کور / تازه خبرونه / كندهاركې دسوداګري مركزپرانيستل سوي

كندهاركې دسوداګري مركزپرانيستل سوي


تردرې كلنې رغاونې وروسته نن دكندهارپه زړه كې دپېسودادلون بدلون ترټولوستراومجهزماركيټ پرانيستل سو.
دغه اوه پوړېزه وداني دښارپه منځ كې امنيې قومندانۍ ته په نږدي واټن كې بنسټېزه جوړه سوې.
دصرافۍ په دغه ماركيټ كې دكندهاټول صرافان راغونډسوي اودايي يوازني كاروبارې سترمركزدي .
دماركيټ مشروايې چې دآمنيت له پلوه يې په ماركيټ كې مخپې كېمري نسب كړي اوځانګړي امنيتي كسان يي هم په دنده ګمارلي دي .
په ماركېټ كې ټولې اړتياوې په پام كې نيول سوي اوترټولوپه لوړپوړكې يې  مسجدجامع جوړه سوې اوپكې دانټريټ  اسانتياوي هم په پام كې نيول سوي .
پردغه اوه پوړيزه ودانۍ ټول ټال يوسلوشل ميليونه افغاۍ مالي لګښت راغلي چې پكې هرتجاردخپل كاروبارلپاره دوكانونه جوړكړي دي .
په دغه سوداګريزمركزكې  دافغان  يونايټيډبانګ يوه څانګه هم پرانيستل سوي چې دنړي په زياتوهيوادونوكې  سوداګرله دغې لاري څخه خپلي پېسي ترلاسه كولاي سي .
دودانۍ دپرانيستي په مراسموكې ګڼ شمېرملي تجاران راټول سوي وو اودكندهاردجګ پوړوولايتي چارواكوترڅنګ  په كندهاركې مېشتو ډيپلوماټانوګډون كړي و.
په كندهاركې ددغه ستراقتصادي مركزدجوړيدوپراهميت دكندهاردولايتي شوراريس احمدولي كرزي  خبري وكړي اودايې دلوي كندهارپه اقتصادكې مهم ګام وباله .
نومه وړي دنړي دځينومهمواقتصادي  هيوادونودنومونوپه يادونه سره پياوړې اقتصادټولوستونزودحل يوازني لاروبلل .
ښاغلي كرزي دملي تجارانوستاينه وكړل چې په تيروڅوكلونوكې يې دكندهارپه بيلابيلوبرخوپه پراخه پيمانه پانګونه  كړي .
دكندهارښاروال غلام حيدرحميدي دكليواوښارونوترمنځ دتوپېرپه يادونه سره وويل چې ددغه ډول ستروسوداګريزومركزونوجوړل دښارونودپرمختګ اوښكلاسبب  ګرځي .


حميدي زياته كړل چمتودي چې دښاروالۍ اړوندځمكې دكاروبارلپاره دسوداګروپه واك كې وركړي .
دكندهاروالي اسدالله خالد له پټي  پريكولووروسته ژمنه   وكړه  چې دسيمې په امنيت خوندي كولوكې به هڅې كوې .
خالدوويل چې دتښونو،وژنواوغلاوپه توريي دوې ډلي نيولي چې دسوداګرودكورنيود غړوپه تښولواووژنوكې يې لاس درلود.
تردي وړاندي دكندهارصرافانودښار  چارسوته نږدي  په يوه خامه ماركيټ كې كاروبار كاوه .
دسوداګروپه ويناچې هلته به له ګنوستونزوسره مخ ول .