چاته ځاني زيان نه دى پکښي اوښتى. په هم دغه ادم خېل دره کې يوه امنيتي پوسته هم په راکټو ويشتل شوې ده چې دچارواکو په وينا هغه هم مرګ ژوبله نه لري.