کور / سياسي / امریکايي تورلیست د پښتنو پر وړاندي یوه بله دسیسه

امریکايي تورلیست د پښتنو پر وړاندي یوه بله دسیسه

په سیمه کي روان کړکېچ اوس دومره ابعاد او زویا پیدا کړي چي جاجونه یې د پښتنو په معاصر تاریخ کي دتاریخ لیکونکو خورا ستر مسؤلیت دئ ، په اوس وخت کي د حالاتو شنونکي باید د روانوجریاناتو تل ته کښته سي ، پټ او ښکار ه دښمنان وپېژني او هغه تر پر دې شاته جالونه  په ډاګه کړي چي په ډېر مهارت دپښتون قام د ځپلو، ورکولو او شنډولو په موخه په لروبر کي غوړول سوي دي .


پر افغانستان دشوروي تر یرغل وروسته چي کله په هیواد کي د پر دیو په وړاندي مقاومت پیل سو، د دیناو  ټاټوبي دساتني مبارزه تو ده سوه اوافغانستان د ګردې نړۍ د پاملرنې محور سو نو له هغه مهاله یو شمېر داسي کړۍ وې چيغوښتل یې پښتانه دژوند په هر ډګر کي وځپي او که یې له وسه پوره سي داسي  مرېیان ترې جوړ کړي چي په هرڅه کي ددوئ مرېیان او غلامان وي .


په هیواد کي دننه او بهر پښتون ضد کړیو غوښتل چي له بهرنیانو سره دګډ پلان له مخي پښتانه په هیوادکي دننه د پوهي له نعمته بې برخي کړي او تر هیواد بهر یې نوم داسي بد کړي چي د نړۍهر سړی کرکه ترې وکړي . که حالاتو ته په دقیق نظر وګورو نو د پښتنو دښمنان تر یوې کچي په خپلو موخو کي بریالي سوي دي تاسو نن پښتون میشتو سیمو ته وګورئ چي د پوهي کچه څومره پکي ټيټه ده ؟ له ختیځه  تر لوېدیځه ټول پښتون ملت په یوه نه یوه نوم هره ورځ ځورېږي، کورونه یې لوټېږي ، پر عزت یې تېرئ کېږي ، روغتون یې ورانېږي او ښوونځی یې په بمونو او بمباریو الوزول کېږي چي په پایله کي یې پښتانه د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو هم بې برخي دي .


تر دوه زره یوکال وروسته چي کله نړۍ والو په افغانستان کي د تروریزم په پلمه پوځونه ځای پر ځای کړل نو هم په توکمیز توپیر باور درلودونکو د شمالي ټلوالي غړیو له بهرنیانو سره په ګډه دا پلان طرح کړ چي او س د پښتنو د ځپلو ، پر شا ټېلوهلو او پرزولو تر بل هروختزرین چانس دئ له همدې نه په استفادې یې خپل روزلي اجیران له راغلیو نابللو مېلمنوسره یوځای کړل، هغوئ له څه تحقیق او پلټني پرته دوئ له سیمي د معلوماتو پرراټولولو وګومارل ، هغوئ ته یې په سیمه کي د کشف ماموریت وسپاری او په اصطلاح هغوئ یې منطقوي استخباراتي کسان ول، هغوئ د خپل غوړولي پلان په تطبیق هر هغه پښتون نابللو میلمنو ته د دښمن په نوم ورپېژندی چي دوئ ترې وېرېدل ، د نفوذ او لیاقت څښتن یې ګاڼی او ژوند یې ددوئ لپاره ګټه نه درلوده د همدې توکمیزي دښمنۍ په لړ کي ګڼي پښتنې کورنۍ، کلي، سیمي او عامه غونډي بمبار سوې، سیمیز مشران ووژل سول، په سیمه کي د پرمختیايي پروژو مخه ونیول سوه، د پوهي بهیر په ټپه ودرول سو او پښتانه یوځل بیا د دښمنانو د دسیسو داسي ښکار سول چي ډېره موده به کت سم نه کړای سي .


