کور / علمي / په لوړ سرعت سره د ډېر کار ترسره کول

په لوړ سرعت سره د ډېر کار ترسره کول

بریالیتوب ، اختیار او پوره قدرت تاسو پر هغه موخه باندي متمرکز کوي چې تاسو ورته د رسیدلو ټینګ هوډ لرۍ. ( ویلفرډ ، ای . پیټرسن )
سریزه : د وخت د مدیریت دا سیمینار چې تاسو لولئ پوهیږم چې تاسو د هغه د لوستلو لپاره کم وخت لرۍ خو دا وعده درکوم چې هغه پاڼې او مخونه چې تاسو ته به وروسته راشې تاسوبه په لوړ حجم سره د کار له ترسره کولو سره له نظرونو، طریقو سټراټیژیو او د پکارولو له ټکنیکونو سره آشنا کړې . که چیرته دا قدرتمند ټکینکونه او طریقې تاسو زده کړۍ او په کار یې واچوۍ نو په ټولو برخو کې به د ژوند کیفیت په ښکاره ډول ښه او پرمختګ وکړې .
د تاریخ په اوږدو کې د ډېرو تکړه انسانانو ذهن ددې پوښتنې په لټه کې وو چې « څه ډول ژوند وکړو تر څو نیکمرغه شو ؟» . د مډرنې فلسفې پلار زیګمونډ فرویډ وایې چې د انسان لومړنۍ انګیزه د خوند اصل دی ؛ یانې هغه څه ته چې موږ غواړو ورسیږو د هغه لپاره دوامداره هڅه –  د خپل ځان او ژوند په اړه ښه احساس موږ ته رابخښې.
موږ ټول د نیکمرغې غوښتونکې یو ، د خپل وخت ډیره برخه یواځې د ژوند د طریقو په ترکیب ، اړیکو ، کار ، پیسو ، لوبو او نورو داسې فعالیتونو باندې مصرفوو چې موږ ته د نیکمرغې او خوښې ژور احساس راکړې . دا سیمینار چې د وخت د مدیریت په اړه دی په داسې ډول طرح شوی دی چې په سلګونو داسي نظرونه ستاسو په واک کې د کوې چې کولای شۍ هغه په بیړه علمې کړۍ ترڅو تاسو وکولای شۍ چې خپل ژوند او د ژوند نور فعالیتونو تنظیم کړۍ ترڅو خپلو نیکمرغیو ته د رسیدو لپاره له وړ غوښتنو څخه ډیره ګټه واخلۍ . وخت تیریدونکی دی او نه شو کولای چې هغه بیا لاسته راوړو. خو یواځې دومره کولای شو چې له هغه څخه په مختلفو طریقو سره ګټه واخلو. وخت دومره ارزښت لرې چې الله (ج) په هغه باندې په قرانکریم کې قسم یاد کړی او فرمایلې یې دې (( والعصر )) یانې قسم په زمانه او وخت .
د برایان ټریسې په وینا : (( ستاسو د ژوند کیفیت ستاسو له وخت څخه په سمه ګټه اخیستلو پورې تړلی دی )) او دا چې د وخت د مدیریت له کیفیت څخه سمه او په ښه توګه ګټه اخیستنه څه ډول ده ؟ امکان لري چې دا پوښتنه په همدې پیل کې رامنځته شې چې د وخت له مدیریت څخه د ګټې اخیستنې د کلید څه شئ دی ؟ نو ځواب یې ډیر آسانه او ساده ده : ((نظم )).


حسن خان درمل
کابل – افغانستان
۱۳۹۰ / وږی / ۲۲


 


د وخت مدیریت یوه وسیله ده :
کولای شو د وخت مدیریت داسې وسیله وبولو چې د هغه په واسطه سره داسې غوره ژوندکولو ته لاسرسی پیدا کړو چې ارزښتمنې لاسته راوړنې او د رضایت او کمال ژور احساس د هغه له ځانګړتیاوو څخه ګڼل کیږې . د وخت مدیریت داسي وسیله ده چې تاسو له اوسنې ځای څخه ستاسو د پام وړ مقصد ته وړې . د وخت مدیریت د داسې شخصي قوانینو مجموعه ده چې که چیرته مراعات شې نو تاسو ته دا امکان درکوې ترڅو هغه څه چې تاسو ورته په ژوند کې بریالیتوب ته د رسیدو لپاره اړتیا لرۍ – لاس ته راوړۍ ، ترسره یې کړۍ او همدارنګه په ژوند کې نیکمرغې او لوړ خوند ته ورسیږۍ .
د بریالیتوب ګډ حالت یا بڼه :
د بریالیو کسانو په اړه چې هر څومره زیاته څيړنه وشې نو دا به ښکاره شې چې هغوی ټول یو ګډ حالت لرې هغه داچې هغوی خپل وخت ته ډیر ارزښت ورکوې او په دوامداره ډول هڅه کوې خپل ژوند په ښه ډول تنظیم کړې . په پای کې به دې ټکې ته ورسیږۍ چې د وخت د مدیریت له اصلې مهارتونو څخه له ګټه اخیستلو پرته هیڅ یوه بریالیتوب رسیدل ممکن نه دې ، حتی نه شو کولای تصور وکړو چې یو کس له بې نظمه ژوند سره نیکمرغې او بریالیتوب ته ورسیږې . د وخت د مدیریت یو له غوره ذخیرو څخه داده چې کله د وخت د مدیریت قوانین ټاکۍ نو په همدې وخت کې به ډیر نور داسې خپل عادتونو هم ښه کړۍ چې ستاسو د ژوند په ټولو برخو کې د ښکاره لاسته راوړنو ، شتمنېو او بریالیتوبونو لامل کیږې . ستاسو لپاره د وخت د مدیریت د مهارتونو د پرمختیا د پیل ټکی دادی ترڅو په دې پوه شۍ چې د وخت مدیریت په واقیعت کې هماغه د ژوند مدیریت دی ، په دې طریقه سره کولای شۍ چې د ژوند له خورا ارزښتمنې ورکړې ( تحفې ) څخه ساتنه وکړۍ . بنجامین فرانکلن  وایې : « که چیرته له ژوند سره مینه لرۍ نو وخت مه ضایع کوۍ ځکه دی وایې چې ژوند له وخت څخه جوړ شوی دی » . کله چې مو پر وخت باندی تسلط پیدا کړ نو هغه وخت به پر خپل راتلوونکې باندې هم پوره کنټرول ولرۍ .
