لېبيااو واتيکان دکليساپرجوړېدو هوکړه کړېده

د لراوبر اداره | اکتوبر 5th, 2011


واتیکان وايي دلېبیا نوې اداره ورسره منلي چې په لېبیاکې کلیسا جوړه کړو


په لیبیا کې دواتیکان سفیر توماسوکاپوتو وايي چې دلیبیا نوې ادارې ورسره منلې چې په دغه هېواد کې کلیسا جوړه کړو


ان تردې چې داخوان المسلمین ترڅنګ يې دکلیسا جوړول یوه ارزښتناکه خبره ګنلې، دفرانسې دخبري اژانس په وینا،توماسوکاپوتو چې په لیبیاکې دواتیکان سفیر اواسقف اعظم دی دواتیکان راډیو ته وویل: دمعمرالقذافي درژیم دله منځه تلو وروسته دلیبیا نوي حکومت ته ډیرهیله من یم، دواتیکان سفیر لیبیاته په خپل سفر کې دلیبیا دنویو لوړپوړو چارواکوسره وکتل چې له هغو څخه یوهم دلیبا دملي انتقالي شورا داجرايې ریس جبرییل فردي ؤ، جبرییل فردي هغه نوښتګر دی چې دمسلمانانو له ځینو عقایدوسره مخالفت کوي.


دواتیکان سفیر وايي: دلیبیا مقامات له واتیکان سره دټینګواړیکو دساتلو هوکړه کوي او وايي چې په لیبیا کې به هرومرو کلیسا جوړوي.

Copyright Larawbar 2007-2024