کور / تازه خبرونه / د عبدالحميد بابا ادبي جرګه

د عبدالحميد بابا ادبي جرګه

د عبدالحميد بابا ادبي جرګې پنځلس ورځنۍ غونډه د جمعې په ورځ مازديګر څلور بجې، د سپتمبر په ٣٠م تاريخ کال ٢٠١١ء، موسىٰ خان پرائمري سکول ماشوګګر، بډه بېره کې وکړه. د غونډې صدارت ښاغلي شهاب بنوڅي کولو او مشر مېلمه ئې بهرام شنواری وو. د نظامت چارې عصمت سوراني ترسره کړې او د تلاوت سعادت سراج الدين ترلاسه کړو. د تېرې غونډې روداد په څه لامل وانه ورلی شو او داسې رحمت ديوان خپله لنډه کيسه “لوز کرېکټر” تنقيد ته وړاندې کړه چې معياره کيسه وګڼلی شوه. په دوېمه برخه کې ازاده مشاعره وشوه، په تنقيدي برخه او مشاعره کې ښاغليو شهاب بنوڅي، بهرام شنواري، عصمت سوراني، رحمت ديوان، ظهرالدين، رضوان ساجن، سراج الدين، رحمت سيد صافي، پروېز حسرت، معروف عابد، مدد خان مدد، زرتاج صالح او عزيز احمديار برخه واخسته. يادګيرنه: د جرګې رابطه سيکرتر د درېو بجو بلنه خلکو ته لېږلې وه خو تر څلورو بجو پورې د جرګې يو غړی هم رانغلو، راغلو مېملنو غونډه وکړه او خواره شول، دا ډېره د بدبختۍ خبره ده.