د وخت د مدیریت په تنظیم سره به تاسو یو نوی انسان شۍ او د نړۍ په اړه به یو نوی فکر وکړۍ . په کم وخت کې د کار ډیر حجم نسبت هغه څه ته چې فکر کوۍ د امکان وړ دی ، یانې کولای شۍ په ډیر لږ وخت دومره کار وکړۍ چې هیڅ د باور وړ نه وې ، او همدارنګه په خپل ژوند باندې به پوره واکمنې ولرۍ .
که چیرته فزیکي او ذهني منابع متمرکزي وي نو دیوې مسألي دحل لپاره د یوه شخص قدرت په شدت سره ډیریږي . (نورمن وینسنټ پیل ).



د وخت د مدیریت ارواپوهنه
ذهن محدود دی ، تر هغه چې ذهن دا واقیعت تصور کوي چې کولای شۍ کار تر سره کړۍ ، نو کولای شۍ چې ترسره يي کړۍ تر هغه چې سل په سلو پر هغه باور ولرۍ .( آرنولډ شوارتزنګر).
د تناظر قانون له مخې ستاسو بهرنی ژوند د داخلې ژوند منعکس شوی تصویر دی ، هر ځای ته چې ګورۍ خپل منعکس شوی تصویر وینۍ . نړۍ په هغه ډول نه ګورۍ چې څه ډول باید ولیدله شې ، بلکه هغه به په انعکاسې ‌ډول له خپل ځان څخه یانې د خپل ځان له داخل څخه ووینۍ . که چیرته غواړۍ هغه څه چې ستا په شا او خوا نړۍ کې جریان لرې او اړیکو ، پایلو او امتیازونو ته تغییر ورکړۍ نو هغه څه ته باید تغییر ورکړۍ چې ستاسو د وجود په داخلې نړۍ کې شتون لرې . له نیکمرغه دا یواځې ستاسو د ژوند هغه برخه ده چې په هغه باندې کنټرول لرۍ .
د بریالیتوب د پیل ټکی :
د وخت په مدیریت کې د ښه والې او غوره والې د پېل ټکی ستاسو مینه او اراده ده . تقریباً ټول خلک دا احساس کوې چې د وخت د مدیریت په اړه يې مهارتونه له نورو څخه غوره او ښه دې . ډیری خلک څو څو ځله تصمیم نیسې چې په متمرکز کولو ، غوره لومړېتوبونو او وروسته والې باندې پر واکمنۍ سره د وخت په مدیریت کې جدېتوب ته ورسیږې ، کله هم بیا تصمیم نیسې ترڅو د وخت د مدیریت پر وړاندې جدې واوسې یانې د وخت مدیریت جدې تعقیبوې ، خو په ډېر تأسف سره چې « د دوزخ لاره د ښو نیتونو په ډبرو سره پوښل شوې ده » .
د انګیزش کیلې – انګیزه او محرک دی ، ددې لپاره چې د وخت د مدیریت د پراختیا لپاره پوره مینه او علاقه ولرۍ هغه ګټې او منافع چې احساس یې کوۍ نو له هغو څخه به برخمن شۍ او باید تاسو ته لازمه انګیزه درکړې . په دې سمینار کې به د خپلو زده کړیو اعمالو لپاره له لاندینیو څلورو لاملونو یا دلایلو سره بلد شۍ . کولای شۍ :
۱ – هره ورځ دوه ساعته زیات ولرۍ .
۲ – خپلو حاصلاتو او کړنو ته ښه والی ورکړۍ .
۳ – په کارونو باندې خپل کنټرول ډېر کړۍ .
۴ – له خپلې کورنۍ سره د ډېر وخت تیرلو ته وخت ورکړۍ .
۱ – په ورځ کې دوه ساعته اضافه :
د هغه څه په تمرین سره چې په دې سیمینار کې یې زده کوۍ ، هره ورځ لږ تر لږه دوه ساعته اضافه ولرۍ ، فکر وکړۍ که چیرته هره ورځ دوه ساعته اضافه کار وکړۍ نو څه کارونه کولای شۍ ترسره کړي ؟ څه ډول پروژې به پېل او پای ته به یې ورسوۍ ؟ څه ډول کتابونو به ولیکۍ او چاپ به یې کړۍ ؟ څه ډول څیزونه به زده کړۍ او په هغو کې به مهارت ترلاسه کړۍ ؟ که چیرته وکولای شۍ په خپلو ارزښتناکو دندو باندې تمرکز وکړۍ نو په دې دوه ساعته اضافه وخت کې څه ډول کارونه کولای شۍ ؟ په ورځ کې دوه ساعته اضافه کې چیرته د اوونۍ په پنځو ورځو کې ضرب شې نو په اوونۍ کې له لس ساعته اضافه وخت سره برابریږې ، که چیرته دا د اوونۍ لس اضافه ساعتونه د کال په پنځوسو اوونیو کې ضرب کړۍ نو په کال کې له پنځه سوه کارې ساعتونو سره مساوې کیږې چې دا پنځه سوه ساعته له دوولسو اوونیو او څلویښتو ساعتونو یا که داسې ووایو چې له دریو کارې میاشتو سره برابریږي « یانې په یوه کال کې به دری کارې میاشتې موږ زیات کار کړی وې چې په دې دریو میاشتو کې تکړه او کارګر انسان دومره څه کولای شې چې تصور یې هم نه کیږې » . په ورځ کې له دوه اضافه کارې ساعتونو سره کولای شۍ خپل شخصې او کارې ژوند ته بدلون ورکړۍ ، کولای شۍ خپلو ټولو موخو ته ورسیږۍ او په دوه یا دری کاله کې خپله ګټه یا حاصل زیات کړۍ او که چیرته شتمن هم نه شوۍ نو مالې خپلواکې ته خو به حتماً ورسیږۍ .
