کور / تازه خبرونه / دباباصاحب مېله چيان :په هرحال كې به خپلي مېلي كوو

دباباصاحب مېله چيان :په هرحال كې به خپلي مېلي كوو

مازيګرنږدي څلوربجې دارغنداب والسوالۍ وباباصاحب زيات ته نږدي واټن كې ديوي چاودني له امله پنځوكسوته مرګ ژوبله اوښتي ده .


دارغنداب والسوالۍ امنيه قومندان سمونوال زمري وويل چې ماين په يوه بائسكل كې ځاي پرځاي سوي واودپوليسودموټرپه رسيدوسره يې چاودنه وكړه .
نومه وړي زياته كړل چې په پېښه كي يوملكي كس وژل سوي دوه پوليس اودوه نورولسي كسان ټپيان سوي دي .


سمونوال زمري وويل چې ماين له لري واټن څخه كنتروليدونكې و خوپه تړاو يي څوګ ندي نيول سوي .


ده وويل چې كه ماين دګڼې ګوڼي څخه په ډك ځاي كې چاودنه كړي واي نودسردروندزيان به يي رامنځ ته كړي و.


نومه وړي دپېښي عاملين دهيواددښمان وبلل او نه غواړي چې  افغان  په خوشعالي كې ژوندوكړي اوخپل عننوي مراسم پرځاكړي .


كله چې د راپوردجوړولولپاره دارغنداب والسوالۍ ته ولاړونوپه بې ساري ډول دخلګوګڼه ګوڼه وه  .
دوي هرځاي  ناست واودنوي كال په مناسبت يې خوشعالي كول لكه چې موله دوي سره خبري كولې نوويل يي چې په هرحال كې به خپلي ددوديزي مېلې كوي .


په مېله كې زياتوګډون كونكودننني اورته پېښوعاملين دعاموافغانانودښمنان وبلل اوله افغان دولت څخه يې غوښتنه كول چې دپېښي عاملين دي ونيسي .
عيني شاهدانو په پېښه كې ديوه ملكې وګړي اويوه پوليس وژل كيدل  ددروپوليسو اوددوعاموكسانوټپي كيدل تايدكړل .


تردي ايله څوساعته مخكې په هلمند كې هم په يوه مېله ځاي كې چاودنه سوي وه چې  دولاتيتي
چارواكوپه خبره  دپوليسويوموټرپكې زيان سوي اوچاته پكې زيان نه واوښتي .