کور / تازه خبرونه / سلمان شاهد:( لالی جان) کښې مرکزي کردار ترسره کوم

سلمان شاهد:( لالی جان) کښې مرکزي کردار ترسره کوم

د پښتو ټيلي فلم “اخري سلګۍ” نه د خپل کيرئير شروع کونکي نوي اداکار (ممثيل) سلمان شاهد وويل چې “نوی پښتو ټيلي فلم “لالي جان” کښې مرکزي کردار ترسره کوم، کوم چې زما د ژوند اهم کردار دی”. د دې خيالاتو اظهار نوموړي د خبريالانو سره په خبرو اترو کښې وکړو، هغه وويل چې “د “اخري سلګۍ” د زبردستۍ کاميابۍ نه وروسته ډېرو هدايتکارانو د پښتو ټيلي فلمونو او سي ډي ډرامو کښې د کار افر راته کړی دی، خو ما پکښې د کار کولو نه انکار وکړو، ځکه چې زۀ تعداد ته نه بلکې معيار ته ګورم”.



نوموړي وويل چې د “لالي جان” کيسه د نورو پښتو ټيلي فلمونو او ډرامو نه بلکل بدله ده، د ټيلي فلم کيسه شاهد صابر بغدادي ليکلې ده، هدايتکار ئې شاکر شموزۍ دی او کېمره مېني يې سليمان خان او شاه حسين تنها کوي. د فلم په نورو ستورو کښې زما نه علاوه رياض اختر، شهناز پېښورۍ، امجد سيد، نوې اداکاره شازيه، نياز محمد هوتي او جانداد وغېره شامل دي.