کور / تازه خبرونه / ولسمشر کرزى ډيلي ته ورسېدئ

ولسمشر کرزى ډيلي ته ورسېدئ

د افغانستان ولسمشر حامد کرزى نن په يوه دوه ورځي سفر د هندوستان پلازمېني ډيلي ته ورسېد.
ولسمشر کرزى به د دې دوه ورځني سفر په ترڅ کي د هندوستان له صدراعظم ډاکټر من موهن سنګهـ سره د افغانستان او هندوستان ترمنځ پر ستراتيژيک تړون او د دواړو هيوادونو ترمنځ پر اقتصادي مسايلو باندي خبري وکړي.
هندوستان په نړۍ کي له افغانستان سره پنځم غټ مرسته کوونکى هيواد دئ، چي له افغانستان سره په تعليمي، اقتصادي او پراختيايي پروژو کي مرسته کوي.