کور / سياسي / د ناټو وروستۍ حمله!؟

د ناټو وروستۍ حمله!؟

يادونه ( دغه ليكنه د پسرلي مجلې په ۲۴ مه ګڼه كې هم چاپ شوې)


ليكوال: ګلن ګريند والد


 ژباړه: جاويد واك


په افغانستان كې د ناټو لخوا په وحشيانه ډول د ملكي وګړو بې كچې وژنې د دې لامل شوي، چې ولسمشر كرزي له نړيوالو ځواكونو څخه په كلكه او ژر تر ژره د عملياتو د بندېدو غوښتنه وكړه. دغه مطلب تر ډېره ځايه لاس انجلس ټايم په هماغه ډول چې ولسمشر وينا كړې را اخيستى دى


((دا بايد د افغانانو پر كورونو باندې د ناټو وروستۍ حمله وي!)) دا د كرزي د وينا يوه برخه ده، چې په كابل كې يې په يو مطبوعاتي كنفرانس كې واوروله. نوموړي زياته كړه: (( موږ به نور دا ډول هوايي حملو ته په هېڅ ډول اجازه ورنكړو)).


له ناټو څخه د ولسمشر كرزي دا ډول غوښتنې ډېرى وخت سمبوليكې بڼې لري. دغه خبره په افغانستان كې د نظامي ځواكونو يوه غربي مسوول چې خپل نوم يې نه دى په ډاګه كړى، كړې ده.


نوموړى وايي، چې د هغو تعهداتو پر بنسټ چې هره مياشت يې له افغاني مسوولو مقاماتو سره لري، تل مشوره كوي او هر كار ته د افغانانو په مشوره تصميم نيسي.


هغه په ځانګړي ډول يادونه وكړه، چې ولسمشر كرزى په دې حساسو شېبو كې نه كوم ځانګړى تصميم نيولى شي او نه يې هم د خپل صلاحيت له مخې د ناټو د هوايي عملياتو مخنيوى كړى دى.


ځكه چې بهرني ځواكونه په افغانستان او په دغه هيواد كې مېشتو خلكو ته د ازادۍ او ديموكراسۍ راوستو په موخه راغلي يوو او ولسمشر دا صلاحيت نه لري، چې دوى د افغانانو پر كورونو له عملياتو او بمباريو څخه منع كړي.


د هغه حكم او خبرې سمبوليكه بڼه لري او كرزى دا ډول اظهارات نه يوازې دا چې د خپل ځان لپاره كوي، بلكې هغه د افغانانو له سخت فشار لاندې دى. 


 بله دا چې ناټو دلته د خلكو د ازادۍ لپاره راغلي ده؛ خو د يو چا له لوري په مرموز ډول د خلكو د غوسې ښكار ګرځي. د بهرنيانو په لاس د افغانانو وژنې پر سر د ولسمشر كرزي څرګندونو د دغو ځواكونو پر وړاندې د افغانانو كينه او غوسه لا زياته كړې ده.


د دې تر څنګ چې ناټو د افغانانو د ژغورنې لپاره پر يوې سختې جګړې لګيا ده، بيا هم د افغانان له دوى څخه ناراضه دي او هغه كارونه چې ناټو يې په سختيو ترسره كوي، دوى پرې ناخوښ دي.


په يوې ټولپوښتنې كې چې د نړيوالې ټولنې لخوا له افغانانو څخه د امنيت او بيارغونې په اړه په نږدې موده كې ترسره شوې، ښيي چې په لوړه كچه افغانان د ناټو له عملياتو څخه ناراضه دي او له هغوى سره خپل مخالفت څرګندوي.


دغه سروې د لومړي ځل لپاره د افغانستان په جنوب كې ترسره شوې، هغه ځاى كې چې جګړه پر خپل ټول شدت پر مخ روانه ده او ناټو په دې لټه كې ده، چې څنګه خلك د طالبانو له ظلم او ستم څخه وژغوري.


په ټولپوښتنه كې د افغانستان د شمال د اوسېدونكي نظريات هم را اخيستل شوي دي. دا چې طالبان د دوى پر وړاندې دومره محبوبيت نلري، (۱۵%) افغانان د ناټو عملياتو ته خوشبين دي. په داسې حال كې چې د جنوب غوڅ اكثريت د ناټو د عملياتو مخالفين دي. په هر صورت كه د ټولو افغانانو نظريات په پام كې ونيسو؛ نو له هرو لسو كسانو څخه اته افغانان د ناټو له عملياتو څخه ناراضه دي.


په دې صورت كې نو د ولسمشر كرزي تصميم د ناټو د عملياتو د ودرولو لپاره په بشپړ ډول بې بنياده دى. (هغه څه چې موږ يې غواړو بر عكس كار كوي).


بايد يادونه وكړو، چې په دې اړه د افغانانو ذهنونه هم بې اساسه او بې ربطه دي. ناټو په دې هېواد كې د ازادۍ او ديموكراسۍ د پلي كولو لپاره راغلي ده؛ نو د دوى په نظر په دې مسله كې  د دغه هيواد د انتخابي رهبرۍ نظريات قطعا سمبوليك دي او بايد يادونه وكړم، چې ناټو دلته د خپل ځان لپاره هم جنګېږي(كه چېرې هغوى په دې اړه نه پوهېږي).


هغه ستر او اوږد جنګ چې يوه لسيزه يې په افغانستان كې دوام وكړ او لا هم روان دى، امريكا په تاريخ كې له داسې مجملې جګړې سره نه وه مخ شوې.