کندهار : د سړک غاړي ماين چاودني ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

عطاالله محمدي | اکتوبر 3rd, 2011


لراوبر ته دکندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي د دې ولايت په ارغستان ولسوالي کي د سړک غاړي ماين چاودني درو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې.
د خبرپاڼي په حواله چي ياده چاودنه تېره ورځ شاوخوا ١١ بجې د سپيني ګاري په سيمه کي رامنځ ته سوې چي په پايله کي يې يو تن وژل سوى او دوه تنه نور ژوبل سوي .

Copyright Larawbar 2007-2024