کندهار : په نړيوال هوايي ډګر کي ځانمرګى بريد سوى

عطاالله محمدي | اکتوبر 5th, 2011


دکندهار لايت په نړيوال هوايي ډګر کي تېره ورځ شاوخوا دوولس بجې يو ځانمرګى بريد وسو چي د امنيتي چارواکو په وينا يوازي د ځانمرګي بريد کوونکي په وژنه پاى ته رسېدلى .
ياد ځانمرګى بريدد يوه ټانکر موټر چلوونکى په وسيله رامنځ ته سوې .
چارواکي وايي چي د دې ټانکر د ډګر ته د داخلېدو په اړه يې پلټني پيل کړي او تر اوسه دوام لري .
په دې اړه تر اوسه وسله والو څه نه دي ويلي .

Copyright Larawbar 2007-2024