کور / کره کتنه / په شما لي ولایا تو کي د پښتنو ستونزي

په شما لي ولایا تو کي د پښتنو ستونزي

څو ورځي مخ کي د مزار شریف نه یوه دوست مي تیلفون راته کړی و او څرګنده یې کړه چي په شمالي ولاياتو کي پښتانه د درو غټو ستونزو سره مخا مخ دي
لومړی :ـ د تخارپه ولایت کي پښتانه تر روحي فزیکي اوغیراخلاقي فشارونو لاندي نیول کیږي چي بیـــا خلګ مجبور شي خپل کورونه پریږي او پر بله خوا ه یا بلي  لوري ته هجرت وکړي چي په دې ترڅ کي یوتعداد ډېر خلګ او فا ميلونه اوس هم مزار شریف ته را کډه شوي او په یوه ستونزمن اوناڅرګنده حالت کي ژوند تیروي
دوهم :ـ د بلخ په ولایت کي پنځه ولسوالی دي چي پښتا نه پکښې اوسیږي خو د دغو پنځو ولسواليو په اداري چوکا ټ کي یو پښتون هم د نده نلري د پوښتني او د رویږني ټولي دروازې د دوي پرمخ تړلي دي
هیچا ته دا حق نه ورکول کیږي چي دخپلو روا حقوقو له کبله چیري عرض وکړي اویا یې درویږنه وشي
دريم :ـ د نورو ملیتونو ځوا نا نو ته د لیک او لوست زمینه په پراخه توګه برابریږی چي په دې لړکي یا د حاکم تنظیمونوله خوا اوېا د خارجي ګا ونډ يا نوغرضي مرستو له کبله په شخصي توګه لیلیې په پیسوورته نیول کیږي څو ځوانان اونژدې خپلوان یې خپلي زده کړي سرته ورسوي چي دلوړو زده کړو لپاره په دې لاره کي څرګنده ګا مونه اخیستل شوي دي او نور هم اخیستل کیږي خو پښتانه بیچارګان بې سرپرسته لا وارثه  بې مشره او بې درویږني خلګ  دي چي نه یي چیغي او بغاري څوک اوري اونه دعرض اوداد مرجع لري نه عدالت او انصاف ویني اونه پیسې لري چي دخپل قانوني حق نه برخه مند شي  اود لوړو زده کړو زمينه ور ته برابره شي
هغه زیاته کړه چي د ده اونوروپښتنووړونوهيله دا ده چي د دوی ږغ د اروپایي  انترنیټي لیکو له لاري د ټولو افغانانو تر غوږو ور ورسیږي اوهم دټولو درد لرونکو وطنوالو څخه هيله لري چي په دې لاره کي د دوی څخه ملا تړ وکړي او ږغ یې تر یوه ځایه پوري ورسوي د دې سره جوخت دافغا نستان د لوړو زده کړو اونورو مسئولو ارګا نو نو څخه هیله لري چي په دې اړه تحقیق او دپام وړ ګامونه پورته کړي۰