کندهار : ترافيکي پېښي ٦ تنه ژوبل کړي

عطاالله محمدي | اکتوبر 5th, 2011


لراوبر ته دکندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي تېره ورځ د دې ولايت د سپين بولدک ولسوالۍ ته پر غزېدلې لار يوه ترافيکي پېښه رامنځ ته سوې .
د خبرپاڼي په حواله چي په پېښه کي شپږ تنه وژل سوي او سيميز روغتون ته د درملني په موخه وړل سوي چي اوس يې روغتيايي حالت د ډاډ وړ دئ .
همدا ډول تېره ورځ په ياده ولسوالي کي يوه بله ترافيکي پېښه په وېش بازار کي سوې وه چي شپږ تنه نور يې ژوبل کړي ول .

Copyright Larawbar 2007-2024