دا په دې مانا ده چې وخت اوس هم زموږ په واک کې دی یانې که چیرته وغواړو اوس هم وخت شته کولای شو ګټه ترېنه واخلو او هغه څه چې موږ ته په اوسمهال کې ناممکن ښکارې له وخت څخه په ګټه اخیستلو سره کولای شو هغه ممکن کړو ، ځکه هره ستونزه ، هر کار ، هره موخه یوه د حل او په لاس راوړلو لاره لرې خو دا چې څه ډول او څه وخت موږ کولای شو دا ستونزې حل او دې موخو ته ورسیږو دا په موږ او تاسو پورې اړه لري چې څنګه کولای شو له شته وخت څخه سمه ګټه واخلو ، په پښتو کې مشهور متل دی چې وایې « غر که لوړ ده په سر لار لرې » ، نو بیا ولې موږ او تاسو ته د دې نیمګړې نړۍ کارونه ستونزمن ښکارې ؟ ولې نه شو کولای په خپل ژوند کې خپلو ټاکلو موخو ته ورسیږو ؟ ولې هر وخت داسې وایو چې افسوس وخت راباندې تیر شو خو هیڅ مې هم ونه کړل ؟ نه نه په واقیعت کې داسې نه ده بلکه هر وخت په هر عمر کې زموږ او ستاسو لپاره وخت دی خو په دې شرط چې موږ او تاسو وکولای شو له هغه څخه په سمه توګه ګټه واخلو .
زموږ دا عادت دی که چیرته مو یو څه ته اړتیا شوه او په لاس رانغی نو بس نا هیلې کیږو او وایو چې زما قسمت خراب دی ، زما په قسمت کې دا شئ نه شته ، خو اصلې خبره بل ځای ده ، الله (ج) فرمایې  چې « که چیرته زما بنده ګان له خپل وخت څخه مخکې زما څخه یو څه چې د هغه په قسمت کې وې وغواړي نو زه یې له هغه څخه محروموم » او همدارنګه په بل ځای کې الله (ج) فرمایې  چې « زما له رحمت څخه ناهیلې کیدل کفر دی » ، دا په دې مانا ده چې هیڅ وخت هم مه ناهیلې کیږۍ بلکه له وخت څخه ګټه واخلۍ ، زیار وباسۍ تر څو هغه څه چې تاسو یې له الله ( ج) څخه غوښتنه کوۍ تاسو ته ورسیږې .
۲ – د حاصل او کړنو ښه والی او غوره والی :
ګټه ، کړنې او ستاسو لاسته راوړنې به په راتلوونکې کال کې تر (۲۵) سلنې پورې ډ‌یروالی پیدا کړې . د کار کولو دوه ډک ساعتونه له هغه کار څخه زیات دې چې تاسو یې اته ساعتونه د خپل کار په منزل کې تیروئ  او لیږ تر لیږه له ( ۲۵) سلنې ډیروالې سره برابر دې .  هغه څه چې نن لاسته راوړۍ د هغه څه پایله ده چې همدا نن مو تولید کړې دې ، که چیرته مو خپله ګټه تر ( ۲۵ ) سلنې او یا له هغه څخه ډیره کړه نو په پایله کې باید ( ۲۵ ) سلنه او یا له هغه څخه ډیر څه هم لاسته راوړۍ .
۳ – په کارونو باندې د کنټرول زیاتوالی :
که چیرته دا نظريې تمرین کړئ او په کار یې یوسئ نو ډیره انرژې او کم فشار به ولرئ .  کله چې د وخت د قدرت له اړم څخه ګټه اخلئ نو په خپل شخصې ژوند او کار باندې به ډیر کنټرول ولرئ او دا به هم احساس کړئ چې په خپل راتلوونکې باندې پوره واکمنې لرئ ، په خپل ژوند کې به د یوه قدرت حس وکړئ  ، او د خپل ژوند په ټولو برخو کې به مثبت او قدرتمند احساس وکړئ . د کلونو په اوږدو کې ارواپوهانو په مشهوره برخه (( د کنټرول ځای یا مکان )) کې پراخې څیړنې ترسره کړې دې ، هغوی دا څرګنده کړه چې ؛ تر یوې اندازې د خپل ځان او ژوند په اړه مثبت احساس لرئ چې د هغه پر وړاندې د مسؤلیت احساس کوئ . تاسو د کنټرول یو داخلې مکان لرئ ، د همدې داخلې مکان د کنټرول له مخې تاسو دا احساس کوئ چې ستاسو خپل ژوند ستاسو په لاس کې دی ، تاسو په خپله تصمیم نیسئ او د خپلو کارونو او پایلو مسؤل یاست او په خپل ژوند کې یوه خلاقه او لومړنۍ قوه ګڼله کیږئ . په دې سره به تاسو دا هم احساس کړۍ چې تاسو یو نیکمرغه انسان یاست او په خپل نفس باندې ډیر باور او اعتماد لرۍ ، په خپل ځان کې د ډیر شخصې قدرت احساس کوئ ، د خپل راتلوونکې په اړه د ډیر مسؤلیت احساس کوئ ، د ډیرې آرامتیا حس به وکړئ او تل به مثبت فکر کوئ .
همدارنګه ارواپوهانو دا هم څرګنده کړه چې که چیرته تاسو په خپل بهرنې مکان باندې کنټرول ولرئ نو دا به احساس کړئ چې له تاسو څخه بهر خلک او شرایط یانې (( ستاسو رئیس ، ستاسو د حسابونو بڼه ، کورنۍ او ستاسو روغتیا )) او یا هم ځینې نور لاملونه تاسو تر کنټرول لاندې لرې نو منفې احساسات به ولرئ او عصبانې او په غالب ډول پریښانه به شۍ ، د بې ځایه توب احساس او د کارونو  په تغییر کې به ناوسې واوسۍ .
