کور / تازه خبرونه / سرپل: يو ځانمرګی د ګل سرخ تر مراسمو مخکي نيول سوئ دئ

سرپل: يو ځانمرګی د ګل سرخ تر مراسمو مخکي نيول سوئ دئ

د سرپل په ولايت كي امنيتي منسوبين وايي چي دوي هغه كس نيولي ړي چي غوښتل يي پدي ولايت كي د نوي كال د مراسمو لمانځلو پر وخت ځان وژونكي حمله وكړي دا كس پدي بريد بريالي نشو خو په مزار شريف كي ايښودل شوي ماين وچاوديد


په سرپل ولايت كي د نوي كال مراسم د حمل په پنځمه د جڼډي په جګولو سره لمانځل كيږي پدي ولايت كي جڼډه د امام يحيي د زيارت خواته پورته كيږي د سرپل ولايت د امني قوماندان عپدالخالق صميمي د نيول شوي انتحاري په اړه وويل:موږ خبر تر لاسه كړ چي امرالدين نومي انتحاري د انتحاري عمل په ترسره كولو سره د ګل سرخ مراسم چي د جڼډي په جګولو پيليږي اخلال كړي چي مونږ دا كس د حمل په لومړي شپه ونيود سرپل د امني قوماندان وويل چي دوي لس ورځي مخكي هم دري كسه چي د دولت ضد فعاليتونه يي كول د وسلو او مهماتو سره نيولي وو چي دوي ټول د سرپل ولايت اوسيدونكي وو او دا انتحاري كس چي اوس نيول شوي هم ده د سرپل ولايت ده او كور ني يي د سرپل په ښار كي ژوند كويي ددي انتحاري له كوره هم مهمات نيول شوي دي د امنيي قوماندان وويل : هغه تلاشي مو چي درلوده د نورالدين له كوره مو يو انتحاري څلور بنده مكمل كمر بند يو روسي كلاشينكوف يوكيلو ګرام تروتيل دوه لاسي بمونه دوه د پرسونل ضد ماينونه يو بوتل ډير خطر ناك چاوديدونكي مواد دوه د تروتيل كپسولونه دوه د تيپ كسټونه ترلاسه كړل چي كسټونه لا تر اوسه ندي اوريدل شوي دا انتحاري كس كابل ته د كورنيو چارو وزارت ته انتقال شوي چي هيله ده د تحقيقاتو جزيات راورسيږي ترڅو د هغو له مخي دي كس سره تړلي كسان او اهداف كشف او شڼډ كړو .


د بلخ ولايت د امني قومانداني مۍپوعاتي مسول شير جان دراني هم وويل چي د مزار شريف ښار غربي لور ته يو ځاي په ځاي شوي لاسي بم چي د كثافاتو په يو بيرل كي وو وچاوده خو چاته كوم ځاني او مالي زيان ندي اوښتي او د پيښي عامل هم ندي نيول شوي


د سرپل په ولايت كي هم لكه د شمال د نورو ولايتونو په شان د ګل سرخ د مراسمو په مهال د بز كشي شتر جنګي ېرك جنګولو سګ جنګي او داسي نوري لوبي ترسره كيږي چي پدي ميدانونو كي د خلكو ګڼه ګوڼه زياته وي .