له ژورناليست او ليکوال رحيم ګل څاروان سره خواخوږي

د لراوبر اداره | اکتوبر 3rd, 2011


د اشناټلويزيون د کابل همکار او د لوبي مجلې چلوونکئ دمسول ليکوال او ژورناليست رحيم ګل څاروان اکا ( تره ) قومندان ادم خان سردار د تېرې پنجشنبې په ورځ د ورپېښې ناروغۍ له امله په حق ورسېد او جنازه يې خپل کلي، یعنې د کابل د خاکجبار د دورانخېلو په کلي کې خاورو ته وسپارله سوه .


انالله و انااليه راجعون


ارواښاد د جهاد کلونو یو مخلص مجاهد وو چې له شوروي اتحاد د يرغل پر وړاندي يې د هیواد د ازادۍ لپاره په مېړانه مبارزه وکړه .


د ارواښاد د دوعاء او د قران عظیم الشان د ختم مراسم د میزان په پنځلسمه د جمعې په ورځ په لسو بجو په کابل کې اخېستل کیږي


پته :


رحيم ګل څاروان
کور نمبر ۲۰ – بلاک نمبر ب ۵
دطلايي ښارګوټي (شهرک طلایی ) څلورمه دروازه – کابل



د لراوبر ويبپاڼي اداره د خپلو همکارانو په استازيتوب د ښاغلي رحيم ګل څاروان د اکا د مړيني له امله ددوئ له درنې سره په دې غم کي ځانونه شريک ګڼي ، تسليت ورته وړاندي کوي او د ارواښاد قومندان ادم خان پاک روح ته د لوی خدای له درباره د فردوس جنت غوښتنه کوي .

Copyright Larawbar 2007-2024