له پورتنیو خبرو څخه دې پایلې ته رسیږو چې هر وخت او په هر ځاې کې باید په خپلو داخلې کارونو باندې کنټرول ولرو ، یانې کله چې مو لومړی د خپل ځان کارونه منظم کړل او د یوه قوې تصمیم د نیولو پر بنسټ باندې مود پرمخ  وړلو هڅې  پیل کړې نو ډاډه اوسۍ چې هیڅکله به هم په خپلو کارونو کې پاتې نه راځۍ ، خو که چیرته ستاسو په داخلې کارونو باندې کنټرول شتون ونه لرې نو څنګه به وکولای شۍ چې بهرنې کارونه کنټرول کړي ؟ هغه یوه مشهوره خبره ده چې اصلاح له خپله ځانه پیل کیږې او بیا باید د نورو په اصلاح پسې وګرځو یا که داسې وویل شې چې لومړی باید یو څوک خپله غلطې اصلاح کړې او بیا د بل د غلطې د اصلاح کولو هڅې وکړې . نو راځم د خپلې موضوع په اړه داسې وایم چې د ادارې او مدیریت مشهوره مقوله ده چې وایې (( ښه مدیر یا منیجر هغه دی چې د یوې ستونزې یا کار د ترسره کولو لپاره عملې اقدام وکړې)) ، نو که چیرته د هر کار د ترسره کولو لپاره عملې اقدام وشې او له خپل وخت څخه په ګټې اخیستلو سره یې په خپل وخت ترسره کړو نو هیڅکله به هم دا احساس نه کړو چې زما کارونه نیمګړې پاتې دې ، نن يې پیل کړه او د پای ته رسولو هڅه یې هم همدا نن وکړه ، ځکه چې وایې د نن کار سبا ته مه پریږده کیدای شې سبا ته نور کارونه هم پیدا شې او تاسو به یې بیا په ترسره کولو کې عاجز او کم وسه یاست.
دا چې څه ډول موږ او تاسو کولای شو په خپلو کارونو باندې کنټرول ولرو نو د هر کار د ترسره کولو لپاره باید یو ځانګړی وخت وټاکو دا چې څه ډول کولای شو د هر کار لپاره ځانګړی وخت وټاکو نو یوه قوې او عملې پلان ته اړتیا ده ، تر څو زموږ کارونه په منظم ډول په هغه کې ولیکل شې او د ترسره کولو په وخت کې یې له کومې ستونزې سره مخ نه شو خو یوه خبره چې باید ويې کړم دا ده چې د هر کار په ترسره کولو کې باید ځینې احتمالې ستونزي په پام کې ولرو ، ځکه چې د احتمالاتو په پام کې نیول کولای شې له موږ او تاسو سره ډیره مرسته وکړې . په دې مانا چې که په خپل پلان کې د یوې ستونزې د راپیدا کیدو احتمال په پام کې ولرو نو کولای شو چې د هغې د له منځه وړلو لپاره مخکې له مخکې څه چمتووالی ولرو چې په دې کار سره کولای شو د خپل وخت له ضایع کیدو څخه مخنیوی وکړو او د خپل کار په ترسره کولو باندې تر یوه حده واکمنې هم ولرو . دا چې دا پلان څه ډول چمتو شې نو وخت او شرایط دې چې کولای شو د هغو مطابق پلان جوړ کړو او د هغو مطابق یې عملې کړو.
۴ – له خپلې کورنۍ سره د ډېر وخت تیرلو ته وخت ورکړۍ :
کله چې خپل وخت او ژوند تر کنټرول لاندې ونیسۍ نو د خپلې کورنۍ او شخصې ژوند لپاره به ډیر وخت  پیدا کړۍ. همدارنګه د خپلو ملګرو ، آرام کولو ، د شخصې او حرفوې کارونو او بل هر څه د پرمخ وړلو لپاره به ډیر وخت ولرۍ . کله چې په خپل وخت باندې واکمنې ولرۍ او هره ورځ دوه له کاره ډک ساعته په لاس راوړۍ نو کولای شۍ دا اضافه وخت په یوه لوبه کې ګډون کولو ، د پوهنتون پوره کولو ، د یوه کتاب لیکلو ، د یوه نوې کار په کاراچولو ، او یا د یوه غوره ژوند د رامنځته کولو لپاره په کار یوسۍ او ګټه ترېنه واخلۍ . په همدې دوه اضافه ساعتونو سره تاسو کولای شئ خپل کار او ژوند په یوه روښانه لورې یوسۍ او په ډیر سرعت سره د هغه څه په اړه چې مو فکر کاوه مخته ولاړ شۍ .
د خپلو کړنو لوړو پوړیو ته د رسیدو لپاره دوولس ثبوت شوې اصلونه :
په دې برخه کې به هغه دوولس اصلونه وګورئ چې کولای شئ هره ورځ د هغوی د لاسته راوړلو هڅه وکړئ تر څو له کارونو څخه غوره پایله واخلئ او هغو ته غوره والی ورکړئ .
لومړی اصل : د وخت په مدیریت سره کولای شئ د خپلو مرستو ارزښتونه لوړ کړئ ؛ د نفس عزت د هغې پوهې پایله ده چې تاسو یې په خپل کار او ژوند کې واردوئ  او دا پوهه له هغې پوهې له میزان څخه زیاته ده چې تاسو یې له بهرنۍ نړۍ څخه لاسته راوړئ ، یانې ستاسو د خپلې لاسته راوړې پوهې څخه ډېر  له خپل کار او ژوند سره مرسته کوئ . هر هغه څه چې ستاسو په کورنۍ او کار باندې ډېر تأثیر کوې نو ستاسو د نفس عزت به نور هم زیات کړې . د ښه وخت مدیریت تاسو ته دا قوت درکوې چې له خپلې توانایې څخه کار واخلئ ترڅو خپل کار ته ډیر ارزښت ورکړئ .