اوس یوه بله دسیسه دا پر کار اچول سوې چي دښمنان غواړي په اقتصادي ډګر کي هم پښتانه وځپي، مالي سرچینې یې وچي کړي او له راغلیو بهرنیانوڅخه د یوې وسېلې په توګه کار واخلي . په هیواد کي دننه څوکاله وړاندي داسي فکر کېدی چي پښتنانه که نور نه وي نو په اقتصادي ډګر کي یوڅه برلاسي دي، په دې معنی چي د پوځي، علمي ،سیاسي او کولتوري ډګر په پرتله کولای سي چي په دې ډګر کي له نورو سره سیالي وکړي ، پر ځان بسیا سي او خپل ولس په دې اړخ کي له ستونزو وژغوري ، خو دښمنانو دا لوری هم پېژندلی وو او په اهمیت یې پوهېدل له همدې امله یې خپلي ټولي هلي- ځلي پر کار واچولې چي په هره ممکنه وسیله پښتانه په دې ډګر کي هم پر ګونډو کړي . دوئ لومړی کار دا وکړ چي په هیواد کي دننه ډېری نوي پلي سوي مالي قرار دادونه یې په خپله اجاره کړل او پښتانه یې په یو اوبل نوم د هغو اخیستو ته پرېنښودل مګر اوس یې یوه بله خورا خطرناکه لوبه دا پیل کړې چي غواړي د پښتنو ملي سوداګر بدنام کړي او په هیواد کي دننه و بهر یې دسوداګرۍ مخه ونیسي ، په دې لړ کي که له یوې خوا په هیواد کي دننه له ترهګرو سره دهمکارۍ او قاچاق په نوم دهغوۍ املاک مصادره او لوټېږي له بلې خوا یې اوس دامریکایانو په مرسته دا پلان پر کار اچولی چي د هیواد ملي سوداګر په تورلیست کي داخلوي او هڅه روانه ده چي دهیواد ملي سوداګر له نړۍ والو په اصطلاح تروریستي شبکوسره په تړاو تورن کړي   . څو میاشتي وړاندي چي امریکا کوم تورلیست اعلان کړ په هغه کي مطلوب کسان تقریباًټول پښتانه ول او ویل سوي وو چي دوئ له تروریستانو سره اړیکي پالي، هغوئ ته مالي امکانات برابروي او دلګښتونو تمویل ورکوي . په هغه تور لیست کي ځیني کسان موږ پېژنو هغوئ یوازي خپلهسوداګري او تجارت کوي چي له هیڅ ډول وسلوالو شبکو او سازمانونو سره روابط نه لري ،په هغوئ کي یو تن دکندهار نوم وتی ملي سوداګر ښاغلی حاجي عبد الله اودهغه دشرکت نورغړي دي ، نوموړی موږ له نژدې پېژنو، تعلقات ورسره لرو او له ډېره وخته موشناخته دئ هغه په هیڅ ډول داسي فعالیتونو کي نه نېغ په نېغه ښکیل دئ چي په اصطلاح وسلوال وي  او نه د پردې تر شا لاس ورسره لري د هغه دبد نامولو هڅه یوازي په دې موخه سوې چي د پښتنو یو ملي سوداګر دئ وبس .


همدارنګه اوس چي امریکایانو کوم تورلیست خپور کړ بیا ټول پښتانه پکي داخلي سوي او د پښتنو ضد شمالي کړیو او دننه په پښتنو کي ځینو هغو کړیو ښه رول پکي لوبولی چي له ځینو نورو پښتنوقومونو سره زړې دښمنۍ لري . په دې لیست کي داخل کسان ټول زه له نژدې نه پېژنم خوله ښاغلي حاجي ملک نورزي سره نژدې روابط لرو، تګ راتګ موسره سته او په یوه سیمه کي مو وخت سره تېر کړی نوموړی نه یوازي داچي له هیڅ ډول وسلوالو خوځښتونو سره نه نېغ په نېغه او نه د پردې تر شا اړیکي لري بلکي هرورځ په سلګونوزره افغانۍ مالیه اومحصول موجوده دولت ته ورکوي ،خو کورنیو او بهرنیو دښمنانو یوازي په دې موخه د امریکایانوپه تور لیست کي داخل کړی چي هغه یو مخور ملي سودا ګر دئ چی د پښتنو شمالي دښمنان یې له پښتونوالي سره مخالف دي او دلته نور یې بیا له خېل سره .


د لرو بر پښتانه باید دې وروستۍ دسیسې ته جدي پاملرنه وکړي کنه د پښتنو اقتصادي حالت به نور هم خراب سي او نتایج به یې تر علمي، پوځي، سیاسي او کولتوري ډګر ډېر بد وي . پښتانه باید نور سره یو سي ، اتفاق وکړي او په اوسني حالت کي د دښمنانو ټولي دسیسې په ګډه شنډي کړي کنه هم به تاریخ او هم به راتلونکی نسل بد پرې وايي .