دوهم اصل : ستاسو ګټه که هغه ملموسه وې او که غیر ملموسه هر وخت له هغو خدمتونو سره برابره ده چې نورو ته یې وړاندې کوئ؛
د کرلو او لاسته راوړلو د قانون اړوند ، د وخت مدیریت تاسو ته اجازه درکوې چې د ژوند په هره برخه کې که تاسو یو څه په ښه او غوره ډول وکرئ نو غوره او ښه لاسته راوړنه به هم ولرئ . که چیرته غواړئ د خپلو ګټو کمیت او کیفیت ته زیاتوالی ورکړئ نو یواځې د هغو لارو په لټه کې شئ چې ستاسو د خدمت ارزښت لوړ وې .دا کار تر ډیره بریده ستاسو په واک کې دی.
دریم اصل : د وخت ګټور مدیریت دې ته اړتیا لرې چې تاسو خپل ځان د یوه کارځای ( کارخانې ) په څير وګڼئ ؛
هره کارخانه دری تولیدې فازه لرې . وړاندې له هر څه ، د خامو موادو داخلول ، وخت ، د کار قوه ، پیسې او سرچینې یانې منابع مطرح دې ، یاد شوې موارد  تولیدې عوامل دې چې د تولیدې محصول لپاره یې شتون ډیر اړین دی . بل داچې د کارخانې په دننه کې فعالیتونه ترسره کیږې چې دې فعالیتونو ته تولیدې یا کارې فعالیتونه ویل کیږې چې دا هم د تولیدد محصول لپاره اړین خدمات دې .
د هغو کسانو چې کار کوې او هغه چې په خپل کار کې بریالې او مؤفق نه وې –  توپیر یې دا دی ، مؤفق کسان هر وخت په خپلو پایلو او کړنو چې د هغوی لاسته راوړنه ده تمرکز لرې او متوسط او ضعیفه کسان د هماغه فعالیتونو په کړنو باندې تمرکز کوې.  د وخت د مدیریت له غوره او مؤفقه نښو څخه یې یوه دا ده چې تل باید له خپله ځانه وپوښتئ چې: (( له ما څخه کوم هیلې کیږې ؟ یانې خلک له ما څخه څه غوښتنې لرې ؟ ، له ما څخه د څه شې د تولید هیله لري یانې څه شئ تولید کړم ؟ ، ولې ماته حقوق راکوې؟))
هر څومره چې ستاسو په خوا باندې ډیر تمرکز وې نو کولای شئ په ګټوره او غوره توګه عمل ترسره کړئ . په پایله کې به ډير ارزښت رامنځته کړئ او له خپل شرکت سره به ډیرې او ارزښتمنې مرستې وکړئ .
څلورم اصل : د هر کار په ترسره کولو کې بریالیتوب او یا نه بریالیتوب د وخت له مدیریت څخه په مطلوب توګه ستاسو د ګټې اخیستلو په توانایې پوري اړه لري.
پنځم اصل : وخت د لاسته راوړنو خورا کم پیدا سرچینه ده.
شپږم اصل : د وخت د مدیریت د مهارتونو تمرینول تاسو ته دا امکان درکوې چې د قضاوت قدرت ، وړاندوینه ، په نفس باندې تکیه او د نفس روزنې ته ارتقاء ورکړئ.
اووم اصل : د وخت په مدیریت باندې تمرکز تاسو دې ته چمتو کوې چې په ډير شدت سره پایله ترلاسه کړئ.
اتم اصل : د وخت مدیریت ددې لامل کیږې چې تاسو په ښه توګه کار وکړئ ، نه په ستونزمنه توګه .
نهم اصل : د وخت مؤفق مدیریت د انرژې ، شوق او د مثبتو روحې حالاتو سرچینه ده.
لسم اصل : د هغو غوښتنو په نسبت چې له خپل ځان څخه یې لرئ – وده به وکړئ.
یوولسم اصل : ټینګه انګیزه یواځې او یواځې خپلو پایلو او لاسته راوړنو ته د رسیدو له احساس څخه رامنځته کیږې.
دوولسم اصل : اوس ، همدا شیبه ټول وخت ، وخت دی چې تاسو یې په خپل واک کې لرئ.
د وخت د مدیریت ( ۷) تمرینونه :
اووه لاري شتون لري چې له تاسو سره مرسته کوې ترڅو د وخت د مدیریت عادتونو ته په خپل ځان کې پراختیا ورکړئ. هر څومره چې ډیر ددې طریقو په اړه فکر وکړئ او په هغو باندې کار وکړئ نو په ډیره آسانه سره به خپل ژوند ته پلان پیدا کړئ او خپل ژوند به پلان کړئ تر څو مو د ژوند هره ګړۍ ګټوره او له کاره ډکه وې.
لومړی : په یاد ولرئ چې د خپل ځان پیژندل ستاسو کړنې ټاکې . هر وخت ستاسو بهرنۍ رفتار له هغه تصویر سره همغږی دی چې په خپل ذهن کې یې لرئ . هڅه وکړئ هغه ډول چې غواړئ د خپل ځان په اړه تصور وکړئ ، نه هغه ډول چې په پخوا وختونو کې مو فکر کاوه .
دوهم : په یاد ولرئ چې یوویشت ورځې تمرین او تکرار د یوه نوې عادت لپاره یوه نوې نمونه جوړوې ، ددې تمه مه کوئ چې هر څه ته په یو ځل تغییر ورکړئ ، بلکه صابر واوسۍ .
دریم : له خپل ځان سره وعده او قول وکړئ چې د وخت په مدیریت کې ممتازه شئ ، وعده وکړئ چې په خپلو خورا مهمو دندو باندې تمرکز پیدا کړئ او وروسته نورو ته وعده ورکړئ چې په راتلوونکې کې ګټور او مؤثر واقع شې.
څلورم : د وخت د مدیریت د پراختیا لپاره کافې ده چې له هغه ځایه یې پیل کړئ کوم چې د وخت ضعیفه مدیریت ستاسو د پرمختګ خنډ شوی وو. هڅه مه کوئ چې هر څه ته تغییر ورکړئ بلکه یواځې هغه رفتار یا عادت ته تغییر ورکړئ چې په هغه کې تاسو ته ډیره ګټه رسیږې .
پنځم : خپل د وخت د مدیریت نوې عادتونه  په ډیر قدرت سره پیل کړئ. کله چې دا تصمیم نیسئ ترڅو په یوه ځانکړې رفتار کې ممتاز او غوره شئ نو د ځان لپار ه هیڅ ډول استثناء هم مه منئ.
شپږم : د (( آزمویلو او خطاء )) د طریقې پر ځای د (( آزمویلو او بریالیتوب )) له طریقې څخه کار واخلئ . په دې طریقه سره تاسو کولای شئ دا معلومه کړئ چې څه ډول له ستونزو او ناکامیو سره پر مخ ولاړ شئ او دا باید په یاد ولرئ چې له خپلو غلطیو څخه درس زده کړئ.
اووم : له ټولو څخه مهمه دا ده چې قاطع باور ولرئ ، ځکه کولای شئ د وخت په مدیریت سره تاسو یو قوې او تکړه کس شئ. د باور قانون وایې : (( ستاسو باورونه  کیدای شې ستاسو په واقیعتونو باندې بدل شې )) .
یواځې او يواځې کار پیل کړئ او تر هغه پورې دوام ورکړئ چې د وخت د مدیریت نوې عادتونه ثبات پیدا کړې . د وخت له مدیریت څخه په ګټې اخیستلو سره تاسو کولای شئ په هر خنډ او مانع باندې غلبه پیدا کړئ او هره هغه موخه چې رسیدل ورته غواړئ –  ورته وبه رسیږئ . د وخت د مدیریت له  مهارتونو څخه په ګټه اخیستلو سره کولای شئ په ټول ژوند او راتلوونکې باندې کنټرول پیدا کړئ. د وخت مدیریت وروستنې بریالیتوب ته د رسیدلو یواځنۍ لاره ده .
د ماتې یا ناکامې اصلې لامل :
کوښښ وکړئ تر څو ستاسو د ژوند قانون دا وې چې د هر کار په ترسره کولو کې خپله ټوله هڅه وکړئ  ، په خپله میړانه هغه ښکاره کړئ او اجازه ورکړئ تر څو لومړیتوب ستاسو نښه وې .  (( اوریسون سوټ ماډرن ،، امریکایې لیکوال))


پیټرډراکر  وایې : « د هرې ناکامې او ماتې لوې لامل بې پلانه او بې کړنلارې اقدام کول دې  ». که چیرته مو په ژوند کې لوېې غلطې کړې وې نو ویې ګورئ چې ټول به یې یو ګډ عامل ولرې ، یانې پرته له کافې فکر کولو څخه مو بیړنی تصمیم نیولی او کار مو ترسره کړی دی ، او یا مو کافې اطلاعات نه دې پیدا کړې ، یا داچې د موافقو او مخالفو نظرونو په ارزونه او د هغوی په منځ کې د تعادل په رامنځته کولو باندې موکافې وخت نه دی مصرف کړی ، په هر مورد کې کیداې شې ناکامې (ماتې) او یا د دقیق  پلان نه درلودل ډیر ګران تمام شې . په همدې حال کې به وپوهیږئ چې ستاسو د ژوند یا دیوې پروژې د کار هر یو بریالیتوب  دیوه ښه پلان او کړنلارې له مخې لاسته راغلی دی.  هر څومره چې د یوه کار د پایلو ، لاسته راوړنو او د خپلو احتمالې اقدامونو په اړه په فکرکولو باندې ډیر وخت تیر کړئ  نو په هماغه اندازه به ستاسو کار او د کار پایلې ډیرې ګټورې او د خوښې وړ وې .  واقیعت دا دی چې د کار له پیل څخه وړاندې هر څومره ستاسو پلان او کړنلاره پوره ، کامله او غوره وې  نو ډیر احتمال لرې چې بریالیتوب ته ورسیږئ . د یوې پخوانې وینا اړوند (( بریالیتوب او موفقیت له  ډیر نظم څخه لاسته راځې )). د نفس په روزلو کې یو له غوره تمرینونو څخه  په فکرکولو او د کارونو په اړه د پلان په جوړولو باندې  د وخت مصرفول دې .
د وخت د مدیریت مطلوبه درجه یا حد :
ددې لپاره چې وکولای شو په خپل وخت باندې په ښه ډول مدیریت  وکړو نو باید چې پنځه ګامونه واخلو. تاسو ددې پنځو پړاونو په ترسره کولو سره کولای شئ په خپل وخت باندې په سمه توګه مدیریت وکړئ .
دا پنځه ګامونه عبارت دې له :
• د وخت دارزښت درک کول
• د آفتونو لرې کول
• مهالویش
• د پروګرام یا پلان تنظیمول
• د ترسره کولو لپاره تصمیم
له پورتنیو مواردو څخه یې هر یو د خپل مخکنې مورد پوره کوونکی دی ، که چیرته له هغو څخه څو پړاونه پریښوودل شې او یواځې یو پړاو یې عملې یا تر بحث لاندې ونیول شې نو هیڅکله هم له تاسو سره مرسته نه شې کولای. باید هڅه وکړئ چې پورتنې ټول موارد عملې کړئ تر څو وروستنۍ پایله لاسته راوړئ. .
• د وخت د ارزښت درک کول :
د وخت د ارزښت درک کول د وخت د مدیریت د غوره لارې په لورې یو ستر ګام دی نو که چیرته لومړی ګام په سمه توګه واخیستل شې شخص ته خپل مقصد ته د رسیدو د لارې په اوږدو کې خبرتیا ورکوې. د وخت له ارزښت څخه بې پروایې ددې لامل کیږې چې یو کس د خپل وخت آفتونو ته پاملرنه ونه کړې ، د خپل ژوند د مهالویش او پلان په لټه کې نه وې او له خپل وخت څخه په سمه توګه د ګټې اخیستلو اټکل نه شې کولای. .


• مهالویش :
مهالویش د ورځنې پلان د تنظیم لپاره خورا مهم ګام ګڼل کیږې. ډیری کسان چې نه شې کولای په خپل وخت باندې بریالی یا مؤفق مدیریت ولرې په حقیقت کې په خپل مهالویش باندې قادر نه دې.
• د آفتونو لرې کول یا رفع کول :
د هغو آفتونو د لرې کولو لپاره چې د وخت د ضایع کیدو لامل کیږې باید دوه پړاونه تر شا پریږدو. لومړی : د هغو آفتونو پیژندل چې کولای شو له دې لارې د خپل وخت په آفتونو باندې وپوهیږو. دوهم : له هغو آفتونو سره مبارزه چې د همدې آفتونو د رفع کولو لپاره لازمې لارې موږ ته راښيې او په هغو باندې عمل کول به د آفتونو او همدارنګه د وخت د آفتونو د له منځته تللو لامل شې.
موږ د وخت د مدیریت له دری ډوله آفتونو سره مخامخ یو:
لومړی: خپل آفتونه چې زموږ په ځانګړیو کړنو او عملونو پورې اړه لرې.
دوهم: د نورو آفتونه چې د نورو د کړنو په علت او له هغوی سره زموږ د اړیکو په دلیل پر موږ باندې تحمیل کیږې.
دریم : د اتفاقاتو او حوادثو آفتونه :  هغه چې زموږ په واک او اختیار کې نه دې او د وخت تیریدنه پر موږ باندې تحمیلوې که څه هم امکان لرې چې ځینې یې  زموږ  او یا د نورو د نه پاملرنې  له وجې رامنځته شوې وې . خو تجربو دا  ښکاره کړې ده چې  د هر کس لپاره  د وخت ډیر آفتونه د هغه خپل آفتونه دې .
• د پلان تنظیمول :
د وخت د مدیریت په ښه والې کې څلورم ګام د پلان تنظیمول دې. د پلان تنظیمول په حقیقت کې د وخت د مدیریت ترسره کول یا اجرا کول دې. ځینې یې د پلان پر وړاندې مقاومت کوې ، ځکه دوی باور لرې چې پلان جوړونه موږ د غیر مترقیبه مواردو په لورې کشوې او ناڅاپې مسایل په پام کې نه نیسې، په داسې حال کې چې ښه پلان جوړونه په حقیقت کې نه یواځې دا چې د شخص د زندانې کیدو لامل نه کیږې ، بلکه د هغه د آزادې لامل هم کیږې. په وخت باندې د مدیریت لومړنۍ طریقه د هغو کارونو فهرست کول دې چې یو کس یې باید د ورځې سرته ورسوې  .
• د ترسره کولو لپاره تصمیم :
ددې لپاره چې وکولای شو د وخت په مدیریت کې دا وروستنی ګام اوچت کړو نو لاندینیو پنځو اصلونو ته باید د تصمیم نیولو پر مهال جدې پاملرنه وکړو چې یوه شېبه هم په خپل وخت باندې د مدیریت د غوره والې لپاره غافل نه شئ:
۱ – وخت ته د اهمیت ورکول
۲ – له بې ځایه تعریفونو او بایدونو څخه ډډه کول
۳ – په اوږد مهال کې د تغییر اراده
۴ – په تمرین سره د شکلونو لرې کول یا رفع کول
۵ – دوامداره څیړنه او د لارې لټول
د وخت د مدیریت ټکنیکونه او وسایل :
د وخت په مدیریت کې ځینې وسایل او ټکنیکونه شتون لرې چې باید له هغو څخه کار واخلو او د هغو د ترسره کولو هڅه او کوښښ وکړو تر څو خپله ډیره شخصې ګټه او لاسته راوړنه تر لاسه کړئ ، ځکه ویل کیږې چې که چیرته یو څوک خپل کار کې ریښتنی وې او هغه دندې او مسؤلیتونه چې ورته سپارل شوې په سمه توګه ترسره کړې او د وخت له ضایع کیدو څخه د هغوی په ترسره کولو کې مخنیوی وکړې  او هغه دندې او مسؤلیتونه چې په ټولنه کې دده په غاړه شوې نو دا کس هم باید ډ‌یره هڅه وکړې تر څو هغه په سمه او ریښتنې توګه ترسره کړې ځکه خپلې شخصې ګټې باید د ټولنې له ګټو څخه لاسته راوړو یانې که چیرته ټولنې ته په عمومې ډول ګټه راځې نو دا کس چې هم ددې ټولنې یو غړی دی حتماً به له دې ګټه څخه څه تر لاسه کوې  خو دا چې دا کس څه ډول کولای شې خپلې ټولنې ته د خدمت جوګه شې او د ټولنې له لارې خپلې ګټې تأمین کړې نو د وخت د مدیریت له وسایلو او ټکنیکونو څخه باید کار واخلې تر څو په کم وخت کې ډیر کار وکړې او همدارنګه لاسته راوړنه یې هم ښه وې. له دې وسایلو ، مهارتونو او ټکنیکونو سره بلدتیا ډیر وخت ته اړتیا لرې ، خو له هغو څخه کار اخیستل بیا ستاسو لپاره ډیره ګټه او لاسته راوړنه لرې .
یوه مقوله ده چې وایې (( هر کار وړاندې تر دې چې آسانه شې ، ستونزمن وې )) ، د ښو عادتونو رامنځته کول که څه هم ډیر ستونزمن کار دی خو له دې عادتونو سره ژوند کول ډیر آسانه دې. کله چې مو په خپل ځان کې دا عادتونه رامنځته کړل نو په خپله آسانه او ساده کیږې ، دا عادتونه ستاسو د کارې ژوند له دوام سره ډیره مرسته کوې.
۱ – د وخت له یوه پلان یا پروګرام څخه ګټه واخلئ : د وخت د مدیریت لومړنۍ وسیله چې ستاسو د اړتیا وړ ده د وخت د پلان جوړونې سیسټم دی چې ټولو هغه موارد چې تاسو ورته د خپل ژوند په پلان کولوکې اړتیا لرئ – په بر کې نیسې.
۲ – هر وخت د یوه فهرست اړوند کار وکړئ : هر کامیاب او بریالی اجرایې مدیر له یوه ورځنې فهرست څخه په ګټې اخیستلو سره کار کوې. دا فهرست خورا قوې وسیله ده چې تراوسه د زیاتې ګټې د لاسته راوړنې لپاره ترې کار اخیستل کیږې . نامؤفقه مدیران چې تل د ډیر کار لپاره کم وخت لرې ،یا له فهرست څخه کار نه اخلې او یا که فهرست هم لرې نو هغه ته پاملرنه او مراجعه نه کوې. کله چې مو د کارونو یو ورځنی فهرست جوړاوه نو خپل کارونه او دندې چې د ورځې په اوږدو کې یې د ترسره کولو قصد لرئ په کې یوه یوه ولیکئ ( یانې چې یوه هم درنه پاتې نه شې ) ، قانون داسې دی چې په لومړنۍ ورځ چې کارې فهرست کاروئ نو کولای شئ چې خپله ګټه او لاسته راوړنه تر ( ۲۵) سلنې پورې زیاته کړئ.
۳ – خپل فهرست د لومړیتوبونو پر بنسټ ترتیب کړئ : کله چې د خپلو ورځنیو کارونو او فعالیتونو لپاره فهرست ولرئ نو په بل پړاو کې باید دا فهرست د لومړیتوبونو پر بنسټ ترتیب کړئ . کله چې مو خپل فهرست ترتیب او تنظیم کړ له سهاره تر بیګاه پورې به د یوې لارښوودې نقشې پر بنسټ په ډیره ګټوره توګه خپل کارونه ترسره کړئ ، دا لارښوود تاسو ته وایې چې څه باید وکړئ او څه شئ ډير او څه شئ لیږ اهمیت لرې.
۴ – د وخت د مدیریت له هر سیسټم څخه چې خوښوئ یې ګټه واخلئ : نن ورځ د ډیجیټل شخصي مرستې ( PDAs ) او د وخت د مدیریت کمپیوټرې سیسټم ته لاسرسی زیات دی او په ډیره ښه توګه کارونه ترسره کوې. توپیر نه لرې چې ستاسو کار څه دی او په کوم ځای کې دی، د وخت د مدیریت ډیجیټلې سیسټمونه شتون لرې چې کولای شئ په خپلوشخصې کمپیوټرونو کې له هغه څخه کار واخلئ او دخپل ژوند هره برخه د هغه په واسطه منظمه کړئ.
پایله :
لکه چې د سیمینار په پیل کې مو هم یادونه وکړه چې وخت له ډیر اهمیت څخه برخمن دی او کله چې وخت تېر شې نو بیا هیڅکله هم بیرته نه راګرځې ، او همدا وخت دی چې موږ ته یې د هر څه د ترسره کولو موقع راکړې خو دا موږ یو چې له هغه څخه په سمه توګه ګټه نه شو اخیستلای ، همدا اوس ، همدا شېبه کار پیل کړئ او همدا اوس او همدا شېبه یې د ترسره کولو هڅه وکړئ ځکه روښانه خبره ده چې د هر کار پیل ستونزمن وې خو کله چې کار پیل شې نو بیا دومره ستونزه نه وې او په خپله به بیا د هغه د ترسره کولو او پای ته د رسولو هڅه کوئ . موږ هر وخت وایو چې والله وخت عبس راباندې تیر شو او په خپل وخت کې مې هیڅ هم ونه کړل ، یانې دا پېښمانې وروسته هیڅ ګټه هم نه لرې ځکه که چیرته پخوانیو په خپل وخت پسې آرمانونه او افسوس کړی نو راځئ موږ یې له هغو څخه زده کړو او خپل وخت چې زموږ او ستاسو په واک کې دی له لاسه ور نه کړو . نو
 که ښه ځیر شو هر پر مختللې هیواد او ټولنې وخت ته ارزښت ورکړی له هغه وخت څخه چې ددوی په واک کې دی په سمه توګه یې ګټه ترېنه اخیستې چې نن ورځ تر بلې د پرمختګ په حال کې دې او خلک یې هم له هره اړخه خوښ او آرام دې ، خو که چیرته زموږ په څیر یوه وروسته پاتې هیواد ته ځیر شو چې له کلونو راپه دې خوا د جنګ او جګړو ډګر دی ، ورور خپل ورور ، پلار خپل زوی  او زامن خپل پلرونه په یوه او بله پلمه او بهانه باندې وژنې ددې پر ځاې چې له دې بدبختیو څخه ځانونه ، کورنۍ ، ټولنه او هیواد خلاص او په امن کې کړو او باید د شپې او ورځې مو کارونه ترسره کړې وای ، یوه شېبه وخت مو نه وای ضایع کړې او څه چې مو په وس کې پوره وای باید ددې دردیدلو خلکو او جنګ ځپلې هیواد لپاره مو باید ترسره کړې وای خو په ډیر تأسف سره باید ووایم چې پخوا به یواځې د جمعې ورځ رخصتې وه او خلک به خپلو کارونو ته نه تلل خو ددې حکومت دا ګټه راته ورسیده چې اوس یې د پنج شنبې ورځ هم راته رخصت کړه او لکه چې وړاندې مې وویل چې باید شپه او ورځ مو په ځان یوه کړې وای تر څو له دې بدبختیو څخه خلاص شو خو اوس په یوه اوونۍ کې دوه ورځې رخصتې لرو او موږ لا خوښ یو چې دوه ورځې په اوونۍ کې دندې ته نه ځو . نو هیله لرم چې له دې بدبختیو څخه د خلاصون لپاره موږ او زموږ اړوند مسؤل کسان ځانونه وپوهوې چې خپل وخت له لاسه ورنکړو او یوه شېبه هم خپل خدای (ج) راکړی وخت بې ځایه او عبس تیر نه کړو ، ځکه وروسته بیا لاس تر زنې  کښیناستل هیڅ ګټه هم نه لرې.